پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+په دې ورځ عبدالروف بېنوا زېږېدلی

په دې ورځ عبدالروف بېنوا زېږېدلی

له نن څخه (۱۱۱) کاله پخوا د ۱۹۱۳ م کال د اګست په ۲۳ (۱۳۳۲ د جوزا لومړۍ) عبدالروف بېنوا د کندهار ښار په سیدحسن خان کوڅي ګې زېږېدلی دی.

استاد عبدالرووف بېنوا د افغانستان له څو ګوته په شمېر نوميالو پوهانو څخه دی چي افغاني ادب او ژبي ته يې نژدې اویا اثره د کتاب په بڼه په ميرات پريښودل او تر ډيري زمانې پوري به د ده له څېړنو او پنځونو څخه د ادب او څېړنې مينه وال ګټه او خوند اخلي. ارواښاد بېنوا د مرګ تر وروستۍ سلګۍ پوري له کتاب او قلم سره خپله ليونۍ مينه روانه وساتله او د مرګ پر بيستر لا هم د يو اثر په ليکلو بوخت و.

استاد عبدالرووف بېنوا د مفتي عبدالله، چي په کندهار کي په د (مفتي عبده) په نوم شهرت لري، زوی او د مولوي عبدالحق اخوندزاده، چي په کندهار کي یې استاد کُل باله، لمسئ دی. استاد عبدالرؤف بېنوا اصلاً د کندهار د معروف او په خټه عليزی دی چي بيا د دوی لوی نيکه ملاګلاب اخوند د هلمندولايت موسی کلا ولسوالۍ ته تللی او هلته د موسی کلا په سربينه کي چي اوس ډير خلګ ورته سربېښه وايي، وفات او ښخ شو. خو د ملاګلاب اخوند لمسی مولوي عبدالحق اخوندزاده شل کلن و چي له موسی کلا څخه بيرته کندهار ته راغلی او د کندهار ښار له خرقې شريفي سره نژدې یې د سيدحسن خان په کوڅه کي واړول، همدغه و چي بېنوا هم په ١٢٩٢ لمريز کال کې د وږي پر لومړۍ نېټه چي د١٣٣٢ سپوږميز او ١٩١٣ مېلادي د اګست د ٣٢ مي سره سمون لري په همدغه کاله (سيد حسن خان کوڅه) کې په دغه منوره او عالمه کورنۍ کي وزېږېد او همدلته لوی شو.
د ده لوی نيکه ملاګلاب اخوند د وخت لوی ديني عالم و، ورپسې د هغه زوی ملا ګلستان اخوند هم عالم ؤ، د هغه زوی او د بېنوا صاحب نيکه علامه عبدالحق اخوندزاده هم د خپل وخت لوی عالم او مفتي و ، بيا د بېنوا صاحب پلار مفتي عبدالله د هغه وخت لوی مفتي و او د استاد بېنوا ورور مولوي عبدالکريم حقاني د ٥٣ کتابونو مولف و، نو د همدغو مشرانو برکت و چي په استاد بېنوا کي هم خپور شو او نه يوازې يو عالم بلکې د هيواد لوی اديب، محقيق او سياست پوه وګڼل شو.
بېنوا په کوچنيوالي کې زيات ديني علوم ولوستل او لا ځوانکی طالب و چي له شعر سره یې يارانه ټنګه کړه او وده يې پسې ورکړه، چي بالاخره د افغانستان د ادبياتو پر اسمان هغه نه پناه کېدونکی ستوری شو چي رڼا به یې تل د دې سپېرې او خوار ځواکي خاورې پر تياره ټتر لمر غوندي ځليږي.
استاد بېنوا د ادبي يون تر څنګ په دولتي اورګانو کي هم ډيرې مهمې رسمي دندې اجرا کړي دي چې ارواښاد يې په خپل قلم داسي بيانوي چې:
1.    د کابل د ادبي انجمن غړی ١٣١٨ لمريز = ١٩٣٩ م
2.    د کابل د ادبي انجمن د نشراتو مرستيال ١٣٩١ لمريز = ١٩٤٠ م
3.    د پښتو ټولني د صحافت مدير ١٣١٩ لمريز = ١٩٤٠ م
4.    د کابل مجلې مدير ١٣٢٠ لمريز = ١٩٤١ م
5.    د مطبوعاتو د رياست د نشراتو مرستيال ١٣٢٠ لمريز = ١٩٤١ م
6.    د پښتو ټولني مرستيال ١٣٢٣ لمريز = ١٩٤٤م
7.    د پښتو ټولني عمومي مدير ١٣٢٥ لمريز = ١٩٤٦ م
8.    د تاريخ د انجمن غړی ١٣٣٠ لمريز = ١٩٥١
9.    د مطبوعاتو د رياست د داخلي نشراتو عمومي مدير ١٣٣١ لمريز = ١٩٥٢ م
10.    په ډهلي کي د افغانستان د سفارت مطبوعاتي مستشار ١٣٣١ لمريز = ١٩٥٣ م
11.    د کابل راډيو ريس ١٣٣٥ لمريز = ١٩٥٦ م
12.    د افغانستان او هند د دوستی دانجمن غړی ١٣٣٦ لمريز = ١٩٥٨ م
13.    د افغانستان او شوروي د دوستی د انجمن غړی ١٣٣٩ لمريز = ١٩٦٠ م
14.    په قاهره کي د افغانستان د سفارت مطبوعاتي مستشار ١٣٤٢ لمريز = ١٩٦٣ م
15.    د افغانستان راډيو ريس ١٣٤٤ لمريز = ١٩٦٥ م
16.    د قبايلو د مستقل رياست مرستيال ١٣٤٥ لمريز = ١٩٦٦ م
17.    د اطلاعاتو او کلتور وزير ١٣٤٦ لمريز = ١٩٦٧ م
18.    اولسي جرګې وکيل ١٣٤٨ لمريز = ١٩٦٩ م
19.    د پښتو د بين المللي تحقيقاتو د مرکز اجير غړی ١٣٧٥ لمريز = ١٩٧٨ م
20.    د افغانستان اکاډمۍ اچير غړی ١٣٥٧ لمريز = ١٩٧٩ م
21.    د صدارت مشاور د فوق رتبه په حېث ١٣٥٨ لمريز = ١٩٨٠م
22.    په ليبيا کي د افغانستان سفارت ١٣٥٨ لمريز = ١٩٨٠م ـ( ٣ ) ـفاضل استاد ارواښاد بېنوا په همدې کال تقاعد شو ـ چي وروسته ئې په ١٣٦٢ لمريز = ١٩٨٤ م کال کي د امريکا په متحده ايالاتو کي سياسي پناه واخيستل، او يو کال وروسته يعني په ١٣٦٣ لمريز کال د جدي پر ٢١ مه نېټه چې د ١٩٨٥ ميلادي کال د جنوري د ١١ مي نېټې سره سمون خوري د جمعي په مبارکه ورځ د هغي ناروغي څخه چي ورپېښه وه له دې فاني دنيا څخه مخه ښه وکړه.

د فاضل استاد بېنوا مړی د وخت د بېغورو واکمنانو د بېغورۍ له کبله په پردۍ خاوره (د امريکا د متحده ايالاتو د نيو جرسي په ايالت کې) خاورو ته وسپارل شو، د هغه وخته بيا تر ننه پوري په افغانانو کي داسي څوک نه سو پېدا چي زموږ دا ملي او تاريخي ناموس دي د پردۍ خاورې څخه راوړي او د افغانستان په سپېڅلې خاوره کي دي خوندي کې په دومره خواشینۍ سره چي نور يې په زړه کي تم ځای نه وي، بايد ووايم چي فاضل استاد بېنوا خپل ټول عمر د همدې ولس په چوپړ کې تېر کړ خو نن دا د همدې ولس وفا ده چي د هغه مړی (د افغانانو تاريخ) په پر دې ملك کې پروت دی.

د بېنوا کورنی ژوند

استاد بېنوا دوې مېرمني درلودې چې له مشري ميرمنې څخه یې يو زوی د عبدالقدوس په نامه درلود خو هغه هم د استاد بېنوا په ژوند کي وفات شو او کورنۍ يې اوس هم په مشرقي کي پاته ده ـ او زما په غالب ګومان د ده (عبدالقدوس) زوی او د استاد بېنوا لمسی اوس هم د عبدالله بېنوا په نوم په مشرقي کي اوسيږي، د استاد له بلي ميرمني څخه درې زامن او درې لوڼي پاته دي چي مشر زوی يې هيواد، منځوی يې خوشحال او کشری يې پروټ نوميږي او اوس ټوله د امريکا په متحده ايالاتو کي ژوند کوي ،د استاد د دوهمي او کشري ميرمني څخه يې مشره لور د ارواښاد محمد اعظم ايازي د زوی ډاکټر عبدالفتاح ايازي مېرمن ده، منځوۍ لور يې د غلام محمد غبار د زوی خليل غبار مېرمن ده او کشرۍ يې لا اوس هم د امريکا په متحده ايالاتو کي په لوړو زده کړو بوخته ده .ـ ( ٤ )ـ
نوټ:

د بېنوا صاحب د دې لنډ ژوندليك ماخذونه مې د ( ١ ) ، ( ٢ ) ، او ( ٤ ) د کندهار د تاند ليکوال او ښکلا مجلې مسول چولونکي عبدالقديم پتيال د اثر (د استاد بېنوا علمي يون ) د لمړی څپر کي څخه او ( ٣ ) مې د بېنوا صاحب په خپل قلم ليکلي يو ليک څخه چې سر ليك يې ارواښاد (خلاصه زندګينامه رسمي بېنوا) ليکلی او په دې وروستيو ورځو کي د ارواښاد دځينو نورو قلمي ټوټو سره چي فاضل استاد په خپل قلم ليکلي، د هغه د منځوي زوی ښاغلي خوشحال بېنوا له خوا بېنوا فرهنګي ټولنې ته ورکړل شوی دی را اخيستي دي.

د استاد عبدالرووف بېنوا اثار
1.    پښتو کيلي
    دا اثر ډير خلګ په کلي وايي خو دا کلی نه ، بلکې کيلي ده چي د څلورم جلد لومړی ټوک ئې په ١٣٢٠ لمريز کال کي د پښتو ټولني له خوا ددرسي کتاب په ډول چاپ شو
2.    پردېس
    داد علامه اقبال د “مسافر ” نومي منظوم کتاب منظومه ژباړه ده چي د ١٣٢١ لمريز کال د انيس په ورځپاڼه کي خپره شوې ده
3.    پښتو د شاهانو په دربار کي
    دا پښتو رساله ده چي د ١٣٢٢ لمريز کال په کابل کالنۍ کي خپره شوې ده
4.    باغونه
    دا د ټاګور دنثري اشعارو د ټولګي ژباړه ده ، چي په ١٩٤١ ع کال کي په طلوع افغان کي په پرله پسې ډول چاپ شوې ده
5.    د ميني مينه
    دا د شعرونو ټولګه ده چي په ١٩٤١ ع کال کي چاپ شوې ده
6.    پښتنې مېرمني
    دا کتاب د پښتني مېرمنو تذکره ده چي تر اسلام وړاندي او بيا تر اوسه پوري د پښتني مېرمنو يادونه او پېژنده پکښي راغلې ده ، دا کتاب په ١٣٢٣ لمريز کال کي د مطبوعاتو د رياست له لوري چاپ شوی دی
7.    د هوتکو په دوره کي پښتو
    دا وړه رساله ده چي د هوتکو مشرانو اوشاعرانو پښتو ته پاملرنه پکښي ستايل شوې ده، دا رساله د ١٣٢٤ لمريز کال د وري د مياشتي د کابل په مجله کي خپره شوې ده.
8.    طوق لعنت
    يو تمثيلي ډرام دی چي په ١٣٢٤ لمريز کال کي ئې د مطبوعاتو جايزه وړې ده
9.    ميرويس نيکه
    و پښتو دملي قايد ميرويس نيکه دژوند حالات او د کارنامو يادونه ده چي په ١٣٢٥ لمريز کال کي دپښتو ټولني له لوري دکتاب په شکل چاپ شوی دی
10.    اريايي ، پارسي، پښتو مرثيې او ويرني
    دا رساله د١٣٢٥_١٣٢٦ لمريز کلونو په کابل کالنۍ کي خپره شوې ده
11.    د غنمو وږی
    دا يوه تاريخي منظومه رساله ده چي په ١٣٢٥ لمريز کال کي پښتو ټولني چاپ کړېده
12.    د پير محمد کاکړ دديوان، تدوين، تصحيح، او مقابله
    دا کتاب په ١٣٢٥ لمريز کال کي دپښتو ټولني له خوا چاپ شوې دی او دوهم ځل په دانژدې وختونو کي دصحاف نشراتي موسسې له خوا په نوې بڼه چاپ شوی او حبيب الله رفيع يوه خونده وره سريزه پر کښلې ده
13.    چند اهنګ ملي
    په پاړسي ژبه د پښتو دڅو موسيقي ږغونو او ملي سندرو شرح ده چي په ١٣٢٥ لمريز کال کي دکابل په کالنۍ کي او بيا د کابل راډيو له لوري په مستقل ډول چاپ سوی دی
14.    ادبي فنون
    دا کتاب د هغو درسونو ټولګه ده چي استاد بېنوا د ادبياتو د پوهنځی د پرانيستلو په لومړي کال د هغه پوهنځي د لومړي ټولګي ته ورښوولی و، دا کتاب په ١٣٢٦ لمريز کال کي د پښتو ټولني له خوا چاپ سوی دی
15.    ويښ زلميان
    دا د هيواد د ځينو ويښو زلميانو د مضامينو او شعرونو ټولګه ده چي د استاد بېنوا په زيار او اهتمام په ١٣٢٦ لمريز کال کي د پښتو ټولني له لوري چاپ شوې ده
16.    د دار مستتر پښتو څېړني
    دا کتاب فرانسوي مستشرق ( جيمس دارمستتر) په فرانسوي ليکلی چي سيد قاسم خان ريښتيا په پارسي ژباړلی او علامه عبدالحي حبيبي او استاد بېنوا په پښتو اړولی او په ١٣٢٦ لمريز کال کي کابل مطبعې چاپ کړی دی
17.    صداي وطن
    يو تمثيلي ډرام دی چي په ١٣٢٦ لمريز کال کي دتاليف څلورمه جايزه وړې ده
18.    د رحمان بابا د دېوان تدوين ، تصحيح
    په (نوي ډول) تصحيح او مقابله د استاد بېنوا، دا دېوان په ١٣٢٨ لمريز کال کي کابل مطبعې چاپ کړی دی
19.    خوشحال خان خټك څه وايي؟
    دا کتاب يو وار دهند په بمبيي کي غلام حسن خان ساپي په مرسته چاپ سوی و خو چي د پاکستان له لارې افغانستان ته راوړل کېدی نو د پاکستان حکومت ضبط کړ ، مګر په ١٣٢٩ لمريز کال کي د مطبوعاتو مستقل رياست بيرته چاپ کړ
20.    نظري به پښتونستان
    په پاړسي ژبه يوه رساله ده چي د ١٣٢٩ لمريز کال په کابل کالنۍ کي او بيا ځانته په مستقل ډول چاپ سوه
21.    پښتونستان
    په ٤٨٠ مخونو کي د پښتونستان زاړه نومونه او …… په مفصل ډول ليکل سوي دي چي په ١٣٣٠ لمريز کال کي د انيس په ورځپاڼه او بيا دمستقل کتاب په شکل د مطبوعاتو دمستقل رياست له خوا خپور شو
22.    ليډران امروزي پښتونستان
    دا د پښتونستان د ځينو مشرانو او ليډرانو لنډه پېژندګلوي ده چي د ١٣٣١ لمريز کال په کابل کالنۍ کي او هم ځانته د رسالې په ډول چاپ شوې ده
23.    د کاظم خان شيدا ديوان
    تدوين، تصحيح، او مقابله چي په ١٣٣٣ لمريز کال کي د پښتو ټولني له خوا چاپ شوی دی
24.    هوتکي ها
    د هوتکو د دورې مفصل حالات او پېښي دي، دا کتاب په پاړسي څبه ليکل شوی دی او د افغانستان د تاريخ ټولني له لوري په ١٣٣٥ لمريز کال کي چاپ سوی دی
25.    پريشانه افکار
    دا د استاد بېنوا د بېلابېلو اشعارو يوه برخه ده چي د ټولګي په شکل په ١٣٣٥ لمريز کال کي پښتو ټولني چاپ کړې ده
26.    د ګيتانجلې ژباړه
    دا اثر د هند د نوميالي اديب او فيلسوف رابنډرانات ټاګور د ګيتانجلي پښتو ژباړه ده چي هم انيس په ورځپاڼه کي پرله پسې خپره سوې او هم ځانته د مستقل اثر په ډول په ١٣٣٦ لمريز کال کي د کابل د نشراتي څانګي له خوا چاپ سوی دی او دوهم ځل لپاره په ١٣٥٤ لمريز کال کي بيا چاپ سوی او فاضل استاد اکاډيميسن پوهاند رشاد صاحب په ١٠٣ مخونو کي يوه مغتنمه او علمي سريزه پر کښلې ده چي په لومړي ځل د استاد بېنوا د پېژندګلوۍ په اړه علمي مالومات لري او ښاغلي عبدالغفور روان فرهادي ېې په ډيره سپين سترګې مقدمه نه، بلکې بېنوا نامه بولي
27.    برګ سبز
    په پاړسي جبه يو طنزيه اثر دی چي په ١٣٣٦ لمريز کال کي ئې دتالف دوهمه درجه جايزه وړې ده
28.    لنډۍ
    يو شمير منتخبي لنډۍ له پاړسي او انګريزي ژباړي سره يوځای په ١٣٣٧ لمريزکال کي د کابل راډيو له خوا په مصورډول په١٧٦ مخونو کي چاپ شوي دي او د انګريزي ژباړه ئې ښاغلي شريفي کړې ده
29.    خوشحال او پسرلی
    په دې اثر کي د خوشحال خان پسرلني او رندانه شعرونه را غونډ سوي دي او په ١٣٣٧ لمريز کال کي د کابل راډيو د پښتون ږغ مجلې له خوا چاپ سوي دي
30.    پاچا خان
    دا کتاب ښاغلي فارغ بخاري په اردو ژبه د عبدالغفار خان د فعاليتونو په باب ليکلی چي استاد بېنوا له اردو څخه پاړسي ته ژباړلئ دی او د١٣٣٨ لمريز کال دانيس په ورځپاڼه کي پرله پسې خپور شوی دی
31.    د زړه خواله
    دا کتاب د يو لړ ليکونو ټولګه ده چي په هنري ډول يې خپل خيالي ملګري ته ليکلې دي دا کتاب د١٣٣٨ لمريز کال د اصلاح په ورځپاڼه کي پرله پسې خپور سوی او په ١٣٤١ لمريز کال د مطبو عاتو مستقل رياست له خوا چاپ سوی دی
32.    پښتو قرائت
    د پوهني دوزارت په غوښتنه د ښونځيو دلسم ټولګي لپاره ليکل سوی دی او په ١٣٣٩ لمريز کال کي چاپ سوی دی
33.    زوړ ګنهګار
    يوه پښتو ډرامه ده چي د کندهار په پوهنه ننداره کي تمثيل سوې او بيا کابل راډيو په پښتون ږغ مجله کي پرله پسې خپره سوې ده
34.    کار بر اصل
    يوه ټولنيزه او تنقيدي ډرامه ده چي په پاړسي جبه ليکل سوې اود کابل په پوهنه ننداره کي تمثيل سوې ده
35.    اشتباه
    دا هم يوه ټولنيزه ډرامه ده چي د کابل د جشن په صحنه کي تمثل سوې ده
36.    اشيانه عقاب
    يو تاريخي او حماسي ډرامه ده چي د کابل په پوهني ننداره کي تمثيل شوې ده
37.    زرنګ
    په پاړسي ژبه يو راډيويي ډرام دی چي په کابل راډيو کي تمثيل سوې دی
38.    حکومت بېدار است
    دا هم يو پاړسي ډرام دی چي په کابل راډيو کي تمثيل او پښتون ږغ مجله کي چاپ سوی دی
39.    د چين سفر نامه
    دا کتاب فاضل استاد بېنوا په ١٣٣٦ لمريز کال کي ليکلی دی چي د دوو سوو مخونو په شاوخوا کي و او په دغه سفر کي شهيد داود خان د خپل وخت صدراعظم هم ورسره مل و نو ځکه ئې په ١٣٥٥ لمريز کال کي تر چاپ وړاندي هغه ته ورکړ تر څو د هغه تر نظر هم تير سي خو د هغه له شهادت سره دغه اثر هم د هغه په کور کي تريتم شو
40.    اوسني ليکوال
    ددې اثر لومړی ټوک په ١٣٤١ لمريز کال کي په ٥٤٤ مخونو کي د مطبوعاتو د مستقل رياست د کورنيو خپرونو د لوي مديريت له خوا په دولتي مطبوعه کي چاپ شو
41.    اوسني ليکوال
    دوهم ټوک ، په ١٣٤١ لمريز کال کي د مطبوعاتو دمستقل رياست له خوا په ٤٢٤ مخونو کي خپور سوی دی
42.    افغانستان اليوم
    ارواښاد استاد بېنوا په عربي ژبه ښه پوهيدی اوپه دغه ژبه ئې اثرکښلی اوچاپ کړی دی افغانستان اليوم د بېنواهغه اثردی چي په ١٣٤٢ لمريز کال کي په قاهره کي چاپ شوی دی
43.    اربعين حقيقة عن افغانستان
    دا اثر هم په عربي ژبه ليکل شوی دی او په ١٣٤٣ لمريز کال کي په قاهره کي چاپ شوی دی، استاد په دغه وخت کي په قاهره کي دافغاني سفارت مطبوعاتي مستشار و
44.    آثار افغانستان
    دا اثر هم په عربي ژبه د استاد بېنوا په زيار په ١٣٤٣ لمريز کال کي په قاهره کي چاپ شوی دی او ټول کتاب ٩٦ مخونه لري
45.    المراة افغانية
    دا اثر په عربي ژبه په ١٣٤٣ لمريز کال کي د استاد بېنوا له خوا په قاهره کي چاپ شوی دی
46.    هديالعام جديد
    دا يو تقويم دی چي په ١٣٤٥ لمريز کال کي د استاد بېنوا له خوا په قاهره کي چاپ شوی دی
47.    اوسني ليکوال
    دريم ټوك، دغه اثر په ٥٤١ مخونو کي د مطبوعاتو د مستقل رياست له خوا په ١٣٤٦ لمريز کال کي چاپ شوی دی
48.    د معمر القذافي د مشهور شين کتاب ژباړه
    په ريو ټوکونو کي ولسي واک، دخلګو ديموکراسي او ټولنيز اقتصادي سيسټم
49.    ښه شپه
    د استاد بېنوا يو وړ اثر دی چي د نيکمرغه خاندان ژوند پکښي تمثيل دی
50.    د افغانستان نوميالي
    د ا دفاضل استاد بېنوا هغه اثر دئ چي تر اوسه یې څلور ټوکه چاپ شوي دي اومړی ټوک یې په ١٣٥٣ لمريز کال کي ، دوهم ټوک ئې په ١٣٥٣ لمريز کال کي ، دريم ټوک ئې په ١٣٥٦ لمريز کال او څلورم ټوک ئې په ١٣٥٩ لمريز کال کي د اطلاعاتو او کلتور د وزارت له خوا چاپ شوی دی دغه اثر تر څلورم ټوک پوري د ( ج ) تر توري پوري چاپ شوی دی، خو دا د (ي) تر رديف پوري په لس ټوکه کي کښل شوی دی او پاته ښپږ ټوکه یې د فاضل استاد رشاد صاحب سره ناچاپ پراته دي
51.    نېټه ليک ياداښتونه يا د افغانستان تاريخي پيښي
    دا داستاد بېنوا بل اثر دئ چي په دوه ټوکونو کي ئې ليکلی دی او د کابل پوهنتون له لوري خپور شوی دی لومړی ټوک ئې په ١٣٥٤ لمريز کال او دوهم ټوک ئې په ١٣٥٨ لمريز کال کي خپور شوی دی
52.    خوشحال خان خټک از زبان خوشحال خان
    دا د خوشحال خان خټک په اړه يړه تحليلي څېړنه ده چي استاد بېنوا ليکلې او١٣٥٦ـ١٣٥٧کلونوکي په پلوشه مجله کي خپره شوې ده
53.    دهسک پېغله
    دا د استاد بېنوا د شعرونو دوهمه ټولګه ده چي د افضل ټکور له خوا د هيواد پنځوس کلنو خپرونو څخه را ټوله سوې او په ١٣٦٧ لمريز کال کي د افغانستان د ليکوالو ټولنې په ٧٥ مخونو کي خپره کړې ده
54.    د پښتو متلونو غوړچاڼ
    له بده مرغه دغه کتاب ما نه دئ ليدلئ او نه مي ئې کوم ځای يادونه پيداکړله ، خو غالباٌ دا په څلورو ژبو استا بېنوا اړولې دی، کيدای سي زما اټکل صحيح نه وي که غلطي وي بيا هم بخښه غواړم ځکه چي ماته په لاس نه دئ راغلئ . خو دا اثر په ١٣٥٨ لمريز کال کي چاپ شوی دی
55.    خوږه ژبه
    دا اثر ( مصاحبۀ افغان کندهاري و کابلي ) استاد بېنوا په ١٣١٢ لمريز کال کي ليکلی دی چي خطي نسخه یې وس هم د افغانستان د ملي ارشيف خطي نسخو په کتابتون کي خوندي ده په دې اثر کي لنډي ادبي طرحي او شعري ټوتې راغلي دي
56.    عربي پښتو قاموس
    په دې اثر کې د عربي ژبي ډير لغاتونه راټول شوي دي چي بيا په پښتو معنی ورته ليکل شوې ده خو له بده مرغه دا اثر تر اوسه نه دی چاپ شوئ
57.    پښتو قاموس
    دا اثر استاد بېنوا غاليباٌ په ١٣١٧ ـ ١٣١٨ لمريز کلونو کي کښلی چي چاپ شوی نه دی په دې اثر کي د پښتو ديارلس زره لغاتونه راټول شوي دي
58.    کڅکول
    دا اثر هم د استاد بېنوا د بيلابېلو ليکونو او شعرو ټولګه ده چي دا هم غالباٌ په ١٣١٧ ـ ١٣١٨ لمريز کلونو کي ليکل شوې خو چاپ شوې نه ده
59.    د افغانستان تاريخي ريښې
    دا د ارواښاد استاد بېنوا ورستی اثر دی چي څو برخې یې چاپ شوي دي ولي نور نو ژوند وفا ورسره ونه کړه او دغه اثر نيمګړی پاته شو.

د عبدالروف بېنوا سبک/ پوهنيارمحمود مرهون

4 COMMENTS

  1. د مرحوم استاد بینوا اروا دښاده او جنتونه ئې ځای شه . ډېر په زړه پورې معلومات مو د بېنوا صاحب په هکله راټول کړي دي .

  2. د غنی خان مکتوب د بېنوا په نوم
    ګرانه بینوا
    بېنوا په هشنغر کې ستا یو ورور دلته اوسېږي
    ببرسری، پټې سترګې، پټ پټ شونډو کې مسېږي
    ستا قلم چې نولي اوښکې، د هغه سترګي ډکېږي
    تا چې خپل دړد په ژړا کړي، هغه دلته وژړېږي
    دلته ناست به هشنغر کې ستا یو یار دی په رښتیا
    په خانانو کې یو خان خو، ستا په شان دی بېنوا

    خلق وایي چې لېونی دی عجیبه کوي کارونه
    سره او سپین له ځان نه ولي، چرته ګوري زیړ ګلونه
    دشرابو جام په لاس کې، اوږده وايي حدیثونه
    کله غواړي به سجدو کې، دالله نه شرابونه
    ټول بې توله شان تلل کړي، دمرګي او د دنیا
    ویي که سترګې دمرګ نه وي، ژوند به نه لیدلی چا

    چې ښه روغ وي چرته جمع، دی به ناست پکې خندان وي
    دی به وايي ګډي وډي، چپ به ناست پروفیسران وي
    په غرمه کې به یوازي، چرته شړو کې روان وي
    دملا د ذات دښمن دی ډېر خواږه ورته ډمان دي
    مات ټوپک دمنطق واخلي، نښه ولي پرې رسا
    عجیبه ورانې خبري، مرچکي سره حلوا
    ستا په شان د ده زړګی هم ، دهر خوار سره خوږېږي
    په وجود یې څرمن نشته، په بڅري اور سوځېږي
    زړه یې ډک دمیو جام دی که لږ ړکي نو تویېږي
    ته به وې وینه یې اور دی، په لږ اور سره لمبه کېږي
    ستا هر ټنګ سره هنګ دی کړي، یو ستار دی بې بها
    ته د نوي کندهار یې، دی دزوړ دی باشندا

    ستا د هر سر سره رپي، یو شاتار ستا د رباب دی
    نیم هوښیار نیم لېونی دی یو زوړ شوی شان ګلاب دی
    ازغي ډېر ښيست يې کم شو، وايي داسي انقلاب دی
    ویي زه طوفان یم سمندریم، په دې څه که ژوند حباب دی
    “ځمار خاوره کې ډېر نور شته، تشه نه لري دا سا
    زه غرور، رنګ او سرور یم، سره رنګینه به ژړا”

    ته چې کم رنګ کې غوپه شې، دی هم هغه رنګ کې رنګ شي
    چې ته مست به اتڼ ورشې، دی ګنګرو شي او په شرنګ شي
    چې ته غم فریاد شروع کړې، دی بې خوده لکه بنګ شي
    چې ته توره کړې راپورته ، دی یو سور نرتوب به جنګ شي
    بل د ده به شان به کم ځای، ځان له ورور کړې راپیدا
    یارانې ته داسي یار، داسي بل دزړه آشنا

    ستا په خود کې چې کم نور دی ما کې هم هغه ځلېږي
    ستا دزړه چینه د رحم ، دلته رود دی چې بهېږي
    ته چې وینې کم خوبونه زما سترګو کې غړېږي
    ته چې زانګې په کم ټال،په هغې غني زنګېږې
    بېنوا به هشنغر کې ستا یو ورور دلته او سېږې
    ببر سری، پټې سترګې، ځان ته خاندي او ژړېږي
    کله ټنګ کله ټکور شي، کله ساز کله ژړا
    ګډو وډو کې لړلی، غیرتونه فلسفه
    ډېر څېزونه رب ورکړي، چې ښادېږي پرې دنیا
    چې څه غواړي هغه نشته، ستا په شان دی بېنوا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب