جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهد پېښور محکمې د ۱۰۹ افغانانو په حق کې پرېکړه وکړه

د پېښور محکمې د ۱۰۹ افغانانو په حق کې پرېکړه وکړه

تاند (شنبه، د قوس ۱۱ مه) د پېښور محکمې پرون (جمعه) د ۱۰۹ تنو افغانانو، چې له ځايي اوسیدونکو سره یې ودونه کړي دي، د ایستلو خلاف پرېکړه وکړه.

محکمې همداراز فیصله وکړه چې دغو کسانو ته دې د پاکستان د تابعیت کارتونه / تذکرې ورکړل شي.

مدافع وکیل سیف الله کاکاخېل، چې د ۱۰۹ تنو افغانانو په استازیتوب په محکمه کې استدلال کاوه، وویل چې یوازې د پاکستان د (POC) کارت کفایت نه کوي بلکې دا کسان باید د پاسپورت او رای حق هم ولري.

محکمې ټولې غوښتنې ومنلې او حکم یې وکړ چې دغو افغانانو ته دې د تابعیت کارتونو ترڅنګ نورې اسانتیاوې هم ورکړل شي.

له دې جلا پرون د پاکستان سترې محکمې د بشري حقونو د فعالانو پر هغې عریضې غور پیل کړ چې له پاکستان څخه د لکونو افغان کډوالو د ایستلو د مخنیوی غوښتنه کوي.

دا عریضه نژدې پنځلس ورځې وړاندې د پاکستان یو شمېر سياسي مشرانو او د بشري حقونو فعالانو لکه: افراسیاب خټک، محسن داوړ، فرحت‌الله بابر، ایمان زینب مزاري، سناتور مشتاق احمد، امنه مسعود جنجوعه، محمد جبران ناصر، احمد شبر، عمران شفیق او یو شمېر نورو وړاندې کړه.

په دې عریضه کې په پاکستان کې له لسیزو راهیسې د مېشتو افغان کډوالو جبري ایستل د اساسي قانون خلاف او غیر انساني پرېکړه بلل شوې ده.

د سترې محکمې قاضۍ عایشې ملک د سترې محکمې په پرونۍ غونډه کې وویل چې پاکستان د ملګروملتو هغو کنوانسینونو ته ژمن دی چې د کډوالو او پناه غوښتونکو د حقونو ننګه کوي.

ټاکل شوې ده چې پر دې قضیې د دوشنبې په ورځ غور دوام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب