عبدالوحید وحيد
د پاکستان له لوري د افغانستان په وړاندې د سیاسي او اقتصادي نفوذ پراخولو په موخه، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دروازو تکراري تړل، د افغان ترانزیټ او سوداګري په وړاندې د محدودیتونو او لوړو مالیاتي لګښتونو وضع کول، د سوداګریزو توکو ځنډول، د وارداتو او صادراتو پر وړاندې خنډونه رامنځته کول، افغانستان ته د اقتصادي زيان اړولو ترڅنګ ددغه هېواد په سوداګریزو او سیاسي انتخابونو د فشار وسیله ګرزېدلې وه. د دغو تجربو تکرار څرګنده کړه چې د یوه ګاونډي هېواد په ترانزیټي لارو باندې زیاته تکیه د افغانستان اقتصادي امنیت او سوداګریز ثبات له جدي خطر سره مخ کوي. له همدې امله، د بدیلو ترانزیټي لارو د موندلو، پراختیا او فعالولو لپاره د افغان حکومتونو او خصوصي سکتور اوږدمهاله هڅې مهم پرمختګ او پر ځای انتخاب دی. افغانستان حق لري چې د خپل جغرافیایي موقعیت له محدودیتونو څخه د وتلو، له سیمهییزو او نړیوالو بازارونو سره د اړیکو د پراختیا لپاره له ټولو شته امکاناتو څخه ګټه واخلي.
د دغو هڅو اهمیت یوازې د پاکستان د ترانزیټي لارو لپاره د بدیل موندلو په معنا نه دی، بلکې د افغانستان د جغرافیایي موقعیت په اقتصادي او ستراتیژیک ارزښت کې د نوي بدلون څرګندونه کوي. افغانستان د منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا، لوېدیځې اسیا او چین ترمنځ پروت هیواد دی او د دغو سیمو د اقتصادونو د نښلولو لپاره ځانګړی جغرافیایي ظرفیت لري. د سیمهییزې سوداګري، انرژي، ټرانسپورټ او اقتصادي همکاریو په پراختیا سره دغه هېواد کولای شي په وچه کې د ایسار او د ترانزیټ په برخه کې په نورو هیوادونو باندې له متکي هېواد څخه د سیمهییز اتصال په مهم مرکز بدل شي. که د رېلپټلیو، لویو لارو او سوداګریزو دهلیزونو پراختیا له ښه مديريت، اغېزمنو سیمهییزو هوکړو او عملي همکاریو سره مل شي، افغانستان به نه یوازې د نورو هېوادونو بندرونو ته د لاسرسي امکانات برابر کړي، بلکې د سیمې د بازارونو، صنعتي مرکزونو او سمندري بندرونو ترمنځ به د نښلوونکې دهلېز په توګه هم مهم رول ولوبوي. په دغه ډول چاپيريال کې د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د خپلو ملي ګټو ترڅنګ د سیمې د ګڼو هېوادونو له سوداګریزو او اقتصادي ګټو سره هم مستقیم تړاو پیدا کولاى شي.
د بدیلو ترانزیټي او سوداګريزو لارو یوه مهمه ستراتیژیکه ګټه د افغانستان د جغرافیایي انحصار ماتول دي. کله چې يو هېواد د بل هېواد د وارداتو او صادراتو لپاره یوازینۍ عملي دروازه وي، د ځواک نابرابري رامنځته کېږي او ترانزیټي اسانتیاوې د سیاسي فشار په وسیله بدلېږي. د لارو تړل، د توکو ځنډول، د تعرفو لوړول او نور محدودیتونه په داسې شرایطو کې له عادي اقتصادي وضعیت څخه وزي او د نفوذ د اعمالولو وسیله ګرزي. خو د بدیلو مسیرونو شتون دا امکان محدودوي چې د یوه هېواد سیاسي پرېکړې د بل هېواد ټول سوداګریز فعالیتونه اغېزمن کړي. په دغه ډول، افغانستان د خپلو اقتصادي تعاملاتو په برخه کې د انتخاب او معاملې پراخ ظرفیت ترلاسه کوي او د بهرنیو فشارونو پر وړاندې یې د مقاومت وړتیا لوړېږي.
د ترانزیټي لارو تنوع د افغانستان د خصوصي سکتور لپاره هم د اقتصادي فعالیتونو نوی چاپېریال رامنځته کوي. د بېلابېلو لارو شتون سوداګرو ته فرصت ورکوي چې د لېږد لګښتونه، وخت، امنیت او د بازارونو غوښتنې سره پرتله کړي او د خپلو ګټو له مخې مناسب انتخاب وکړي. دغه امکانات د سیمهییزو ترانزیټي چوپړتياوو ترمنځ سالمه سیالي پیاوړې کوي او سوداګر په یوه لاره باندي له مطلقې تکيې څخه باسي. د ترانزیټي زیربناوو پراختیا، د ګمرکي او بانکي سیستمونو اصلاح، د سوداګریزو اسنادو او اداري پروسو ساده کول، د لېږد راليږد امنیت، د اوږدمهالو سیمهییزو هوکړو عملي کول او د پانګونې لپاره د ډاډمن چاپېریال رامنځته کول اړین دي. همدغه شان د کورني تولید، صادراتو او صنعتي پروسس پیاوړتیا باید د دغې تګلارې اساسي برخه وي؛ هغه ځکه چې د ترانزیټي لارو پراختیا هغه مهال بشپړ اقتصادي ارزښت پیدا کوي چې د هېواد د تولیدي وړتياوو له ودې سره مل وي. د لارو تنوع په ځانګړي ډول د ناڅاپي بندښتونو پر مهال د وارداتي توکو د بیو، کورني تولید او کارموندنې په برخه کې د زیانونو د محدودولو په هکله هم مهم رول لوبوي.
په عین حال کې، د بدیلو لارو تنوع له پاکستان سره د اقتصادي اړیکو د پرېکون په معنا نه ده. پاکستان د جغرافیایي نږدېوالي، موجودو بندري اسانتیاوو او تاریخي سوداګریزو اړیکو له امله لا هم د افغانستان مهم سوداګریز شریک پاتې کېدای شي. خو د دغو اړیکو دوام باید د متقابلو ګټو، باور، د اقتصادي حاکمیت د درناوي او د وړاندوینې وړ سوداګريزو شرایطو پر بنسټ وي. د هېوادونو جغرافیایي موقعیت باید د بل هېواد د اقتصادي انتخابونو د محدودولو وسیله نشي. د پاکستان له لوري په سياسي فشار باندې د ترانزیټي اسانتیاوو بدلول ښايي په لنډمهال کې افغانستان ته اقتصادي زیان ورسوي، خو په اوږدمهال کې د بدیلو مسیرونو د پراختیا لپاره انګېزه پیاوړې کوي او د پاکستان د جغرافیایي امتیاز انحصاري ارزښت کموي. که پاکستان غواړي په افغانستان کې خپل سوداګریز اهمیت وساتي، اغېزمنه لاره یې د محدودیتونو او فشارونو پر ځای د رقابتي چوپړتياوو، سوداګریزو اسانتیاوو او متقابلو اقتصادي ګټو برابرول دي.
په پایله کې، د افغانستان بدیلو سوداګريزو لارو پراختیا ته باید يوازې د پاکستان د محدودیتونو پر وړاندې د لنډمهالي غبرګون په توګه نه، بلکې د اوږدمهالې ملي او اقتصادي تګلارې په توګه وکتل شي. د افغانستان جغرافیایي موقعیت د سیمهییز اتصال، اقتصادي پرمختګ او همکاریو لپاره یو مهم فرصت دی؛ خو په ريښتوني اقتصادي او ستراتیژیک ځواک باندې د دغه فرصت بدلول اغېزمن مدیریت، زیربناوو، سیمهییزو همکاریو او د کورني تولید پیاوړتیا ته اړتیا لري. د انحصار پر ځای د متنوعو اقتصادي اړیکو رامنځته کول، نه یوازې د افغانستان د خپلواکو پريکړو کولو وړتیا پیاوړې کوي، بلکې د سیمې د هېوادونو لپاره هم د همکاري او سالمو رقابتونو لپاره نوي فرصتونه برابروي. د افغانستان اقتصادي محاصره په اوږدمهال کې د هېڅ هېواد په ګټه نه دي؛ د سیمې د ثبات او ګډې سوکالي لاره د متقابل درناوي، اقتصادي همکاریو او د یو بل د مشروع ګټو له منلو څخه تيريږي.