Homeخبرونهد دوبۍ نړیوال هوايي ډګر تمه لري چې په ۲۰۲۶ کال کې...

د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر تمه لري چې په ۲۰۲۶ کال کې له ۷۰ میلیونه ډېر مسافر ولري

تاند (سې شنبه، د لیندۍ/ قوس ۳ مه) د دوبۍ د هوايي ډګرونو اداره تمه لري چې د هوايي شرکتونو د بېرته ستنېدو او د الوتنو د شبکې د بیا پراختیا له امله به د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر (DXB) په ۲۰۲۶ کال کې له ۷۰ میلیونو ډېر مسافر ومني.

د هوايي ډګر ادارې ویلي چې د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې یې ۵۰،۴ میلیونه مسافر لېږدولي دي. د سیمه‌ییزو رسنیو د راپورونو له مخې، دا شمېر د ۲۰۲۵ کال د همدې مودې پرتله ۲۸،۱ سلنه کم دی. دا کموالی په سیمه کې د شخړو له امله د الوتنو د ګډوډېدو پایله بلل شوې ده.

خو په درېیمه ربع کې د مسافرو شمېر ۱۸،۸ میلیونو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې پرتله یې کموالی ۲۲،۱ سلنه و؛ دا په دې معنا ده چې د مسافرو تګ راتګ د کال په وروستیو میاشتو کې د ښه کېدو په حال کې دی.

د دوبۍ د هوايي ډګرونو اجرايي رئیس، پاول ګریفیتس ویلي: «تمه لرو چې سږ کال به له ۷۰ میلیونو ډېر مسافر ومنو.»

نوموړي زیاته کړې، چې نوښت او ټکنالوژي د هوايي ډګر په کاري تګلاره کې مهم ځای لري. د ده په وینا، هڅه کېږي چې د راتلونکې ودې لپاره زمینه برابره شي او په ورته وخت کې د مسافرو سفرونه اسانه او منظم شي.

ګریفیتس ویلي، هر هغه بهیر چې ساده کېږي او هر خنډ چې له منځه وړل کېږي، د هوايي ډګر له شته امکاناتو څخه د لا اغېزمنې استفادې سره مرسته کوي. هغه ټینګار کړی چې د ټکنالوژۍ په مرسته د هوايي ډګر د فزیکي پراختیا له اړتیا پرته هم د مسافرو د منلو ظرفیت زیاتېدای شي.

اوس مهال د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر د ۵۷ هوايي شرکتونو له لارې، دوبۍ د نړۍ له ۱۰۱ هېوادونو سره نښلوي او ۲۳۵ نړیوالو او سیمه‌ییزو ځایونو ته الوتنې لري. د روان کال په لومړۍ نیمایي کې دغه شمېر شاوخوا ۵۰ هوايي شرکتونه او ۲۱۷ مقصدونه وو.

برېټش ایروېز د روانې میاشتې په پیل کې دوبۍ ته خپلې الوتنې بېرته پیل کړې دي. له دې سره، رایل ایر ماروک، سن اکسپرېس او سیبو پاسیفیک هم له هغو هوايي شرکتونو څخه دي چې بېرته یې فعالیت پیل کړی او تمه ده په راتلونکو اوونیو کې نور شرکتونه هم خپلې الوتنې بیا پیل کړي.

د کال له منځنۍ مودې راهیسې د دوبۍ د هوايي ډګر د الوتنو په شبکه کې ۱۸ نوي مقصدونه زیات شوي دي.

د مستقیمو او نښلوونکو الوتنو د مسافرو متوازن شمېر

د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر د نړیوال ترانزیټي مرکز او د مسافرو د مستقیم سفر د دروازې په توګه فعالیت کوي. د روان کال په اوږدو کې د مستقیمو او نښلوونکو الوتنو د مسافرو شمېر تر ډېره متوازن پاتې شوی دی.

د سپټمبر په میاشت کې ۵۱ سلنه مسافر د دوبۍ له لارې نورو الوتنو ته نښلول شوي وو، په داسې حال کې چې ۴۹ سلنه مسافر دوبۍ ته راغلي یا ترې نورو ځایونو ته مستقیم تللي وو.

معمولاً د ژمي په موسم کې مستقیمې الوتنې زیاتېږي، ځکه سیاحت او بېلابېلې غونډې او پروګرامونه ډېر بهرني مسافر دوبۍ ته راجلبوي.

د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر د تېرو ۱۲ میاشتو په موده کې د ۹۳،۸ میلیون مسافرو د لېږد ریکارډ ثبت کړی و.

د راپورونو له مخې، د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې د الوتکو د تګ راتګ شمېر نژدې ۲۴۳ زرو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې پرتله ۲۷،۶ سلنه کمښت ښيي. په دې موده کې د الوتکو د څوکیو د ډکېدو منځنۍ کچه ۷۴ سلنه وه، چې د تېر کال پرتله درې سلنه ټیټه ده.

د کال په لومړۍ نیمایي کې د مسافرو شمېر ۳۱،۵ میلیونو ته رسېدلی و، چې د تېر کال د همدې مودې پرتله ۳۱،۳ سلنه کموالی ښيي.

د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر په ۲۰۲۵ کال کې د ۹۵،۲ میلیونو مسافرو د لېږد ریکارډ ثبت کړی و او د نړیوالو سفرونو لپاره د نړۍ تر ټولو بوخت هوايي ډګر بلل شوی و. وروستۍ شمېرې ښيي چې د دوبي او مني په موسمونو کې د مسافرو تګ راتګ په تدریجي ډول بېرته ښه شوی دی.

لنډ کتارونه او د بکسونو چټک لېږد

د دوبۍ هوايي ډګرونه د مسافرو د شمېر د اټکلولو او د احتمالي خنډونو د مخنیوي لپاره له مصنوعي ځیرکتیا، وړاندوینه‌کوونکو تحلیلونو او ژوندیو عملیاتي معلوماتو څخه ګټه اخلي.

د هوايي ډګر بېلابېلې کاري ډلې د مسافرو د تګ راتګ، د هوايي ډګر د بېلابېلو برخو او د الوتکو د فعالیتونو معلومات سره شریکوي، څو خپلې پرېکړې همغږې کړي.

همدارنګه، د بایومټریک ټکنالوژۍ او اتومات‌خدمتونو د امکاناتو پراختیا د مسافرو لپاره د لاسي او دودیزو اداري پړاوونو اړتیا کمه کړې ده.

د درېیمې ربعې پر مهال ۹۹،۹ سلنه مسافرو د الوتنې پر مهال د پاسپورټونو د کنټرول بهیر له ۱۰ دقیقو په کمه موده کې بشپړ کړی دی. همداراز، ۹۹،۹ سلنه مسافر د رارسېدو پر مهال له ۱۵ دقیقو په کمه موده کې د پاسپورټونو له کنټرول څخه تېر شوي دي.

د امنیتي پلټنو لپاره هم د ۹۹،۷ سلنه مسافرو د انتظار وخت تر پنځو دقیقو کم و.

د هوايي ډګر ادارې د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې د مسافرو ۴۸ میلیونه بکسونه او نور سامانونه لېږدولي دي، چې ۹۱ سلنه یې د مسافرو له رسېدو وروسته په ۴۵ دقیقو کې ورسپارل شوي دي.

د سامانونو د سمبالولو دقت ۹۹،۷۳ سلنې ته رسېدلی او په هرو زرو مسافرو کې د ورکو یا ناسمو لېږدول شویو سامانونو کچه ۲،۶۷ وه.

امارات او فلای دوبۍ هغه دوه هوايي شرکتونه دي چې مرکزي فعالیتونه یې په دوبۍ نړیوال هوايي ډګر کې دي او د دغه هوايي ډګر د مسافرو د تګ راتګ لویه برخه جوړوي.

د راپور له مخې، دوبۍ د الوتنو د ګډوډۍ پر مهال هم د بار وړونکو توکو لېږد ته دوام ورکړی او د «شین دهلېز» له لارې یې د کارګو د لېږد بهیر فعال ساتلی دی.

سرچینه: AsiaWire.IO

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لالا ګادیوان …| لعل پاچا ازمون

د هجري شپېتم کالونه وو چې د باران په نامه یوې ځوانې ډلې پخپلو خوږو غږونو او لاسونو غورځولو د تلویزون پرده ونڅوله، د...