شنبه, مې 18, 2024
Home+په دې ورځ جیمي کارتر د امریکا ولسمشر شو

په دې ورځ جیمي کارتر د امریکا ولسمشر شو

تاند- له نن څخه ۴۶ کاله پخوا د ۱۹۷۶ د نوومبر په ۲ مه جیمي کارتر د امریکا ۳۹ ولسمشر انتخاب شو.

کارتر د امریکا په ولسمشرانو کې تر ټولو سوله غوښتونکی او بشرپاله ولسمشر ګڼل کېږي او د ځینو په باور له جګړې او کړکیچ سره د کارتر تر اندازې زیات مخالفت او سولې ته لېوالتیا د دې سبب شوه چې شوروي اتحاد پر افغانستان وبلوسي.

کارتر ته د سوله غوښتنې په خاطر په ۲۰۰۲ م کال د نویل د سولې جایزه ورکړل شوه.

ده د توکمیز بېلتون یا توپیر مخالفت کاوه او د تورپوستو د مدني حقونو دفاع کوله.

کارتر په خپل دیموکرات ګوند کې پر یوه سیاسی او مدني فعال بدل شوی و.

دی د دیموکرات ګوند غړی و او تر ولسمشرۍ مخکې له ۱۹۷۱ څخه تر ۱۹۷۵ پورې د جورجیا ایالت ګورنر و.

نوموړي د ۱۹۷۶ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جمهوریپال ګوند کاندید جرالډ فورډ ته ماتې ورکړه او تر ۱۹۸۱ کال پورې یې ولسمشري وکړه خو په ۱۹۸۰ کال د جمهوریپال ګوند کاندید رونالډ ریګن ماتې ورکړه.

د کارتر د ولسمشرۍ په دوره کې دوه وزارتونه زیات شول؛ د انرژۍ وزارت او د پوهنې وزارت.

د ده په وخت کې د کمپ ډیویډ تړون لاسلیک شو.

په اقتصادي ډګر کې د ده د ولسمشرۍ دوره د امریکا لپاره بریالۍ نه وه ځکه چې اقتصادي وده سړه وه.

د کارتر په دوره که نه یوازې دا چې شوروي اتحاد افغانستان اشغال کړ بلکې په ایران کې هم اسلامي انقلاب وشو او په لومړیو کې یې ټول امریکايي دیپلوماتان او سفارت یرغمل شو.

جیمي کارتر په ۲۰۱۵ کې په مغزي سرطان اخته شو خو وروسته یې درملنه وشوه. د کارتر په کورنۍ کې له ډېر پخوا د سرطان ناروغي وه، مور او پلار، دوې خویندې او کوچنی ورور یې د معدې د سرطانه کبله مړه شوي دي.

کارتر چې د ۱۹۲۴ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه په جورجیا کې زېږېدلی و، د تېر اکتوبر په لومړۍ نېټه ۹۷ کلن شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب