تاند ( چهارشنبه د ثور/ غويي ۳۰مه) د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ ویلي چې،امریکا د ایران په ۱۲ کسانو ۲۹ ادارو او ۱۹ کښتیو نوي بندیزونه لګولي دي.
بېسنټ زیاته کړې چې، امریکا له اروپایي متحدینو سره په همغږۍ، هڅه کوي چې د ایران مالي او سوداګریزې لارې نورې هم محدودې کړي.
هغه د G7 غونډې په جریان کې ټینګار وکړ چې واشنګټن به هغه شرکتونه او شبکې په نښه کړي چې، د ایران د تېلو په پلورلو کې مرسته کوي او د بندیزونو څخه مخنیوی کوي.
د هغه په وینا، امریکا په وروستیو میاشتو کې د ایران سره تړلې ځینې ډیجیټل شتمنۍ هم بندې کړي او هڅه کوي چې، د غیر رسمي مالي شبکو فعالیتونه ګډوډ کړي.
بیسنټ زیاته کړه چې د ایران د تېلو صادراتو سره تړلي منځګړو ادارو او ترانسپورتي شرکتونو باندې فشار به دوام ولري.
امریکایي چارواکو ویلي چې، واشنګټن تمه لري اروپایي هېوادونه به په تهران باندې د اقتصادي فشار په زیاتولو کې نوره همکاري هم وکړي.
واشنګټن وايي چې دا اقدامات د ایران د مالي سرچینو کمولو او د نړیوالو بندیزونو څخه د مخنیوي لپاره دي.
امریکا په داسې مهال دا بندیزونه لګوي چې، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت جګړه ییز دي او هم مهاله د دواړو ترمنځ په فارس خلیج سیمه او د هرمز تنګي کې تاوتریخوالی دوام لري.