تاند (سه شنبه د چنګاښ/سرطان ۲مه)د راپورونو له مخې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ، له تهران څخه اسلاماباد ته روان شو.
دغه سفر یو ورځنی دی او هلته به له پاکستاني چارواکو سره وګوري.
د ایرنا سیاسي خبریال ویلي چې، ولسمشر به د دې سفر په جریان کې له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره جلا جلا غونډې وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګټو او همکارۍ په مهمو مسلو به بحث وکړي.
د دې خبرو اترو په جریان کې، وروستي سیمهییز بدلونونو، د سیاسي خبرو اترو پروسه او د تهران او اسلاماباد ترمنځ په سیاسي، اقتصادي، سوداګریز، کلتوري او سیمهییزو برخو کې د همکارۍ د پراخولو لارې چارې به بحث شي.
سرچینه وایي چې، دا سفر د ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا او د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا د پالیسۍ په چوکاټ کې ترسره کیږي او د کابینې یو شمېر وزیران، په شمول د کورنیو چارو، بهرنیو چارو، سړکونو او ښاري پراختیا، او کرنې جهاد وزیران به په دې سفر کې له ولسمشر سره مل وي.