چهارشنبه, دسمبر 17, 2025
Home+د بابا هوتک د شعر سبکي ځانګړنې| حضرت نبي شېرزی

د بابا هوتک د شعر سبکي ځانګړنې| حضرت نبي شېرزی

پټه خزانه د پښتو ادب هغه لرغونی، بې ساري او ارزښتناک ادبي اثر دی، چې د پښتو ژبې او ادب یې د (۱۳۹) هـ . ق کال څخه تر (۱۱۰۰) هـ . ق کاله زبات کړی دی، پښتو ژبې او ادب تیاره اړخونه یې خورا زیات روښانه کړي دي؛ لکه څنګه چې د پټې خزانې په اړه زیاتې څېړنې شوي دي، دا چې؛ پټه خزانه د خپل ارزښت او لرغونتیا له مخې یو بې ساري اثر دی؛ نو له همدې امله زیاتې څېړنې ته اړتیا لري؛ حق دا دی چې د پټې خزانې په هره برخه او په هر شعري ځانګړې کتاب ولیکل شي، په پټې خزانې کې د یاد شویو شاعرانو ځانګړنې بیوګرافۍ ولیکل شي، د هغه مهال د دوی د ژوند شرایطو باندې بحث او خبرې وشي، د اشعارو په بڼې او جوړښت یې لیکلنې وشي، د اشعارو موضوعات یې وڅېړل شي، د شعرونو لفظي او معنوي اړخونه یې وپلټل شي، په فکري اړخ یې مقالې او کتابونه ولیکل شي او د شعرونو سبکي خواویې او سبکي ځانګړنې یې په نښه او او سبکونه یې وڅېړل شي.

 پټې خزانې د حق د ادا کولو له پاره مې وغوښتل چې د پټې خزانې د لومړۍ برخې دې ځېنو شعرونو سبکي اړخونه باندې د خپل توان سره سم د الله تعالی په مرسته بحث او خبرې ولرم تر څو چې په دغه برخه کې مو څه نا څه د پټې خزانې حق ادا کړی وي.

هر فرد د ویلو او لیکلو لپاره ځانګړې لار او اسلوب لري او ډېری شعر لیکونکي دا خوښوي چې شعر یې ځانګړې لار او اسلوب ولري، هر شاعر ځېنې داسې سبکي ځانګړنې لري، چې یوازې په همغه فرد پورې منحصرې وي، چې په شعر لیکلو کې ورڅخه څرګندېږي، دوام کوي او بالاخره په سبکي ځانګړنه بدلېږي؛ سبک تر ډېره بریده فردي بڼه لري؛ د بېلګې په توګه څو تنه شاعران به وي، د یوه فکر څښتنان به وي او د یو مکتب پېروان به هم وي؛ خو د شعر لیکلو سبک به یې بېل وي؛ څېړندو محمد صدیق روهي وایي “ سبک له دوو عنصرو څخه مرکب دی، مفکوره او د لیکونکي شخصیت، هر کله چې په انساني ټولنه کې هېڅکله هم دوه تنه عین شخصیت نه لري؛ نو ځکه موږ عین سبکونه نه شو موندلی. حتی د یو سړي شخصیت هم په مختلفو وختونو او جلا شرایطو کې یو ډول نه وي”

پورته دلایل او نظریات موږ ته د پټې خزانې د هر شاعر په شعر باندې سبکي څېړنې ته لار خلاصوي او موږ ته ډاډ راکوي چې هر شاعر د شعر ویلو ځانګړی اسلوب او سبک لري؛ ښایي د پټې خزانې لیکوال محمد هوتک هم د شاعران د شعرونو په دې توپیر او ځانګړنو پوهېدلی او ملتفت شوی وي، شاید چې له همدې له امله یې پټه خزانه په دریو برخو وېشلي وي؛ (لومړی خزانه د لیکوال زمانې څخه پخوا تېر شوي دي، دویمه خزانه د لیکوال معاصرین دي او په درېیمه خزانه د پښتو ژبې ښځېنه شاعرانو ته ځانګړې شوې ده) د خزانې لومړۍ برخه د بابا هوتک په پېژنده پیل شوې ده او ور پسې د نورو شاعرانو شعرونه راوړل شوی دی، موږ یې له پېژندنې سره کار نه لرو، موږ یې دلته د شعر په سبکي اړخونو بحث کوو.

لکه څنګه چې وړاندې مو هم یادونه وکړه، ډېری وخت دوه شاعران د یو مکتب پېروان وي، خو فردي تمایلات یې بېل او ځانګړي وي او همدارنګه تخنیکي عوامل او ټولنیزې اغېزې هم د ورته سبک شاعران او لیکوالان سره بېلوي، په هېڅ صورت داسې دوه شاعران او لیکوالان نه شو موندلی چې هوبهو سره ورته سبکونه ولري

د بابا هوتک شعر چې د پښتو ژبې او ادب د یو بې ساري ارزښتمن اثر پټې خزانې خوندي او تر موږ یې رارسول دی؛ دغه شعر د پټې خزانې لیکوال سندره ګڼلی دی، چې دغه سندره یې دمغلو د ظلم او تېري په وړاندې د ځوانانو د احساساتو د راپارولو له پاره ویلوې ده. د پټې خزانې لیکوال د خپل پلار داوود خان هوتک له قوله وایي “  یو څو غښتلي د بابا هوتک خپلوان ومړل، بابا هوتک په لوړ ږغ دا سندره لولوله او په غشیو یې د مغولو ټټرونه څیرل غښتلو مېړو چې دا سندره اوریدله جګړه توده شوه” د پټې خزانې لیکوال د څرګندونو څخه ښکاري چې د شعر جوړښت سندره ده؛ کله چې استاد عبدالحی حبیبي د بابا هوتک د شعر د جوړښت په اړه نظر څرګندو وایي “ د دې نظم ژبه خوږه او له تکلفه تشه ده، خو لکه د قدماوو په ډول مړه او نادر لغات نه لري، وزن یې هم د ملي بدلو دی، مکرر کسر لري؛ خو د قافیې او نیم عروضي وزن التزام یې کړی دی” پښتو ژبې ته د عربي ژبې د شعري ژانرونو د رارسېدو څخه وړاندې پښتو ژبې خپل اصلي او ملي د شعر ویلو او لیکلو ځانګړي ژانرنونه او قالبونه موجود و؛ که په غور وګورو د پټې خزانې لیکوال یې سندره او استاد عبدالحی حبیبي یې بدله بولي، دې پورته یادونو له مخې ویلو شو چې د بابا هوتک دغه شعر یو حماسي شعر دی، چې د پښتو ژبې د لرغوني او ځانګړي قالب او ملي وزن لیکل شوی دی.

  د شعر ژبنۍ ځانګړتیاوې

هر شاعر د شعر ویلو بېله تګلاره خوښوي او هر شاعر د لیکلو لپاره بېله لار ټاکي او په شعر لیکلو کې یې تعقیبوي او هر شاعر د شعر لیکلو او ویلو ځانګړی اسلوب لري، دغه ځانګړي اسلوب او طرز ته چې معنوي او مادي ښېڼګو په بنسټ بېلېږي سبک وایي، د سبک په تعریف کې ویلی شو: د ژبې د کارولو بېلې او ځانګړې طریقې ته سبک وایي، چې د یو لیکوال، شاعر د ادبي مکتب او د یوې ځانګړې ادبي زمانې پورې تړاو ولري.

موږ دلته د بابا هوتک د شعر په ځانګړو دریو برخو بحث او خبرې کوي او په ځېنو برخو کې به د شعر په متفرقه اړخونو هم بحث ولرو : (د شعر ژبنۍ برخه، د شعر هنري برخه او د شعر فکری برخه) چې د یو سبک په پېژندنه کې مهم اړخونه ګڼل کېږي.

د بابا هوتک شعر ساده، ټول فهمه او د کلماتو د کارونې له مخې خورا لرغونی، د بڼې له مخې د هغه وخت د پښتو ژبې له عادي او معمولي جوړښت دی، چې ډېری لرغونو شاعرانو د بېلابېلو موضوعات په دغه چوکاټ کې اچولي دي او په همغه لرغونې وزن او جوړښت څخه رغېدلی دی؛ دغه شعر له دې امله هم ځانګړی دی، چې د پښتني ولس او ورشوګانو زېږنده دی او په هېڅ صورت د نورو ژبو له تقلید څخه اوبه شوی نه دی.

د بابا هوتک په شعر کې چې شاید هر لوستونکی ورته لومړی ملتفت شي هغه د شعر د ګړ دود او یا لهجي بحث دی؛ که څه هم په هغه زمانه کې ګړ دود او یا معیار ډېر د پاملرنې وړ نه و؛ خو که په اوس زمانه کې د بابا شعر ته په غور متوجې شو، شعر یې د خپلې سیمې د ګړ دود سره سم لیکلی دی او یا یې په شعر کې خپل ګړ دودیز کلمات او مرستیال فعلونه لېدل کېږي.

د ژبپوهانو له نظره په لویه کې د پښتو ژبې ګړ دودونه په دوو لویو څانګو اصلي او فرعي وېشل کېږي، چې اصلي ګړ دودونه یې په دریو څانګو وېشل شوي دي:

الف : ختېځ ګړ دود

ب : مرکزي ګړ دود

ج : لوېدیځ ګړ دود

د پورته دریو ګړ دودونو د توپېرولو له پاره دوه توري (ښ او ږ) معیار ټاکل شوي دي، چې په هر ګړ دود کې په ځانګړې بڼه تلفظ کېږي یا یې په ختېځه او لوېدیځه ګړ دود کې نور توري ځایناستي ګرځي.

په ختېځ ګړ دود کې د (ښ او ږ) توري (ښ) توری د (خ) او (ږ) توری د (ګ) په بڼه تلفظ کېږي، مرکزي ګړ دود کې د (ښ او ږ) توري په خپله بڼه تلفظ کېږي او لوېدیځ ګړ دود کې د (ښ) توری د (ش) او د (ږ) توری د (ژ) په بڼه تلفظ کېږي او همدارنګه بله مهمه ځانګړنه یې دا ده، چې په مرستیال فعلونو کې د (ش) غږ یا توری په (س) بدلېږي؛ لکه: وشو ــ وسو/ شي ــ سي …. د بابا په شعر کې لولو :

آ، د مرغی غښتلیو راسئ           پر ننګ ولاړ د پښتونخوا سئ

تورې تېرې، غشي تر ملا سئ        پر کلي کور باندې مغل راغی

د بابا په شعر کې بل بحث چې د سړي پام اړوي د (ږ) کارول دي؛ موږ یادونه وکړه چې په لودېیځ ګړ دود کې د (ږ) توري پر ځای د (ژ) له توري څخه ګټه اخېستل کېږي؛ د بابا هوتک د شعر په یو بند کې ګورو چې د (بهېږي) او (تر هېږي) کلمې کارول شي، برعکس د خپل ګړ دود څخه راوتلی، داسې ښکاري چې په ځېنو برخو کې د ګړ دود پېروي شوې او په ځېنو برخو کې له ګړ دود څخه یې انحراف کړی دی، د نن ورځې شاعرانو او لیکوالانو میعاري یا مرکزي ګړ دود ته ترجېح ورکړې ده؛ دلته دا هم ویلی شو، چې له معیار څخه انحراف هم د یو نوي سبک د را منځ ته کېدو سبب کېږي په بند کې لولو:

زما د زلمو ویني بهېږي        مځکه او غرونه په سره کېږي

میرڅي زغلي او ترهېږي        پر کلي کور باندې مغل راغی

په نن کې د بابا شعر د لرغونې ادب استازیتوب کوي او په ټوله کې د پښتو ادب د لرغونې دورې سره تړاو لري، لکه څنګه چې د نورو لرغونو شاعرانو په څېر یې په شعرونو کې لرغونې کلمې او د پښتو ژبې سوچه کلمات لېدل کېږي؛ د بابا په لاندې بند کې میرڅي کلمه چې د لرغونې دورې ځېنې شاعرانو د دښن مترادف کارولې او اوس د دښمن په بڼه لیکل کېږي:

زما د زلمو ویني بهېږي            مځکه او غرونه په سره کېږي

میرڅي زغلي او ترهېږي             پر کلي کور باندې مغل راغی

د ځېنو کلمو کارول د سړي د عادت له مخې وي، چې په عادي خبرو کې یې زیاتې کاروي او همغه د عادت له مخې کارېدونکې کلمې که بیا یو څوک شعر لیکي په شعر کې هم ونډه د پام وړ وي؛ بابا په شعر کې هم ځېنې داسې کلمې لېدل کېږي، چې په شعر کې د عادت یا د سبکي اغیز له مخې زیاتې کارولې دي؛ دا هغه کلمې دي چې د یو حماسي سبک استازیتو کوي؛ په کلاسیکه دوره کې ستر خوشال خان خټک د حماسي سبک لوی سرلاری ګڼل کېږي، چې سبک یوه لویه ځانګړنه یې توره، غشی، ننګ جګړه …..کلمو کارول دي؛ لکه خوشال خان خټک وایي:

توره چې تېري د ګوزار لره کنه

زلفې چې ولول شي د خپل یار لره کنه

بابا هوتک هم د حماسي سبک د بنسټګر په توګه یاد کلمات په خپل شعر کې خورا زیاتې کارولي دي؛ د بابا د شعر په یو بند کې لولو :

زلمو په غشیو کړئ وارونه          د تېرو تورو ګزارونه

ور وړاندې کړئ خپل ټټرونه           پرکلي کور باندې مغل راغی

که د بېلابېلو اصلي او فرعي ګړ دودونو ته په غور پاملرنه وکړو، په ټولو ګړ دودونو کې ځمکه کلمه په همدغه معیاري بڼه کارول کېږي، د بابا د شعر په یو بند کې ګورو چې د (ځمکه) کلمه د (مځکه) په بڼه لیکل شوې ده؛ همدارنګه د ننني معاصرې زمانې د پښتو ژبې کې هندي سبک لوی لاروي محمدصدیق پسرلي په شعر کې هم د ځمکې کلمه د مځکه په بڼه راغلې ده. بابا وایي:

زما د زلمو ویني بهېږي         مځکه او غرونه په سره کېږي

میرڅي زغلي او ترهېږي          پر کلي کور باندې مغل راغی

استاد پسرلی وایي:

کل فیض د مینه پالو زړونو دی په سپره مځکه

چې لمر یې هر ورځ له در و بامه بوسه اخلي

د بابا په شعر ساته کلمه ده، چې نن ورځ په ټولو ګړ دودونو کې د ساتنه/ ساتنې په بڼه کارول کېږي، چې بابا دغه کلمه تغییر کړې او د ساته په بڼه یې کارولې ده.

بابا وایي :

زلمو پر ننګ ځانونه مړه کړئ       دښن په غشیو مو پېیه کړئ

د پښتونخوا مځکې ساته کړئ        پر کلي کور باندې مغل راغی

داسې ښکاري چې  ساته کلمه د بند لومړي بیت دویم نیم بیتي د پېیه کلمې سره همقافیه راوړې دی؛ په ټوله کې (مړه کړئ)  (پېیه کړئ ) ساته کړې قافیه جوړه کړې او ( پر کلي کور باندې مغل راغی ) خو تکرارېدونکی کسر دی، چې د هر بند په پای کې تکرار راغلی دی او په شعر کې یې یو ډول موسیقیت را منځ ته کړی دی.

تاسو به ډېر ځله له مشرانو څخه د روغبړ په مهال اورېدلي وي (کور ــ کلي کې خیرت و؟) یا  (کلي ــ کور کې خیرت و ؟) دا یوه عامه اصطلاح یا عامه محاوره ده، چې پښتانه یې د روغبړ په مهال کاروي؛ همدغه عامه اصطلاح د بابا په شعر کې ګورو چې کارولې او د شعر الفاظو ته یې یو ډول پوخوالی ورکړی دی؛ بابا وایي:

پر سور غر بل راته نن اور دی        وګړیه جوړ راته پېغور دی

پر کلي کور باندې مغل راغی          هم په غزني هم په کابل راغی

د بابا په شعر کې یو بل مهم بحث دا دی، چې په شعر کې یو ډول د موضوعاتو تسلسل لېدل کېږي؛ یعني منطق دا دی، چې لومړی به ستونزه او درد څرګندېږي او بیا به د هغې ستونزې له پاره علاج موندل کېږي او وسایل او لوازم به موندل کېږي او بیا به د عمل میدان ته داخلېږې؛ ستونزه او درد دا دی چې بابا یې د شعر په لومړي بند کې یادوي؛ چې په سور غر اور بل دی او په غزني او کابل دښمن یرغل کړی، د دښمن له شره نه یوازې ښارونه ناارامه دي، بلکې په کور او کلی یې هم هجوم راوړی دی.

لومړی بند :

پر سور غر بل راته نن اور دی        وګړیه جوړ راته پېغور دی

پر کلي کور باندې مغل راغی         هم په غزني هم په کابل راغی

په دویم بند کې ګورو چې د دښمن په وړاندې پراخ تصمیم نېول کېږي او پښتانه ځوانان د مغل له یرغل او ناتار وړاندې چمتووالی نېسي، د مرغی ځوانان را ټول شوي او ننګ کولو ته هڅول کېږي.

دویم بند:

غښتلیو ننګ کړئ دا مو وار دی       مغل راغلی په تلوار دی

په پښتونخوا کې یې ناتار دی          پر کلي کور باندې مغل راغی

درېیم بند:

آ، د مرغی غښتلیو راسئ           پر ننګ ولاړ د پښتونخوا سئ

تورې تېرې، غشي تر ملا سئ         پر کلي کور باندې مغل راغی

په ورپسې بندونو کې د تصمیم نېولو څخه وروسته د جګړې میدان ته داخلېږي، د جګړې د قوماندان له د غشیو د وارولو او د تېرو تورو ګوزارونو قومانده کېږي او امر کېږي چې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې د دښمن په وړاندې حملې جاري وساتی؛ بابا وایي:

څلورم بند:

زلمو په غشیو کړئ وارونه       د تېرو تورو ګزارونه

ور وړاندې کړئ خپل ټټرونه       پرکلي کور باندې مغل راغی

په پنځم بند کې د زلمو د سرښېندنو پایله ښودل کېږي، چې دښمن د پښتنو سیمو څخه زغلي او په وېره کې دی؛ په پنځم بند کې لولو:

زما د زلمو ویني بهېږي        مځکه او غرونه په سره کېږي

میرڅي زغلي او ترهېږي        پر کلي کور باندې مغل راغی

په وروستیو دوو شپږم او اووم بند کې دا ښودل کېږي چې سور غر د دښمن په وینو رنګ پاتې شوی دی او جوخت د ځوانانو د قربانیو او مېړانې ساتنه کېږي او د هېواد او سیمې د خپلواکۍ په ساتلو باندې ټېنګار کېږي.

شپږم او اووم بندونه :

پښنو هلۍ پر غره جنګ دئ        سور غر په وینو د دوی رنګ دئ

مهال د تورې دئ د ننګ دئ         پر کلي کور باندې مغل راغی

زلمو پر ننګ ځانونه مړه کړئ        دښن په غشیو مو پېیه کړئ

د پښتونخوا مځکې ساته کړئ         پر کلي کور باندې مغل راغی

د بابا هوتک د ویلو او د کلماتو د کارونې طرز خورا ساده دی، چې لوستونکی او اورېدونکي په اسانې سره کولای شي چې مفهوم ورڅخه تر لاسه کړي؛ که څه د ده د عصر په نورو شاعرانو او لیکوالو کې د عربي او دري ژبو ژور اغیز څرګندېږي؛ لیکن د بابا په شعر کې د نورو ژبو اغیز نه څرګندېږي، د ویلو طرز یې ساده دی او همدارنګه شعر کې یې پېچلي او مړه کلمات نه دي کارولي؛ که د نوموړي همعصر، بل شاعر شیخ متي له شعر سره پرتله کړو، را ته څرګنده به شي، هغه کلمات چې شیخ متي په خپل شعر کې کارولي بابا هوتک نه دي کارولي، د بابا شعر عام فهمه دی او د شیخ متي په شعر کې خورا داسې کلمات کارول شي، چې په اوس زمانه کې یا مړه دي او یا یې په مانا پوهېدل ډېره پلټنه غواړي؛ شیخ متي د شعر په یو بند کې راغلي :

جنډی زرغون که په بېدیا دی         د بربڼ خوا ته په خندا دی

ترنک چه خړ دئ په ژړا دی            دا ټول اغیز د مینې ستا دی

                     ټوله ښکلل دی ستا له لاسه

                     اې د پاســوالـــو پاسه پاسه

بابا هوتک چې تاسو یې د شعر بیتونه په همدې لیکنه کې پورته ولوستل، داسې کلمات نه دي راغلي، چې مانا او مفهوم یې د لوستونکو له پاره ستوزنمن، مبهم او یا د زیاتې پلټنې سبب شي.

باید هېره نه کړو د بابا په دغه ملي حماسي شعر کې ځای په ځای د ځېنو سیمو نومونه هم یاد شوي دي، چې پورته مو د شعر په بندونو کې ولوستل؛ لکه : غزني، کابل، مرغه او هم دا ډول د ټولې پښتونخوا نوم هم بیا بیا تکراروي؛ د بېلګې لپاره یې دوه بند راخلو:

پر سور غر بل راته نن اور دی        وګړیه جوړ راته پېغور دی

پر کلي کور باندې مغل راغی          هم په غزني هم په کابل راغی

یا :

آ، د مرغی غښتلیو راسئ         پر ننګ ولاړ د پښتونخوا سئ

تورې تېرې، غشي تر ملا سئ      پر کلي کور باندې مغل راغی

د بابا په شعر کې د نن ورځ دښمن له پاره دوه کلمې کارول شوي دي، چې د شعر په یوه برخه کې د ننني دښمن کلمې له پاره دښن کاروي او په بل بند کې مېرڅي کلمه کارولې ده، چې دواړه کلمې هممانا دي؛ د شعر په بندونو کې ګورو :

زلمو پر ننګ ځانونه مړه کړئ        دښن په غشیو مو پېیه کړئ

د پښتونخوا مځکې ساته کړئ        پر کلي کور باندې مغل راغی

بل بند کې لولو :

زما د زلمو ویني بهېږي         مځکه او غرونه په سره کېږي

میرڅي زغلي او ترهېږي         پر کلي کور باندې مغل راغی

د پښتو ژبې د دویمې هجري پېړۍ شاعر امیر کروړ په خپله ویاړنه کې د همدغو (دښمن، دښن او مېرڅي ) کلمو له پاره د مېرڅمنو چې د جمعې په بڼه راغلي، کارولې ده. هلته لولو :

غشي د من مې ځي، برېښنا پر مېرڅمنو باندې

په ژوبله یونم یرغالم پر تښتېدونو باندې

په ماتېدونو باندې        له ما اتل نسته

د مېرڅمن کلمه د زاهد پښتو ــ پښتو سیند د (مرڅی او دښمن) مانا کړې او مېرڅي یې د دښمني، کرکه او کېنه مانا کړې دی، چې تر ډېره مترادف مفهوم افاده کوي.

د شعر هنري خانګړتیاوې

موږ په شعرونو کې ګورو چې هر شاعر د شعر په وروستي بیت کې نوم یا تخلص راوړي، چې شاعر خپل تخلص ته ژمنتیا وښیي، د دې له پاره هم شاعر په خپل شعر کې تخلص د شعر په مقطع کې راړوړي چې د شعر پای ورڅخه څرګند شي، تخلص په شعر کې د دې له پاره هم کارول کېږي، چې وښیي شعر چا ته منسوب دی؛ په شعر کې یوازې تخلص نه بلکې نوم هم راوړل کېږي.

پخوانیو ځېنې شاعران تخلص دربار ته د ځان ورپېژندلو له پاره کاولی دی؛ پخوانیو شاعرانو چې به په دربارونو کې شعرونه ویل ډېری به یې د درباریانو مدحه او د دربار د رقیبانو غنده وه، د دې له پاره چې شاعر دربار ته نږدې او درباریان د ځان ښه وروپېژني په شعر کې به یې د نوم او یا د تخلص یادونه کوله؛ د شاعرانو تخلصونه به په داسې بڼه و، چې د شاعر د سیمې او وطن استازیتو وکړي؛ لکه: کاکړ، شېرازي یا به داسې و، چې د شاعر د کمال ور څخه څرګند شي؛ لکه: کروړ، فرخي او یا به داسې و، چې د شاعر دنده به ورڅخه ښکارېده؛ لکه: حلیمه حافظه ، حافظ ….

دلته که د بابا هوتک شعر ته له سر تر پایه ځېر شو؛ د بابا نوم او یا تخلص یې په بیتونو کې نه تر سترګو کېږي؛ له دې داسې هم څرګندېږي چې بابا ته د هر څه د وطن د دفاع او د خپلواکۍ د ستاتلو موضوع مهمه ده او نه د بابا شعر درباري شعر دی، چې درباریانو ته ځان ور نږدې او یا ښه ور پېژني؛ دا هم کېدای شي چې شعر په بشپړه توګه نه وي را انتقال شوی، ځکه چې د پټې خزانې لیکوال یاد شعر د خپل پلار له خولې را انتقال کړی دی؛ د پټې خزانې لیکوال محمد هوتک وایي “ هغه سندره زما پلار علیه رحمه داسې راته ویلې” له همدې امله ویلی شو، چې د پټې خزانې لیکوال به ملي سندره په بشپړه نه وي او یا به په بشپړ ډول نه وي راانتقال شوې.

د بابا په شعر کې ډېرې داسې کلمې راغلي چې شعر ته یې یو ډول سندریت او موسیقیت ور بښلی دی؛ لکه: اور دی ــ پېغور دی/ وارونه ـــ ګزارونه ــ ټټرونه  ….

زلمو په غشیو کړئ وارونه         د تېرو تورو ګزارونه

ور وړاندې کړئ خپل ټټرونه          پرکلي کور باندې مغل راغی

د پښتو په ملي او ولسي شاعرۍ کې (ونه ــ ونه) هغه توکي دي چې د شعر په سندریت او موسیقۍ په جوړونه کې زیات رول ادا کوي، چې په لنډیو کې ډېر لېدل کېږي.

د بابا شعر ټول اووه بنده دی، چې په دې بندونو کې د هر نیم بیتي څپه نهه، یوازې تکرارېدونکی کسر (پر کلي کور باندې مغل راغی) لس څپې دی او همدارنګه شعر پنځم بند کې (میرڅي زغلي تر هېږي) اته څپې راغلی دی.

د بابا د شعر په لومړي بند کې اور او پېغور د قافیې کلمې دي او دئ ــ دئ یې ردیف دی، په دویم بند کې یې وار ـ تلوار او ناتار د قافیې کلمې دي او (دئ) یې دریف راغلی، په درېیم بند کې یې را پښتونخوا او ملا د قافیې کلمې دي  او سئ یې ردیف دی، په درېیم بند کې وارونه ــ ګزارونه او ټټرونه د قافیې کلمې دي، په دې بند کې دریف نه دی کارېدلی، په پنځم بند کې بهېږي ــ کېږي او ترهېږي د قافیې کلمې راغلي دلته بیا هم ردیف نه دی کارېدلی، په شپږم بند کې یې جنګ ــ رنګ او ننګ د قافیې کلمې دي او دئ یې ردیف دی، په وروستي او اووم بند کې یې مړه ــ پېیه او ساته د قافیې کلمې دي او کړئ ور سره ردیف راغلی.

د عربي او دري ژبو په ابیاتو کې ډېر تشبېهات استعارې لېدل کېږي او د شعرونو مهم رکن یې بولي؛ معاصره شاعري هم یادې برخې ته په ډېر ارزښت ګوري؛ خو د بابا د عصر پښتو ژبې شاعران د شعر فن به تړاو مالومات محدود دی؛ د بابا د شعر په لومړي نیم بیت کې لولو:

په سور غر بل را ته نن اور دئ

بابا په پښتونخوا د مغلو شتون، جنګ، وينه تویول، د هغوی ظلم او تېری د اور سره تشبیه کوي؛ یعنې د مغلو ظلم، جنګ او تېری مشبه او اور مشبه به دی، د جنګ او ظلم له امله پاتې خصارات او د اور لګېدو له امله زیان وجه شبه ده.

د شعر فکري خانګړتیاوې

د بابا هوتک د سبکي وېش په لړ کې دا هم ویلی شو، چې د بابا شعر د شعري متن د تاریخي ارزښت لرونکی دی، د پښتني ټبرونو د ژوند پېښې، د ژوند شرایط ښیي او د بابا له شعر څخه دا هم څرګندېږي، چې په افغانانو کې له پېړیو پېړیو د خپلواکۍ د ساتلو احساسات موجود و او د خپلواکۍ په ارزښت پوهېدلی و او نه یې غوښتل چې پردي تېریګر د دوی په سیمو واکمني وکړي؛ لکه چې وایي:

غښتلیو ننګ کړئ دا مو وار دی        مغل راغلی په تلوار دی

په پښتونخوا کې یې ناتار دی           پر کلي کور باندې مغل راغی

د بابا د شعر له هر بند څخه څرګندېږي، چې پښتنو د خپلواکۍ د ساتلو له پاره په هغه وخت کې له مغلي تېریګرو سره وسله والې جګړې کولې/ کړي دي؛ له بله پلوه د شعر څخه دا مفهوم هم اخېستلی شو، چې بابا د خپل عصر یوه تاریخي پېښه د شعر په ژبه خوندي کړې ده؛ نو له همدې امله ویلی شو، چې د بابا شعر له تاریخي مزایاو څخه هم برخمن دی.

د تاریخي شواهدو له مخې مغل یو وحشي او ظالم قوم وو، دوی خپل ادبیات نه درلود، ټول فکر او تګلاره یې په بربریت او وحشت بنأ وه؛ خلک یې وژل، کلي یې سوځول، د انسانانو له سرونو یې څلي جوړول، خوی، خصلت کې یې تېری کول اغږل شوی وو. میر غلام محمد غبار د افغانستان در مسیر تاریخ په کتاب کې وایي: « د بلخ په ورانولو او د مینځه وړلو بسنه و نه کړه، بلکې خپلو کسانو ته یې وینا وکړه، ټول باغونه ته یې اور ورته کړ و یې سوځول، هغه کسان چې یې له ښار څخه د باندې دښتې ته اېستلي وو، په خپلو کسانو ووېشل، تر څو یې ټول له تېغه وویستل»

   په مقابل کې هغه قومونه چې د غوره مدنیت او بې ساري ادبیاتو څخه برخمن وو، په وړاندې یې ادیبانو د مقاومت او د ځوانانو د احساساتو د پارونې لپاره ادبي لار ونېوله، شاعرانو حماسي او مقاومتي اشعار ایجاد کړل؛ دا د دې سبب شول، چې د مغولو په وړاندې په لوړه روحیه د جګړې ډګر ته لاړ شي، د خپلو خلکو او کلیو څخه په مېړانه ساتنه وکړي؛ دا اشعار د دې سبب شول، چې په ولسونو او د قوم شاه زلمو سره هېوادینۍ مینه پیدا شي او دا مینه لا پسې پیاړوې شي؛ دا ټول مراحل د دې لامل شول چې بالاخره په ادبیاتو کې د مغولوالې تاثېر څرګند شو؛ دا لړۍ د بابا هوتک له همدې شعر څخه را پیلېږي او د ادبیاتو تر منځنۍ دورې را رسېږي، د خوشال خان خټک په شاعرۍ کې د مغولوالې تاثیر تر هر چا ډېر څرګند دي؛ دا تاثیر د رحمن بابا په شعرونو کې هم لېدل کېږي، پېر روښان، مخلص … په اشعارو کې لا ښه څرګند دی؛ حتی تر دې پورې چې د مغولو تاثیر په معاصرو او نن ورځې شاعرانو په شعرونو کې هم جوت او څرګند دی؛ معاصر شاعر پیر محمد کاروان وایي :

ده هم پنجه نرمه کړله د وخت له بل مغل سره

دلته یو سر تیری سپاهي د خوشال خان وسده دی

 داسې هم لېدل شوي، که شاعر غواړي د ظلم، بربریت او وحشت باندې بحث کوي د تشبیې په برخه کې یې مشبه به یې مغل او مغولواله وي.

د بابا له شعره ښکاري چې یو ټبر پاله او د غښتلې ارادې څښتن شخص و؛ څوک چې د خپل اولس او خلکو پالنه کوي، په حقیقت کې د خپلو خلکو د سوکالۍ او راحت ته پام کوي؛ بابا هم د خپل اولس د نورو له ظلم او زوره ساتي او په اولس کې په ځانګړي ډول په ځوانانو کې د خپلواکۍ اخېستلو زړی کري ، بابا سره خپله غښتلې اراده مرسته کوي چې د مرغه ځوانان راټول کړي او د خپلواکۍ په خوند یې وپوهوي. بابا وایي :

زلمو پر ننګ ځانونه مړه کړئ         دښن په غشیو مو پېیه کړئ

د پښتونخوا مځکې ساته کړئ         پر کلي کور باندې مغل راغی

د بابا فکري او شعوري کچه ډېره لوړه ده؛ ځکه چې د نور څخه زیات د خپلواکۍ په ارزښت پوهېدلی و او نه یې غوښتل چې ټبر یې په جسمي او شعوري ډول د نورو له غلامۍ او اغېزې لاندې وي.

د بابا په شعر کې وطني احساسات او پښتونوالې مینه غالبه ده، د وطني مینې احساسات یې په خوږه او ساده ژبه بیان کړي دي؛ استاد عبدالحی حبیبي وایي “ د شاعر فکر هم ډېر ساده او حماسي دورې نمایده دی؛ د هغې د پښتنو وطني احساس او د مینې تاوده احساسات ځېنې ښکاري” بابا د شعر په هر بند کې یو ډول دردمن احساسات او درد ناکې نارې ښکاري؛ بابا وایي :

پر سور غر بل راته نن اور دی      وګړیه جوړ راته پېغور دی

پر کلي کور باندې مغل راغی       هم په غزني هم په کابل راغی

یا :

غښتلیو ننګ کړئ دا مو وار دی      مغل راغلی په تلوار دی

په پښتونخوا کې یې ناتار دی        پر کلي کور باندې مغل راغی

بابا په فکري لحاظ د ولس زور ته معتقد دی؛ لکه څنګه چې اوسمهال په پښتنو کې یوه مشهوره اصطلاح ده؛ وایي د ولس زور د خدای ج زور دی. بابا وایي :

آ، د مرغی غښتلیو راسئ           پر ننګ ولاړ د پښتونخوا سئ

تورې تېرې، غشي تر ملا سئ       پر کلي کور باندې مغل راغی

دا چې، د بابا هوتک یوازینی یو معلوم شعر د پټې خزانې په مرسته موږ ته را رسېدلی، همدا وجه ده، چې په شعري بېلګو کې مو لاس تنګ دی او اړ و، چې د بېلابېلو شعري بېلګو د کارولو پر ځای له تکراري شعري بندونو څخه استفاده وکړو.

لېکنه: حضرت نبي شېرزی

ماخذونه:

۱ ــ حبیبي، پوهاند عبدالحی، ۱۳۸۲ ل / ۲۰۰۵ ز کال، د پښتو ادبیاتو تاریخ ( لومړی او دویم ټوک )، دانش خپرندیې ټولنې تخنیکي څانګه ــ پېښور.

۲ ــ روهي، څېړندو محمد صدیق، ۱۳۸۶ ل/ ۲۰۰۷ ز کال، ادبي څېړنې، دانش خپرندیې ټولنې تخنیکي څانګه ــ پېښور.

۳ ــ زاهد مشواڼی، عبدالقیوم، ۱۳۸۵ ل ــ ۲۰۰۶ ز کال، زاهد پښتو ــ پښتو سېند، دانش خپرندیې ټولنې تخنیکي څانګه ــ پېښور.

۴ ــ غبار، غلام محمد، ۱۳۸۰ هـ . ق / ۲۰۰۱ م افغانستان در مسیر تاریخ جلد اول و جلد دوم، مرکز نشراتی میوند ــ کتابخانه، سبا.

۵ــ غضنفر اسدالله او منلی نجیب، ۱۴۰۴ ل کال، د ادبیاتو دنیا ( پر ادبي موضوعاتو مرکې او بحثونه ) مازیګر کتاب پلورنځی.

۶ــ هوتک محمد ۱۳۳۹ هـ . ش کال دویم چاپ، پټه خزانه، مؤسسه نشرات آریانا ډهکی نعلبندی قصه خوانی بازار پشاور.

۷ ــ کاروان پیرمحمد، ۱۳۸۷ل کال، یو زرغون د نغمو سیند، دانش خپرندویه ټولنه.

1 COMMENT

  1. ښاغلی شیرزی صاحب،

    په درناوي، غواړم ستاسو د لیکنې د ځینو ژبنیو او تاریخي ټکو په اړه علمي وضاحت وړاندې کړم.
    د دې لیک هدفpolemuc
    نه دی، بلکې د مستندو واقعیتونو روښانه کول دي

    د ژبپوهنې او میداني واقعیتونو له مخې، د افغانستان په ډیرو ولایتونو کي[پکتیا پکتیکا ،غزني ګڼشمیر پښتانه ] همداراز (روزګان، زابل، کندهار، هلمند، نیمروز)، لوېدیځو سیمو (فراه، غور، هرات)، شمالي ولایتونو (سمنګان، کندوز او نور)، او همدارنګه د ډیورنډ کرښې هغې غاړې په بلوچستان او وزیرستانونو کې مېشت پښتانه، په مطلق اکثریت سره د (ږ) توری په خپل اصلي فونیتیکي ارزښت (ږ) کاروي—هم په لیکنه او هم په وینا کې.

    یوازې د بلوچستان په ځینو محدودو سیمو کې د پښتنو یو کوچنی قومي ګروپ، چې د کاسیانو په نوم پېژندل کېږي، د (ږ) پر ځای د (ژ) تلفظ او(ش) د(ښ) پرځای تلفظ کوي. دا ګروپ له ژبني پلوه اقلیت دی، او د دوی تلفظ د عمومي پښتني ژبني معیار استازیتوب نه سي کولای. همدارنګه، هغه لږ شمېر افغان مهاجر چې په همدې سیمو کې زېږېدلي یا روزل سوي دي، د سیمې د ژبني اغېز له امله هماغه تلفظ کاروي، چې دا هم یو محدود او استثنايي حالت دی.

    د ژبې، لهجې او تاریخي متونو په اړه لیکنه او اظهار نظر یو لوړ علمي مسؤلیت لري. ناسم تعمیم، نیمګړی استدلال یا غیر دقیق معلومات نه یوازې علمي ارزښت ته زیان رسوي، بلکې د تاریخي حافظې او کلتوري هویت د تحریف سبب هم ګرځي.

    په همدې تړاو، د تاریخي اثارو—لکه پټه خزانه—په اړه دا نظر چې د یوې ځانګړې لهجې له امله باید متن ته بدلون ورکړل سي، د تاریخي متودولوژۍ او اکادمیکو اصولو خلاف دی. تاریخي متون باید د خپلې زمانې، ژبې او لهجې په چوکاټ کې مطالعه سي، نه دا چې د معاصرو ذوقونو یا سیمه‌ییزو معیارونو له مخې تحریف سي.

    که چېرې یو څېړونکی د خپلې لهجې پر بنسټ د بلې لهجې متن ته بدلون ورکوي، دا عمل به په طبیعي ډول علمي اعتراضونه او منطقي غبرګونونه را وپاروي—که هغه له ختیځه وي یا له لوېدیځه.

    په پای کې، د نړیوالو علمي معیارونو له مخې، د ژبنیو تنوعو درناوی یو منل سوی اصل دی. نه علمي اخلاق، نه تاریخي صداقت، او نه هم حقوقي منطق دا اجازه ورکوي چې څوک د بلې لهجې تحریف وکړي، ناسم معلومات خپاره کړي، یا د ژبني هویت د سپکاوي سبب سي.

    په درناوي.

    شيرزی صاحب,

    ستاد لیکني دیره لږ لومړۍ برخه مي ولوستله زړه مي ورته تنګ سو. همداراز څومیاشتي وړاندي مي دارینزي صاحب مرکه واوریدله ډیر مي پیاد نه ده ښايی دهمدې پټي خزانې په اړه یې ویل «لویدیځه لهجه پکي ډیره ده، غواړم وایی ړوم » فکرکوم همدا یې هدف و نه پوهیږو دژبني دکوم قانون له مخي دی اجازه لري ؟

    ډاکټر عتیق

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لغمان کې تر میلاد مخکې دورې لرغونی اثار وموندل شول

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۴ مه) د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان...