Homeخبرونهپه ۱۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلونو خبرداری

په ۱۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلونو خبرداری

تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې لومړۍ) د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست پرون (شنبه) په یوه خبرپاڼه کې د یکشنبې، د وږي لومړۍ نېټې لپاره په ۱۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې، برېښنا، ناڅاپي سېلونو او تېزو بادونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې پر اساس، په پنجشېر، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، غزني، بغلان، تخار، بدخشان، ننګرهار، کونړ او نورستان کې د باران کچه له ۱۰ تر ۳۵ ملي‌متره پورې اټکل شوې ده.

له خلکو غوښتل شوي چې لازم احتیاطي تدابیر ونیسي، د سیندونو له غاړو او هغو سیمو څخه چې د سېل له خطر پکې شته، ډډه وکړي. له سیمه‌ییزو مسوولانو هم غوښتل شوي چې د احتمالي سېلونو د مخنیوي او د زیانونو د کمولو لپاره لازم چمتووالی ونیسي.

په وروستیو میاشتو کې د سختو بارانونو له امله په بېلابېلو ولایتونو کې سېلونو خلکو ته د سرومال زیانونه اړولي دي. د نورستان په ګډون په ځینو سیمو کې وروستیو سېلونو کورونو، کرنیزو ځمکو، سړکونو او نورو عامه تاسیساتو ته زیانونه اړولي او ګڼو کورنسو ته یې کړاوونه پېښ کړي دي.

د روان کال د اسد په لومړیو کې هم د پنجشېر، پروان، لوګر او خوست اوسېدونکو د سختو بارانونو له امله د سېلونو د راوتلو او خلکو ته د مالي زیانونو خبر ورکړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

محمد ګل نوري (دردونکې خاطره) زمــری محــقـــق

خدای بخښلی محمد ګل نوري د (ملی هنداری) د شهکار لیکنی لیکوال او شاعر چی په ژوندونی کی یې چا قدر نه کاوه او...