Homeخبرونهله نجونو پرته؛ سبا په ۱۸ ولایتونو کې د کانکور دويم پړاو...

له نجونو پرته؛ سبا په ۱۸ ولایتونو کې د کانکور دويم پړاو ازموينه اخیستل کېږي

تاند ( چهارشنبه د ثور/ غويي ۳۰مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ازموینو عمومي ادارې ویلي، د روان ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې دویم پړاو سبا پنجشنبه د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې پیلیږي.

دغې ادارې نن چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د کانکور دویم پړاو ازموینه به پنجشیر، لغمان، کندوز، جوزجان، کندهار، بامیان، پکتیا، تخار، سمنګان، فراه، هلمند، دایکندي، ننګرهار، نیمروز، بلخ، خوست او زابل ولایتونو کې واخیستل شي.

یادې ادارې زیاته کړې چې، دغه راز به د نورستان درې مرکزي، ختیځې او لوېدیځې حوزې به هم په‌کې شاملې وي.

د طالبانو د دغې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه ازموینه به سبا د ثور په ۳۱مه او د جوزا په لومړۍ نېټه واخیستل شي او د ننګرهار ولایت د درېیمې ورځې ازموینه به د جوزا په ۲مه واخیستل شي.

دغه راز ویل شوي چې د ۱۴۰۵ کال د کانکور له څلورو پړاوونو ازموینو وروسته به د ننګرهار، لغمان، کندهار، هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو د څوارلسم پاسانو ازموینه هم تنظیم شي.

دغه ازموینه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې بندې دي.

له دې سره دا په افغانستان کې پنځم پرله‌پسې ځل دی، چې د کانکور ازموینه د نجونو له ګډون پرته ترسره کېږي.

د نجونو پر زده‌کړو بندیزونو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي او د نړیوالې ټولنې له لوري د طالبانو د رسمیت پېژندلو له مهمو شرطونو څخه هم د نجونو د ښوونځیو بیا پرانیستل بلل کېږي.

تر ۱۷۰۰ ورځو ډېرې تېرېږي چې، د نجونو پر مخ د زده کړو دروازې تړلي خو د کورني او نړیوالو غوښتنو سره سره طالبانو له نجونو سره دا ضد نه دی پریښی او نه هم داسې هیلې ښکاره شوي چې، کله به د نجونو پر وړاندې شته بندیزونه لرې شي او که نه.

1 COMMENT

  1. د (Concours) کانکور کلمې ريښه فرانسوي ده او د مسابقې ، رقابت ، سيالۍ او همغږۍ معنی لري. د کانکور ازموینه د علمي سیالي یوه ملي ، ازموینه ده چې د نوماندانو او داوطلبانو د پوهې کچې اندازه کولو او پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو ته د داخلې لپاره د هغوی د غوره کولو لپاره ترسره کیږي.پدې ازموینه کې، د ښوونځیو د مختلفو مضامینو څخه داسې سوالونه چې ځوابونه یې دوه ، درې او یا څلور انتخابه وي ، پوښتل کیږي، او نوماندان باید په ټاکلي وخت کې سم ځواب پیدا او په نښه کړي.د دې آزموینې اصلي هدف د پوهنتونونو محدود ظرفیت او د ګڼ شمېر غوښتونکو ترمنځ د ویشلو لپاره د عادلانه سیالۍ رامینځته کول دي. هغه کسان چې لوړې نمرې ترلاسه کوي د دوی د خوښې پوهنځیو او پوهنتونونو کې داخلیږي.دا سیستم په افغانستان، ایران، ترکیه او چین کې د لیسانس درجې ته د داخلې لپاره پلي کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب