Home+د شعر په ژبه يوه فلسفي پوښتنه| اجمل ښکلی

د شعر په ژبه يوه فلسفي پوښتنه| اجمل ښکلی

له څه مودې راهيسې پيوند پټان د عمران اميري څو ازاد او سپين شعرونه راليږي او زه يې په خوند خوند لولم. زه پخپله عمران اميري نه پېژنم؛ خو شاعري يې خوند راکوي. وروستی شعر يې د (څوک پوهېږي؟) په سرليک رالېږلی و. دا شعر د نوې ازادې شاعرۍ په ښو بېلګو کې راځي.

نوې ازاده شاعرۍ تر ډېره د نوې زمانې د غوښتنو له مخې نوې پوښتنې او نوې خبرې مطرح کوي. غزل که هر څو له دلربايۍ ډک دی او تر ډېره يې هڅه کړې، چې د نوې زمانې خيال هم وساتي؛ خو د زړې زمانې له زولنو نه راوځي. زړه وسيله که هر څومره ښه وي، بيا هم د نويو تجربو لپاره د نوې وسيلې غوندې موثره نه وي.

لومړی به د عمران اميري شعر ولولو:

څوک پوهېږي؟

ټولو

غوږونو کې د وخت ګوشکۍ ايښي

ضرورتونه حکم کوي

خلک عمل

کريکې دي

هر سړي د خپل ګريوان خوله ماته کړې

ټولې ګوتې په ويښتانو کې زندۍ دي

هره پښه ده په غلط مسير روانه

لکه څنډه د اوبو داسی رپېږي

پروا نه کړي که کوم مخ

او

يا هم زړه ورلاندې کيږي

سترګې هم بيکارې نه دي

څراغونه د ټرافيک ورنه جوړ شوي

په څو رنګه څو اهدافو ته لګېږي

څوک پوهيږي؟

څوک پوهيږي چې دا ولې؟

دا هر څه اخر په څه کې دا رقم‌ شول

حادثه وه

که تاريخ و

سياست و اقتصاد

که فلسفه وه

يا هم ساينس و

مهذب شو

يا

نهايت بې مذهبي شوه

انسان ولې بې مانا شو؟

دا جهان ولې صحرا شو؟

دا د نور او تورې شپې ترمنځ خلا په څه ډکېږي؟

اخر څوک په دې پوهېږي؟

دا شعر د محتوا له پلوه دوه برخې لري، چې دويمه برخه له لومړۍ هغې د “څوک پوهېږي؟” په پوښتنه بېلېږي. لومړۍ برخه، چې د خبري جملو په بڼه وړاندې شوې، يو بيان/ څرګندونه ده، چې د اوسنيو شرايطو په اړه معلومات راکوي، دويمه برخه بيا اعتراض دی او دا اعتراض په پوښتنو کې مطرح شوی؛ خو شاعر هم لکه يو ډول تجاهل چې کوي، دې پوښتنو ته ګڼ ځوابونه راوړي او داسې ښيي، لکه دی چې په دې ګڼو ځوابونو او پوښتنو کې ورک وي.

د شعر دا ډول انداز پخپله د معاصرې ټولنې ښه استازي کوي. د پخوانۍ او نوې نړۍ يو توپير دا دی، چې پخوا محدودو پوښتنو ټاکلي ځوابونه درلودل او دې ځوابونو په انسان کې يو پياوړی يقين پيدا کاوه؛ خو په معاصره نړۍ کې هغه سرچينې چې يقين يې پيدا کاوه، پخپله تر پوښتنې لاندې راوستل شوې او داسې يقين لکه پرې باډيوه بې مرکزه شوې: ژوند څه دی؟ د ژوند موخه څه ده؟ نړۍ څه ده؟ ارزښتونه څه دي؟ د فرد غوښتنې څه دي؟ ټولنه څه ده؟ خواهش څه دی؟

پخواني علم لوی ارزښتونه پالل، اوسنی علم د انسانان د ورځنيو اړتياوو تر پوره کولو رامحدود شوی. اوس خلک په ژوند کې تر وړو خواهشونو لوړ نه ځي او ژوند په وړو روايتونو کې ايسار ويني. همدا پوښتنې په دې شعر کې وړاندې شوې دي.

پخوا چې انتخابونه محدود وو، هر انسان په خپل نړۍ ليد کې ايسار و او تر دې هاخوا نړۍ ورته تياره، نااشنا او نامنلې وه؛ خو اوس چې انتخابونه ګڼ شوي دي، انسان هممهاله په ګڼو نړۍ ليدونو کې ژوند کوي، لکه د ايډيالوژيو ترمنځ چې پولې ختمې شوې وي، هغه پولې، چي د پخواني انسان لپاره ترې اوښتل ناشوني وو، اوس دومره مبهمې او نرمې دي، چې يو انسان ترې په اسانه پښه اړوي رااړوي، له دې سره که له يوه پلوه په انسان کې د زغم او تساهل فرهنګ عام شوی او هر فکر ته په خپل ځای د يوه حقيقت په سترګه کتل کېږي، ورسره د باورمنۍ اهميت کم شوی، لکه د الفاظو له نړۍ چې د مانا ملکې کوچ کړی وي، د الفاظو ماناوې نرمې شوې، يو بل سره د ګډون امکان يې ډېر شوی او په دې ډول د درنو درنو الفاظو اهميت راکم شوی، په پايله کې ژوند د شاعر په وينا لکه ګوتې په ويښتانو کې زندۍ دی. په ويښتانو کې د ګوتو زندۍ کېدل ښيي، چې ژوند څومره سطحي، له مانا خالي او د ورځني خوند تابع شوی دی.

د شعر لومړۍ برخه د اوسني ژوند همدا برسېرنوالی د ريفاټر خبره په څو توصيفي منظومو کې وړاندې کوي؛ خو د دې توصيفي منظومو هستې يا د انسان د حواسو اړوند د بدن غړي دي يا د انسان بدن ته نېژدې د ګرېوان غوندې مفاهيم. د بدن په غړيو کې غوږونه او سترګې دي، چې د سامعې او باصرې د حس استازي کوي او پښې دي، چې د اوسني انسان کړنې ښيي.

په دې شعر کې د بدن د غړيو انتخاب په ډېر غور شوی دی. څرنګه چې له نړۍ سره زموږ لومړنۍ اړيکه د بدن او حواسو په مټ وي؛ نو د معرفت لومړۍ سرچينې هم حواس دي؛ خو د حواسو په مټ په ترلاسه شوي علم د عقل د اصالت فيلسوفانو ګڼي نيوکې کړې دي او د حواس پر خلاف يې عقل د رښتينې علم سرچينه بللې ده. دا ځکه چې حواس خپل اصول لري او د ګشټالټ ارواپوهنې د تجربو پر بنسټ طبعيت څرنګه چې دی، هغسې نه، بلکې د خپلو حسي اصولو پر بنسټ راته ښيي. دا چې لويه سپوږمۍ راته وړه ښکاري، دا زموږ د باصرې د حس اصل ته اشاره کوي. پاسنی شعر هم راته دا خبره کوي.

خو شعر مو تر دې خبرې هم مهم څيز ته متوجه کوي. موږ د نړۍ د خوندونو او بېخونديو احساس په حواسو کوو. په سترګو ښايسته او کرغېړنې منظرې وينو، په غوږونو خوندور او بوږنوړي غږونه اورو. شعر وايي، چې اوسنۍ نړۍ د مانا پر ځای په خوند اخيستلو پسې ګرځي. هر انسان د ځان په ښايسته کولو لګيا دی(هر سړي د خپل ګرېوان خوله ماته کړې/ ټولې ګوتې په ويښتانو کې زندۍ دي)؛ خو دا خوند اصلي مسرت نه دی، بلکې د خوند يو فانتيزي ده، چې انسان پرې د حقيقي خوند ګومان کړی دی. دا تصور د خوند پر ځای د اعتياد ښودانه کوي. هر انسان په اوسنۍ ډيجيټل نړۍ کې زنداني دي لکه ګوتې چې په ويښتانو کې زندۍ دي، اوسنی انسان معتاد دی، په اصلي خوند پسې ورک، چې په سراب يې د چينې ګومان کړی دی:

