(۱) احمد او محمود سره پخلا شول.
(۲) احمد په قهر سره وویل.
(۳) احمد او محمود سره ووتل.
که په لومړۍ جمله کې (سره) وباسو، نه په معنا کې فرق راځي، نه د جملې جوړښت ته صدمه رسېږي. البته، داسې ګڼو چې دلته (سره) د (پخلا شول) د فعل لپاره توضیحي او تاکیدي نقش لري. توضیحي په دې معنا چې له بل چا سره د دوی پخلا کېدل نه بلکې د دوی په خپل منځ کې پخلا کېدل یادوو او تاکیدي په دې معنا چې که دا خبره واضح هم وي چې د دوی د خپل منځ پخلا کېدا ته اشاره کوو، (سره) په جمله کې د دې لپاره زیاتوو چې په دې پېښه باندې تاکید وشي.
په دویمه جمله کې (سره) د یوه قیدي عبارت (په قهر سره) برخه ده چې دلته یې هم نشتوالی نه د جملې او نه د قیدي عبارت جوړښت ته صدمه رسوي او نه معنا بدلوي خو په قهر ویلو باندې د یو څه تاکید احساس راکولای شي.
په دریمه جمله کې د (سره) شتون او نه شتون د معنا یو کوچینی فرق راوستلای شي. که (سره) پکې وي نو دا واضح شوه چې احمد او محمود یو ځای وتلي دي او که (سره) ونه وایو، بیا دا احتمال هم شته چې یو ځای به نه وي وتلي. د لومړۍ جملې په نسبت په دریمه جمله کې د (سره) توضیحي نقش یو څه ډېر دی. په لومړۍ جمله کې د (سره) نشتوالی په عادي حالت کې دا شک نه راپیدا کوي چې د دوی د خپل منځ پخلا کېدو ته اشاره نه کوو خو په دریمه جمله کې د (سره) نشتوالی په عادي حالت کې دا شک پیدا کولای شي چې دوی ممکن له یو بله بېل وتلي وي.
(۴) احمد له محمود سره وران دی.
(۵) احمد له جاهلانو سره اوسي.
(۶)احمد او محمود سره وران دي.
په څلورمه او پنځمه جمله کې که (سره) وباسو، جمله شړېږي. په شپږمه جمله کې د (سره) نشتوالی جمله نه شړوي خو معنا یې وربدلوي. (احمد او محمود وران دي) یعنې احمد او محمود ورانی کوي، حال دا چې (احمد او محمود سره روان دي) یعنې له یو بل سره یې جوړه نه ده.
ځينې فعلونه (لکه مرکه کول، خواله کول، مخامخ کېدل، جګړه کول، غږېدل…) د یو کس کار نه وي او اورېدونکي ته جمله هغه وخت پوره ښکاري چې (سره) پکې راوړو: احمد له محمود سره وغږېده؛ خبریال له وزیر سره مرکه وکړه…
پاسني مثالونه راښيي چې (سره) په ځینو قیدي عبارتونو کې اختیاري دی او په ځینو کې اجباري. دغه راز (سره) له ځینو فعلونو سره خامخا راځي (سره ورانېدل= له یو بل سره مخالف کېدل) او له ځینو نورو سره یوازې یو تاکیدي یا توضیحي نقش لري.
استاد زیار (سره) کړول ډوله وییکی بولي (پښو پښویه، څلورم چاپ ۲۰۲ مخ) چې د فعل په معنا کې د وضوح او تاکید پازه یې قید ته ورته ده.
(۷) احمد او محمود بازار ته لاړل.
(۸) احمد له محمود سره بازار ته لاړ.
بازار ته دوه کسه تللي دي خو په یوه جمله کې فعل ډېر ګړی او په بل کې یو ګړی دی. ولې؟
اوومه جمله دې پوښتنې ته ځواب ورکوي چې: بازار ته څوک تللي دي؟ خو اتمه جمله د دې پوښتنې ځواب دی چې احمد بازار ته په څه ډول تللی دی؟
په اتمه جمله کې مسند الیه یعنې د جملې هغه برخه چې د هغې په باره کې څه وایو، یوازې له احمد سره تعلق لري خو په اوومه کې احمد او محمود دواړه په مسند الیه کې شامل دي او فعل یې په همدې وجه جمع دی.
ّّهغه کلمه چې د فعل په اړه توضیح ورکوي، قید بولو. (له محمود سره) عبارت چې په اتمه جمله کې د احمد د تللو د فعل په اړه یو څه راته وایي، د قید غوندې نقش تر سره کوي.
(له+اسم+ سره) کله د فعل لپاره قید ته ورته دنده تر سره کوي (لکه په اتمه جمله کې) او کله د فعل د مفعول پازه لري، لکه په څلورمه، نهمه او لسمه جمله کې:
(۹) احمد له محمود سره خبره وکړه.
(۱۰) احمد له محمود سره مرکه وکړه.
کله کله د (په+اسم+سره) جوړښت په اړه قضاوت مشکل شي چې د جملې قیدي عبارت یې وبولو او که د مفعول نقش ورته قایل شو.
استاد زیار د (په) په اړه لیکي:« له (سره) اوستربل سره یو لوښیز (الی حالت) راښیي، لکه په بیاتي سره، په چړې سره، په وینا سره، په زور سره، په خوښۍ سره…کله کله ترې (سره) اوستربل لوېدای هم شي او اړوند نوم هم بې اوښتونه پاتېږي، لکه: په چاړه. په خوښه که په زور وي، له مظلوم د ظالم لاس لنډېږي…»
د استاد په نظر د ذریعې او وسیلې په قیدي عبارت (په چړې سره ،په بیاتي سره..) کې او د حالت په قیدي عبارت (په خوښۍ سره، په زور سره…) کې کله کله (سره) لوېږي خو زما په ګومان د حالت او ذریعې په اکثرو قیدي عبارتونو کې (سره) نه وي. ما د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره درې لنډ متنونه (د دستارنامې شلم خصلت، د استاد حبیبي توریالۍ پښتنه او د الفت نثري کلیاتو د پنځم چاپ په دوه سوه اووه نویم مخ کې د غم او خوشحالي په نوم لیکنه) په تصادفي ډول انتخاب کړل او ولوستل او هغه جملې مې راوایستلې چې د (په+اسم) عبارت کې د (سره) شتون ممکن و خو ان په یوه ځای کې هم (سره) نه و راغلی. په دغو جملو کې لومړۍ درې جملې د دستارنامې، ورپسې دوه د استاد الفت او وروستۍ څلور جملې د استاد حبیبي دي:
« د جامې خیرې په صابون لرې کېږي، د ګناه خبرې په توبه په استغفار لرې کېږي.»
« ګناه که په قصد وي که په نسیان، په واړو کې امیدواري د مغفرت شته.»
« … چې څوک یې وظیفه کا بې ایمانه به له جهانه د حق په فضل لاړ نه شي.»
«دغه اجباري واده دا مجبوره کړه چې په زهرو ځان ووژني او له ډولۍ نه جنازه جوړه کړي.»
«… خوشحالي څوک په زور او اقتدار یا په ډېرو پیسو کور ته نه شي راوړلی…»
«… چې سپوږمۍ یې په حسن شرموله.»
«په ډېر افسوس تاسې او تورپیکۍ په خدای سپارم.»
«… په خورا قهر یې وویل…»
« د کلا دننه غازیان ټوله د غلیم په طیارو، ټوپکو او توپو شهیدان شوي دي.»
د استاد آصف صمیم په راټولو کړیو متلونو (د متلونو کلیات) کې شاوخوا دېرش متلونه د (په + اسم) په قیدي عبارت پیلېږي. په دغو کې یوازې یو عبارت داسې دی چې (سره) هم پکې شته:« په چل سره مار هم نیولی شي.» دلته د (سره) د راتلو وجه د (چل) د اسم لنډوالی دی. د قیدي عبارت اسم چې یو سیلابه وي، دا امکان زیاتېږي چې (سره) ورسره شي. موږ (په پام سره) زیات اورو، ځکه د (پام) د لنډوالي په وجه، که ټینګار ته اړتیا وي یا نه خو ممکن (سره) راوړو، مګر (په توجه سره) معمولا هغه وخت وایو چې ټینګار ته اړتیا وي. د در مکنون په اته شپېتم مخ کې لولو:«چې حضرت له معراجه راغی، کفارو تصدیق د حضرت (ص) د قول نه کاوه او له حضرته یې نښانۍ د هغه ځای غوښتې چې حضرت (ص) ورته په توجه سره نه وو کتلي. له دې جهته خدای تعالی حضرت (ص) ته بیت المقدس مخامخ ودراوه چې کافرانو به پوښتنه کوله او حضرت (ص) په مکه کې بیت المقدس ته کتل او ځواب به یې کافرانو ته ورکاوه.»
چې په قیدي عبارتونو کې ټینګار ته اړتیا نه وي، (سره) ډېر ځله نه راوړل کېږي. د پښتو ادب د منل شویو استادانو د جملو په قیدي عبارتونو کې چې چیرته (سره) راغلی، ډیر ځله یې دلیل موندلای شو، مثلا د کلام د سلاست یا د ټینګار تقاضا وي.
د رحمان بابا په لاندې بیتونو کې تاکیدي نقش لري او ښه لګېږي:
چې د زلفو په کمند سره دې راکیښ
په بلا دې ګرفتار کړ زما دل
که په صبر سره تور کاڼی لعل کېږي
لعل یې مه کړه، پر دا هسې شواخوان
ذریعه چې په اصل کې د بل شي لپاره وي او یا غیرمادي ذریعه وي (لکه په صبر سره) نو دا چانس یو څه ډېرېږي چې (سره) په قیدي عبارت کې شامله شي.
په دستارنامه کې لولو:«…هونبره قطره شاهین هونبره لویه زاڼه په همت سره وهي.»
د ذریعې په قیدي عبارت کې چې ذریعه د خپل اصلي کارلپاره راغلې وي، دا امکان کم دی چې (سره) ورسره راشي. ډیر ځله اورو چې په ستن یې وګنډه، په ماشین (خیاطی ماشین) یې وګنډه، په چاړه یې غوڅ کړه، په بیاتي یې څیرې کړه… خو که همدا وسایل د بل شي لپاره استعمال شي، بیا دا چانس یو څه زیاتېږي چې (سره) په قیدي عبارت کې شامل شي، لکه په دې جمله کې چې له ستن څخه یوه بله استفاده شوې ده: له پښې څخه مې اغزی په ستن سره راوایست.
دا هم کېدونې ده چې د ابهام د مخنیوي لپاره له (په+اسم) قیدي عبارت سره( سره) زیات شي: هغه یې په بې رحمۍ سره وواژه.
دلته که سره نه وي نو دا معنا هم لرلای شي چې بې رحمي یې کوله او ووژل شو.
دا سمه ده چې د ذریعې قیدي عبارتونه (لکه په دې جمله کې په توره: په ډېران مړ خر یې په توره وواهنه) یا د حالت او کیفیت قیدي عبارتونه (لکه په دې جمله کې په مړو سترګو: ما ته په مړو سترګو کتل مه کوه) که له (سره) وییکي سره راشي، ناسم نه دي خو که خاصه اړتیا پوره نکړي، ممکن د بې خوندۍ سبب شي. د استاد الفت په دې جمله کې د قیدي عبارت (سره) د دې لپاره دی چې ورپسې عبارت هم پر (په) پیلېږي او لیکوال بهتره ګڼلې ده چې د دواړو عبارتونو فرق لا محسوس شي:«… یو سم او صحیح انسان د یوې سمې او صحیح نقشې او صحیح پروګرام په طرح کولو سره په دنیا کې لوی لوی کارونه کوي…»(د الفت نثري کلیات، پنځم چاپ،۲۸۲ مخ)
موږ ممکن غوره وبولو چې (په خواشینۍ سره) ووایو، نه (په خواشینۍ) ولې؟ په غالب ګومان د جملې د موسیقي او سلاست اړتیا ده. د ایاز داوود زي په(ادبي هڅې) کې لولو:« ګلستان میدان ته راووتلو چې هره میاشت په باقاعدګۍ سره چاپېږي.» د (ادبي هڅې) بله جمله:
«اوس به په ازادۍ سره خوراک څښاک کوي.»(۷۴۲ مخ)
په تاریخ مرصع کې لولو:«… یو مرید شعر د عربي په غاړه د پښتو په خوښ اوازۍ سره لوست.»( ۶۰۶ مخ)
له هغو اسمونو سره هم چې وروستی توری یې(ت) وي، د (سره) د راوړلو امکان شاید یو څه زیات شي. رحمان بابا فرمایي:
خزانه په سخاوت سره زیاتېږي
د کوهي اوبه چې وکاږې بسیار شي
په دستارنامه کې لولو: «په حلم، په برداشت سره وران کارونه سازېږي. په نه حلم ودان کارونه وران شي.»
حنان بارکزی وایي:
آبرویي په قناعت سره زیاتېږي
ګوهر ګوره تږی پروت وي په دریاب کې
ډاکتر عبدالرازق پالوال په خپل کتاب (معیاري پښتو) کې د وییکو په شمول د پښتو ژبې او ګرامر په مختلفو مسایلو غږېدلی دی. د بل، سربل، اوستر بل، منځبل، غبرګ بل او یو ستوی بل کلمې هم لکه چې دوی جوړې کړې دي.
ډاکتر پالوال د (په…سره) په اړه لیکي:«د اسم آلي حالت ښووي چې د وسیلې په توګه استعمالېږي.»
د معیاري پښتو مولف لیکي چې په اوسنیو ګڼو لیکنو کې د (په…سره) په ځای (په … باندې)راځي او دا غلطه ده. دوی له رسنیو مثالونه راوړي دي، لکه دا جمله: «په عراق کې یې په B52 باندې بمباري وکړه.»
استاد لیکي:«وړاندنۍ کرښه داسې مانا ورکوي چې بمباري پر B52 باندې سوې ده. B52 په مفعولي حالت کې واقع کېږي خو د ویاند مراد به خود داسې و:«په عراق کې یې په B52 سره بمباري وکړه.» (معیاري پښتو،۲۰۲ مخ)
ډاکتر پالوال په دغو دوو جملو کې لومړۍ ناسمه او دویمه سمه ګڼی:
« د هغه وخت په وسایلو باندې کار نه کیدی.»
« د هغه وخت په وسایلو سره کار نه کیدی.»
ډاکتر پالوال استدلال کوي چې د (په… باندې) په منځ کې اسم مفعولي حالت مومي خو د (په…سره) په منځ کې اسم د ذریعې نقش خپلوي.
ډاکتر پالوال د (په …سره) د نه راوړلو عیب ته اشاره کړې ده خو په اوسنیو مطبوعاتو کې داسې جملې هم کمې نه دي چې د (په…سره) بې ځایه راوړلو ژوبلې کړې دي چې تر ډیره حده د ناسمې ژباړې اغیز ښکاري.
وییکي مختلفې معناګانې لري او د یوې ژبې وییکي له بلې ژبې سره په اسانه سمون نه خوري. بله دا چې ځینې کلمې او فعلونه له خاصو وییکو سره راځي او دا په هره ژبه کې فرق کوي. د انګریزي with په ډکشنري کې ممکن (سره) وژباړو، حال دا چې په ګڼو جملو کې به په پښتو کې د انګریزي with ته بل معادل پیدا کوو. په انګریزي کې راځي چې: .Ahmad is in bed with cold
دا جمله که ټکي په ټکي ژباړو نو لیکو به چې احمد په زکام سره بستري دی، خو موږ به په سمه پښتو کې د زکام له کبله یا د زکام په وجه یا داسې بل څه وایو، نه (په زکام سره)
د دري (با) د پښتو د (سره) معادل وییکی دی مګر په ډیرو ځایونو کې د دري د(با) په ځای باید بل وییکی مومو. په دري کې د معاوضې او مبادلې د مفهوم د رسولو لپاره (با) راځي: با این پول نمی توان موتر خرید. موږ ممکن د (با) پښتو معادل (سره) ته پام وي او ویې ژباړو چې: په دې پیسو سره موټر نه شو رانیولی؛ حال دا چې دلته (سره) نه غواړي. په دري کې وایو: مردی با لباس آبی وارد سالون شد. موږ یې ممکن ناسم وژباړو چې: له شنو جامو سره یو سړی سالون ته دننه شو. حال دا چې (په شنو جامو کې) یا (د شنو جامو) عبارتونه یې پښتو معادل دي: ما ته د تورو جامو یار راولئ. که ووایو چې یار دې له تورو جامو سره راشي، نو منظور مو باید دا وي چې دی دې هم راشي او د تورو جامو کڅوړه دې هم ورسره وي.
د حالت قیدي عبارت په دري کې ډیر ځله د (با) وییکي په مرسته جوړېږي: مرد با چشمان اشک آلود ګفت… چې (سړي په ژړاندو لېمو سره وویل) یې ډېره ښه پښتو نه ده. موږ بهتره ده ولیکو: سړي په ژړاندو لېمو وویل. په دري کې لیکو: او با پیشانی باز صحبت میکرد. خو په پښتو کې باید ولیکو: هغه په ورین تندي خبرې کولې. دغه راز (او با دل شکسته ګفت) به (هغه په مات زړه وویل) ژباړو. لکه څنګه چې مو وویل په دري کې د حالت د قیدي عبارت په جوړښت کې (با) راځي خو پښتو جمله په دغسې ځای کې (سره) نه غواړي: دی په سپینه ږیره کار کوي. دی امسا په لاس جومات ته روان وي. دی په کوپه ملا واده غواړي. ده په هغه لویه تنه دروغ وویل.
په هغو جملو کې چې ساده ستاینوم د قیدي عبارت ځای نیولی شي، د ستاینوم راوړل معمولا بهتره وي. تر (الف) جملې، (ب) جمله طبیعي ښکاري:
(الف) هغه په خوشحالۍ سره راغی.
( ب) هغه خوشحاله راغی.
ګومان کوم (الف) جمله هم د ژباړې د منفي اثر پیداوار ده. په دري کې راځي چې:(احمد با ناراحتی جلسه را ترک کرد.) چې په پښتو کې داسې بهتره ده: هغه له غونډې خوابدی ووت.
(په موټر کې ورغلم.) او (له موټر سره ورغلم.) د دوو بېلو مقصدونو لپاره راوړو. که یو څوک را ته منتظر وي چې ژر یې کور ته ورسوو، نو ممکن ووایو، له موټر سره ورغلم. یعنې د هغه رسول اصلي مقصد دی. خو (په موټر کې ورغلم.) د ځان د رسولو په اړه ده. موږ نه وایو چې (په سطل سره مې اوبه راوړې.) بلکې وایو چې (په سطل کې مې اوبه راوړې.) خو (اوبه مې له سطل سره راوړې.) هغه وخت وایو چې هم د اوبو او هم د سطل راوړل مقصد وي.
د (سره) ناسم،ترجمه ډوله او بې خونده استعمال تر ټولو زیات مثالونه په همدې (په+اسم+سره) جوړښت کې موندلای شو چې په ځینو جملو کې ناسم او په ګڼو نورو کې غیرضروري او مصنوعي ښکاري.
د (له+اسم+سره) جوړښت په اړه ډاکتر پالوال لیکي چې:«د نښلونې حالت، چې یو څه له بله سره ملګرتیا او اړه پیدا کوي.»(معیاري پښتو، ۱۹۵مخ)
د استاد زیار تر ژبني غورځنګ له مخه (د…سره) او ( له…سره) دواړه عام وو خو داسې ښکاري چې په افغانستان کې د ډاکتر زیار هڅو نتیجه ورکړې ده او اوس دا معیار ګڼل کېږي چې (له…سره) ولیکو. څرنګه چې زموږ کلاسیکو استادانو تر ډېره حده (له…سره) لیکلی دی، توقع ده په پښتونخو ا کې به هم ورو ورو (له…سره) په معیار بدل شي.
پوهاند ډاکتر زیار (د خوشحال ادبي پښتو) کې لیکي چې خوشحال خټک په ځینو شعرونو کې د (له…سره) جوړې څخه، په نادود او ناکره ډول، (سره) غورځوي، مثلا وایي: لکه څوک له خپله یاره لاس تر غاړه.
زما په خیال پخوانو ته دا غورځېدا ناکره نه برېښېده او د شعري اختیاراتو (Poetic License) برخه یې ګڼله. رحمان بابا فرمایي:
چې اشنا شي ستا له دره له دېواله
انتظار یې په روضه د رضوان څه دی
په (له+سره) کې د (له)غورځېدا په اوسني ادب کې هم وینو:
په دې افتاده ګۍ کې مې جنون ګوره پسرلیه
د سیوري غوندې هره ورځ له لمره سر وهم
( غزلبڼ)
استاد لیکي چې د خوشحال په دې مصرعه کې هم (سره) غورځېدلی دی: میړني دي چې یادېږي په سندرو هم په ویر.
زما په خیال غورځول شوی اوستربل به (سره) نه بلکې (کې) وي، ځکه یو اسم چې د ظرف واقعي یا خیالي ځانګړنه ولري، په پښتو کې له (کې) سره د راتلو چانس ډېر لري:هغه په خبرو کې یاد شو، هغه په سندرو کې یاد شو، هغه په خندا کې وویل، هغه په ژړا کې وویل…
د (له…سره) په جوړه کې چې خصوصا له ضمیر سره راشي، د پښتو په ختیځه حوزه کې د سربل د غورځېدا چانس ډیر دی. په ځولۍ ګلونه کې لولو: «ته ما سره پس پس، زه تا سره ګور ګور.» البته، دغه پېښه اوسنۍ نه ده. په تېرو پیړیو کې یې هم څه نا څه مثالونه شته. استاد زیار یې د خوشحال په شعرونو کې مثالونه راوړي دي. رحمان بابا فرمایي:
دنیادار که دنیادار په سیم و زر دی
هنرمندو سره ګنج د خپل هنر دی
د قند مجلې د ۱۹۷۲ کال د جنوري او فبروري په ګڼه کې د ایاز داوودزي په خپاره شوي لیک کې چې د مجلې مدیر قمر راهي ته یې لیکلی دی، لولو:« بس تاسو قند زر زر راوباسئ چې هم تا سره لیده کېږي، هم ملګرو سره.» (ادبي هڅې، ۸۱۰ مخ)
استاد زیار لیکي چې د خوشحال خټک په شعرونو کې یې د باوجود په معنا (سره له) او (سره سره) هیچرې نه دي لیدلي او له دې برېښي چې دا د اوسني وخت لغتونه دي.(دخوشحال ادبي پښتو،۸۳ مخ)
د باوجود په معنا سربېره یو بل (سره سره) هم په شلمه پیړۍ کې د پښتونخوا نثرونو ته د ژباړې له لارې راغلی دی. د ایاز داوودزي جمله ده:«نظیرجان هم د وخت سره سره روان و. د اولس [مجلې] ایډیټر شو…»
(سره) د معیت او ملګرتیا د معنا د رسولو لپاره (لکه په دریمه او اتمه جمله کې) په اوسنو او پخوانو آثارو کې ډیر زیات استعمال شوی دی. د (سره) نورې معناوې هم له همدې معنا راوتلې ښکاري. د دوو کسانو مخامخېدل (احمد او محمود سره مخامخ شول) یا په یوه چار کې شرېکېدل (احمد او محمود خواله سره کاوه.) له همدې معنا راوتلي دي. په دې جمله کې چې هغوی سره وجنګېدل؛ (سره) بیا هم د ملګرتیا مفهوم رسوي، یعنې دوی په دې کې سره متفق وو چې سره وجنګېږي. مشهوره جمله ده چې پښتنو په دې کې سره اتفاق کړی دی چې اتفاق به سره نه کوي.
(سره) په یوه بله معنا کې د شتون او موجودیت او ملکیت معنا رسوي. شاه سعود وایي:
ورځ مې نلرله شپه راسره نه وه
د ژوندون یوه شېبه راسره نه وه
د (سره) د همدې معنا د رسولو لپاره پخوانو د (څخه) وییکی ډېر ځله کارولی دی. رحمان بابا فرمایي:
هغه قند چې خدای زما په خوله کې کښېښود
حلوایانو څخه نشته هسې خوند
څه عجب دی که همای یې په دام نښلي
هر صیاد څخه چې دام دی د اخلاص
(سره) په یوه بله معنا کې (په خپل منځ کې یا یو له بله) معنا رسوي. رحمان بابا فرمایي:
عاشقي او خودبیني دي سره لرې
که مطلب دې عاشقي وي خودبین مه شه
په یو بل بیت کې بیا په همدغسې جمله کې (وبله= یوله بله) راوړي:
عاشقي او ننګ و نام دي وبله لرې
څو به عمر واړه غم د نام و ننګ خورم
په ځینو عبارتونو کې (سره) کله کله د (په اړه)، (په باره کې) او( په حق کې) معنا هم رسوي:له هغه سره ظلم شوی دی. له ده سره څه وکړم؟ چې دلته (له هغه سره) او (له ده سره) د ده یا هغه په حق کې معنا ښندي. خوشحال فرمایي:
چې زما سره یې کا پورې حیران یم
خپل پردي فن او فنون سحر دمونه
دلته (زما سره) زما په اړه یا زما په حق کې معنا ښندي.
(سره) د (سره سم) قید معنا هم لېږدوي. مثال یې د شاه سعود د دې ښکلي نظم په وروستي کرښه کې وګورئ:
د خپل زوړ کالج په لیدو
کالج هماغه رنګې سره سره دېوالونه لري
خلک هماغسې ورځي او رخصتېږي ترېنه
هم هاغه شانتې پکې خلک سبقونه لولي
هماغه علم دی چې ورځ په ورځ خپرېږي ترېنه
خو زه او ته ترې نه جانانه څومره لرې راغلو
لکه د شمعې د وجود نه چې رڼا لرې شي
لکه شپېلۍ نه چې نغمې د غرونو مخه وکړي
لکه مرګي سره چې شونډو نه موسکا لرې شي
(سره) د یوځایوالي معنا هم رسوي. په دستارنامه کې لولو:« رسالت پناه لره نبوت، همت دواړه سره جبراییل راوړل. په دواړو کې یې مختار کړ. ده پکې همت ونیوه. نبوت هم ورغی. هر برکت چې دی په همت کې دی.»
د دستارنامې په دې جمله کې هم (سره) د (یوځای) معنا ښندي:
« هاتیان چې سره دوه،درې شي، بې ډغرو به پاتې نه شي.»
د (سره) د دې معنا یو بل مثال:
په دې بېدیا کې د مزله په خوند هغوی پوه شوي
چې لکه ستوري سره ځي او سره خاندي، درومي
( غزلبڼ)
په دغو معناګانو سربېره (سره) د قیدي عبارتونو په جوړولو کې ډېر پکارېږي چې مخکې ورباندې وغږېدو او ومو ویل چې د حالت او ذریعې د قیدي عبارتونو په ګڼو جملو کې یې نشتوالی بهتره دی.
(سره) د دې لیکنې په ټولو مثالونو کې یو اوستربل دی خو استاد زیار په پښو پښویه کې تړوییکی هم بللی دی. دوی دا جمله ورته راوړې ده: څوکری ګنډېری سره وروڼه دي=څوکری او ګنډېری سره وروڼه دي.( پښتو پښویه، څلورم چاپ، ۲۰۲ مخ) په پښتو کې داسې جملې شته چې (او) د ( سره) معنا ورسوي خو داسې جمله مې ذهن ته نه راځي چې (سره) د (او) ځای ناستی شي. کاشکې استاد د لیکني متن مثال یا مثالونه راوړي وای. په هر حال،که(سره) تړوییکی وي، هغه یې لا یو بل نقش دی.
که احمد قسم کړی وي چې له محمود سره به یو ځای نه راځي او بیا یو ځای راشي، نوممکن پوښتنه وکړو: احمد له محمود سره راغی؟ د دې جملې د ویلو په وخت ممکن په (سره) باندې فشار واچوو. که څه هم سربلونه،اوستربلونه او ربطي وییکي معمولا بې فشاره ویل کېږي، خو دغسې ځینې خاص موارد شته چې د وییکو د ویلو له عام ډول سره سمون نه خوري. په دې سربېره د باوجود په معنا( سره له) کې (سره) په فشار سره وایواو د باوجود په معنا(سره سره) کې هم لومړۍ برخه په فشار سره ویل کېږي. داسې ښکاري چې کله (سره) وییکی د اوستربل په توګه یوازې ګرامري پازه تر سره کوي، په ویلو کې یې فشار ته اړتیا نه پېښېږي خو چې د معنا د رسولو اړخ پکې پیاوړی کېږي، بیا دا امکان یو څه زیاتېږي چې په فشار سره دې وویل شي. په جمله کې په هغو کلمو باندې خج راځي چې د معنا په لحاظ مهمې وي. (سره) هم ممکن هغه وخت چې د مستقلو کلمو غوندې د معنا بار ورباندې وړو، په فشار سره ووایو. په هغه پوښتنه کې چې (احمد له محمود سره راغی؟) په (سره) باندې خج ځکه راځي چې یوازې د یوه قیدي عبارت د جوړولو ګرامري
استفاده ورڅخه نه کوو، بلکې د (یوځای) د کلمې معنا هم ورباندې لېږدوو.
(سره) یوازې د ذریعې او حالت په قیدي عبارتونو کې نه بلکې په نورو هغو ځایونو کې هم اختیاري دی چې پازه یې توضیحي او تاکیدي ده. د درستارنامې په دې جمله کې (هاتیان چې سره دوه، درې شي، بې ډغرو به پاتې نه شي.) (سره) توضیحي او تاکیدي نقش لري اونشتوالی یې نه جمله شړوي نه معنا بدلوي.
د(سره) د ناسم استعمال ګڼ مثالونه په هغو جملو کې موندلای شو چې د نورو ژبو د (سره) معادل وییکی پښتو ته را ژباړو. دا ضرور نه ده چې د بلې ژبې د جملې وییکی دې هم کټ مټ په پښتو ترجمه شي. د مبدا د ژبې د جملې وییکی د مقصد په ژبه کې ممکن نور معادل ولري او یا ورته هیڅ اړتیا پېښه نه شي.
د حالت، ذریعې اوعلت په قیدي عبارتونو کې (سره) معمولا هغه وخت نه غورځي چې یا تاکید کوو، یا د معنا وضوح ته صدمه رسي او یا د کلام د سلاست اړتیا وي.