دا نظم د استاد اسدالله غضنفر«د زرو هیندارو کور» اثرپه دوهم ټوک کې د خوست د خلکو یوه کیسه ترنوم لاندې له خپرې شوې کیسې څخه په اغیز کې ولیکل شو. استاد د کیسې لیکونکې بي بي آمنه ښودلې. ما دغې کیسې ته په نظم کې نوم «موږ قاضي او وریځې» کیښود. په درنښت
…………………
د کلــونو مســــــــــاپــر راته له لــرې
په زړګې کې وي ښې خوږې خبرې
د سیند غاړې ته داوس په نمت تم شو
کینوست دی دسیند دغاړې پر ډبرې
*********
له ملا ځینې يي خلاصه کړه امــــیانۍ
پکې نغښتي يي وې خدایږو څو روپۍ
دا یی کـــیښوده ډبـــرو کې هــما لـــته
ورسره يي لاهم پریښـــودې څـــپلۍ
********
شــو ورکښـــته دی د ســـــیند تازه اوبــوته
ځان يي وسپاره یو څـو شیـــبې څپـــــــو ته
په ورو ورو د سین څپې په مســـتۍ راغـلي
ور نـږدې شـوې امیـانۍ او څـو روپـو تـه
********
څـــــپو یـــوړه د خـــوارکــوټي دا کــڅـــوړه
ژبـــه شــــوه د ده یـــوڅـــه شــانــې تــتـوړه
وي. شاوخوا کې خوڅوک نشته نو دا څنګه؟
زمــا د څــو کلـوو خـوارۍ چـا لـه مـا یـوړه
********
را روان شــه د هـغـه ښــار، و قــاضـي تــه
وي: راغــلی یـم د ښــارکــې مـزدوري تـه
زمــا روپـۍ يـي رانـه یـووړې په څـه جرم
اک اریـان یـمـه زه دا ډول بــازي تــه
********
قـاضـی وې: دلـتـه غـل نـشـتـه عـدالـت دی
دلــتـه مــیـنــه ورولي ســم قـضـاوت دی
مـســاپر هـم وې : دغـلـو خـبـره نـه کـړم
مــا راوړی لـه دې سـیـنده شـکـایــت دی
**********
قـاضـی ژر ورتــه یـوڅـه پـه قـلم لیـک کــړل
وی: ور درومه دامې سین ته ټیک په ټیک کړل
ورښکاره دغه کاغذ په هغه کړه په هغه ځای کې
مــا څـرګـند ورتـه رازونـه ډیــر بـاریـک کــړل
**********
مـســـاپرهـم کـاغــذ ویـنوبـیـا اوبـو تـه
یـوه څـپـه يــي نـاڅــاپــې راغله پښو ته
امـیـانـۍ يـي ورتـه پـریـښـوده او لاړه
دی حیـ-ران شــو دغـه شانې کړو وړو ته
*******
پــه ســبا قـاضـی ته ورغـی پـه مـنـډه
دروپـو يـي ورتــه کــیښـودلـه پـڼـده
وې:داخپـله شیریني ځیـنـې درواخـــله
تــا زمــا پـیـسې پـیدا کـړې بـیله ځنډه
***********
سـتا پـه مـا بـاندې داحـق کـیږي جـنابه!
زه دې خلاص کړمه له رنځه له عذابه
قاضی وي: ما خو ستا حق درسپارلی
دا مـې دنـده کړه تـرسـره لـه کـتـابـه
*********
مسافر وې:زموږ په ملک کې رواج بل دی
په خپل حق کې، رشوت ، او تاراج تل دی
پـه هـرکـار کـې دقـاضی صیب برخه بیله
دقـلـم پــه نــوم کـولـنـګ ورسـره مـل دی
**********
بیا قاضي وي: مسافره ستا وطن کې
باران هم اورې؟کنه په دې فتن کې
مسافر وي: باران اوري خو حیران شو
قاضی وغوښتې اوريځې په یوه هن کې
**********
وي: اوروئ دمـسافـر پـه مـلک باران؟
چـې قـاضـي پـه کې رشوت اخلي عیان
دوریـځـو ورتـه داســې وو. ځــواب
بـارانــونـه اوروو ورتــه د زیــان
**********
پـه بـهـارکـې باران وکړو فصل شین شي
چـې دافـصل بیا اوبو ته ډیـر اړیــن شـي
بـاران بـند کـړو فـصل وسـوځې لـه تندې
زموږ له دوئ سره حساب دا ډول سپین شي
**********
یا يي هم چې فصل ورسي اوپوخ شي
شړقنده باران په فصل باندې شوخ[1] شي
په یوه شیبه کې ټول حاصل وراسته کړي
بیا تر ډیرو پوري زړونه يي په سوخ شی.
********
سوخ :په سیمه ییزه ګړدودکې له سوخت څخه مراد دی.
[1]سوخ