ټولې ګوتې په ويښتانو کې زندۍ دي

هره پښه ده په غلط مسير روانه

لکه څنډه د اوبو داسی رپېږي

پروا نه کړي که کوم مخ

او

يا هم زړه ورلاندې کيږي

سترګې هم بيکارې نه دي

څراغونه د ټرافيک ورنه جوړ شوي

په څو رنګه څو اهدافو ته لګېږي

 د سرابي خوند په دې تناظر کې که وګورو؛ نو لومړۍ برخه غوږونه دي، چې د وخت ګوشکۍ، ضرورتونه او د کريکې مفاهيم پرې څرخي. که دا درې فرعي مفاهيم وشنو، نو دې پايلې ته رسېږو، چې انسان له خپله وخته د ماورا کېدو وړتيا له لاسه ورکړې، يوازې هغه کريکې اوري، چې د ده له ورځنۍ اړتيا او خوند سره اړيکه لري. د کريکې مفهوم که ضمنا جنسي غريزه او فرياد راتداعي کوي، ورسره د بې ماناتوب مفهوم هم لري، يعنې نړۍ له بې مانا غږونو ډکه شوې، که په يوه مجلس کې هممهاله ټول خلک غږېږي او شورماشور وي؛ نو مجلس بې مانا وي څوک نه پوهېږي، چې خبره څه ده؛ خو که يو غږېږي او نور غوږ وي؛ نو مجلس د مانا لباس واغوندي؛ نو د کريکې مفهوم راته وايي، چې نړۍ بې مانا شوې، هرې خوا يوازې چغې او او غږونه اورو، چې چې له فکر و مانا خالي دي.

پر غوږونو او پښو سربېره د ګوتو، خولې، ويښتانو، مخ او زړه غوندې د بدن نور غړي هم په دې شعر کې وړاندې شوي، چې په ټوله کې د بدنمنتيا او حسيتوب ته اشاره کوي.

کله چې ګرمي ډېره وي، په ګرمو سيمو کې په دې خاطر چې کالر رټه نشي يا د ګرمۍ له امله خلک کالر ورقاتوي، په اصطلاح خوله يې ورماتوي؛ خو شاعر وايي، چې “هر سړي د خپل ګرېوان خوله ماته کړې” په دې مفهوم کې د کالر له ورقاتولو نه استفاده شوې؛ خو ګرېوان زموږ په فرهنګ کې د وجدان کنايه ده، مثلا يو سړی بل ته وايي، چې لږ خپل ګرېوان کې وګوره. همداسې د خولې ماتول د چوپ کولو مانا لري، لکه يو مشر کشر ته وايي، چې خوله دې مات وه، چې داسې دې ورته ويلي وای؛ نو شاعر دا دواړه کنايې سره ګډې کړي او دا مفهوم يې ترې جوړ کړی، چې د هر سړي وجدان خاموشه دی او لکه ګوتې چې په ويښتانو کې زندۍ دي، دی هم په خوند او فېشن کې ورک دی.

ګوتې چې د قلمي مبارزې او عمل ښکارندويي کوي، په ويښتو کې زندۍ دي. ويښتان د ناپوهۍ او ابهام سېمبولونه دي؛ خو دلته يې د فېشن مانا جوته ده؛ نو شعر وايي، چې ټولې ګوتې يعنې هر څه فېشن دي، د ژوند اصلي مانا له خلکو هېره ده.

په بله توصيفي منظومه کې پښې وينو، چې د مسير، رپېدل، مخ او زړه مفاهيم پرې څرخي. پښې د پرمختګ سېمبول ګڼل کېږي؛ خو دا پرمختګ د شاعر په وينا په غلط مسير روان دی. دا يوه فلسفي موضوع رايادوي. تر دوو نړيوالو جګړو وروسته په لويديځ کې پوهانو دا پوښتنه راپورته کړه، چې انسان چې دا دومره پرمختګ کړی، دا ګنې واقعي دی؟ ځکه پخوانی انسان دومره خطرناک نه و لکه اوسنی، چې په يوه بم نړۍ بربادولی شي؛ نو شاعر راته وايي، چې دا پرمختګ په ناسم مسير روان دی او دا ځکه چې نه د چا مخ ګوري او نه د چا زړه، هغه د دروېش دراني د شعر انګازه پکې اورو، چې “نه د ماشوم مخ ګوري او نه د شاه ليلا سينه”. مخ زموږ په فرهنګ کې د لحاظ او هويت مانا لري، مطلب دا څرنګه پرمختګ دی، چې واړه هويتونه خوري، زړه بيا د مينې او عاطفي استعاره ده او د دې مانا دا ده، چې د انسان، چې دلته د سړي په نارينه مفهوم کې وړاندې شوی، پرمختګ مينه نه پېژني، بلکې يوازې ګټه پېژني، يوازې خپلې اړتيا ته ګوري، دې ته نه ګوري، چې څومره ښځې کونډې کېږي او څومره ماشومان يتيمانېږي.

سترګې د بلې توصيفي منظومې هسته ده، چې د ترافيک څراغونه ترې جوړ دي او په څو موخو او څو رنګونو لګېږي. ترافيکي څراغونه يوازې نښي دي، تر شا هېڅ مانا نه لري، بلکې مانا يې په همدې ظاهري جوړښت کې ده. شاعر راته وايي، چې سترګې هم د ترافيکي څراغونو غوندې شوې دي، چې يوازې رنګونه ويني او مخکې له مخکې ورته موخې ټاکل شوې دي، همغه وني. سترګې د بصيرت سېمبول دی. موږ په سترګو شيان وينو، سترګې راته وايي، چې دا ستوري ډېر واړه دي او که لاس مو ورورسي؛ نو موټی ترې راډکولی شو؛ خو کله چې موږ ذهن ته د بصارت دا تجربه لاړه شي؛ نو د ګڼو متونو په رڼا کې يې زموږ ذهن وشني او هله په دې پوه شو، چې د سترګو تجربه نيمګړې ده، بلکې په دې سيارو کې تر ځمکې هم لوی لوی سيارې شته دي. شاعر د نننۍ نړۍ يو انځور راته مخ ته ږدي، راته وايي، چې انسان چې څه ويني، واقعيت يې بولي، شني يې نه، لکه ترافيکي څراغونه يوازې سترګې دي، تر شا ذهن نشته، چې د رسنۍ خبرونه يا يو متن وګوري او و يې شني؛ نو چې څه ورته ويل کېږي او د کومو موخو لپاره کارېږي، همغه مني، رسنۍ چې په کوم لوري بيايي، په همغه لور ورسره روان وي.

په شعر کې د سترګو ناوزګارتيا يو بله مانا هم لري. موږ د نړۍ ډېره تجربه د باصرې د حس په مټ کوو، دا حس تر نورو مهم دی، که مطالعه وي، که خواله رسنۍ وي، بې سترګو نشي، اوسنۍ نړۍ سترګې ډېرې بوختې کړې، نو د سترګو ناوزګارتيا د اوسني ژوند بوختوالی ښيي، چې انسان په داسې شيانو بوخت دی، چې له مخکې نه ورته ټاکل شوي او دومره بوخت دی، چې وزګارتيا نه لري، که وزګار نشو، په ژوند د فکر کولو مهلت نشو موندلای، شاعر راته وايي، چې د دې ناوزګارتيا موخه دا ده، چې انسان د فکر کولو موقعه و نه مومي او په دې وضعيت ورته پوښتنه پيدا نشي. له بله پلوه دا مانا هم لري، چې انسان دومره په برسېرن خوند کې ورک دی او دا وېره ورسره ده، چې که لږ وزګار شوم؛ نو څه به خورم، دا وېره انسان نه پرېږدي، چې پر مسايلو فکر وکړي.

شعر تر دې بيان وروسته يوه پوښتنه راولاړوي، چې دا نړۍ ولې داسې شوه؟ حادثه وه، که تاريخ، که سياست، که اقتصاد، فلسفه وه، که ساينس و، چې ټولنيزو مسايلو ته يې مخه کړه او که ټولنه بې مذهبه شوه او انسان ولې داسې له مانا خالي شو لکه صحرا چې له ابادۍ خالي وي. شاعر په دې ټولو کې يو علت هم نه انتخابوي او دا پخپله د اوسني عصر اغېز دی، چې په دې شعر کې وړاندې شوی دی؛ خو د دې ټولو په يادونه شعر دا ټول هممهاله رامخې ته کوي او وايي، چې دا ټول پکې لاس لري. دين چې ژوند ته يې مانا ورکوله، حوادثو، تاريخ، سياست او اقتصاد، فلسفې او ساينس په ګډه ترې د مانا واک او واګې واخيستلې او يوه ټاکلې مانا يې بې مرکزه کړه، د يوې مانا بې مرکزې کول د ټولنې پر هر ډګر اغېز وکړ، هر څه بې مرکزه شول، هر څه هممهاله سم او هممهاله ناسم دي، بلکې د سم او ناسم تصور ورک شو، انسان نه پوهېږي، چې څه سم دي او څه ناسم دي؟ يو څيز څومره سم او څومره ناسم دی؟ شاعر د سموالي او ناسموالي يا ښه والي او ناښوالي دا مفهوم د نور او تورې شپې په سېمبولونو کې وړاندې کړی، چې د انسان له لاس نه د ښه او بدو قضاوت تروړل شوی، ځواب ورسره نشته، شعر وايي، چې دا هر څه داسې ولې دي، دا خلا د نور او تورې شپې ترمنځ څرنګه راپيدا شوه، پخوا خو يو څيز يا تور و يا سپين، اوس خو هر څه خړ خړ شول، هغه چې تور و، هغه تور نشو پاتې او هغه چې سپين و، هغه سپين؛ نو له شاعر سره هم پوښتنه ده، چې “اخر څوک په دې پوهېږي؟”

په داسې حساسو مسايلو کې چې موږ پوښتنه کوو؛ نو يوه ناورين ته اشاره کوو، د شاعر په فکر د يوې ټاکلې مانا بې مرکزه کېدل ناورين دی، چې انسان يې د ارزښتونو له زړې نړۍ راشوکاوه او نوي نااشنا جهان ته يې مخ کړ. شعر د دې ناورين د ښودلو لپاره د همدې معاصرې نړۍ له طرز نه استفاده کړې او هغه پوښتنه ده، په هر ارزښت پوښتنه راپورته کول د معاصر انسان د هويت برخه شوې ده او دا د دې شعر يو کمال ښيي، چې د نړۍ د معاصر سيستم په اړه پوښتنه هم د معاصرې نړۍ په ژبه کوي.

د دې شعر له پاسنيو توصيفي منظومو او هايپوګرامونو يو کلي ماتريس اخيستلی شو، هغه دا چې دا شعر که څه هم ظاهرا مختلف موضوعات وړاندې کوي؛ خو په درون کې يوه محتوا لري او راته وايي، چې اوسنی انسان د عقل پر ځای په حواسو اتکا کوي، د ارزښت پر ځای په خوند پسې ګرځي، د عمق پر ځای په نړۍ برسېرنتيا حاکمه ده او هغه ټاکلې يوه مانا بې مرکزه شوې ده، له همدې امله ګڼې ماناوې هممهاله مهمې شوې. په ټوله کې نړۍ بې مانا شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیکوال، څېړونکی او شاعر عارف غروال وفات شو

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲ مه) د افغانستان یوه تکړه څېړونکی، شاعر او د علومو اکاډمۍ مشر غړي عارف غروال د ۸۱ کلونو...