له نن څخه ۱۰۲ کاله پخوا د ۱۹۲۲ د نوومبر په ۲۲ مه البرت انشتاین (Albert Einstein) د نوبل جایزه ترلاسه کړه. د نوبل کمېټې البرت انستاین په ۱۹۲۱ د سترو کارونو په خاطر د نوبل جایزې ته ونوماوه. خو دې کمېټې انشتاین ته د جایزې ورکړه تر ۱۹۲۲ پورې وځنډوله.
انسټاین څوک و؟ لیکوال: عدنان نجیبي
جرمني الاصله امریکايي فزیک پوه البرټ انسټاین په ۱۸۷۹ م کال کې د مارچ په اتمه نېټه د جرمني د منځنۍ طبقې په یوه یهوده کورنۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې. انسټاین له کوچنیوالي له جنګونو نفرت درلوده او وايي په ذهني کارونو کې یې ډېره وړتیا درلوده.
۱۸۹۴ م کال کې پنځلس کلن وو چې د استادانو د سخت دریځۍ او د زده کړو د سخت سېستم له امله یې ښوونځي خوشې کړ او خپلې کورنۍ سره اټالیې ته ولاړه. له یوه کال سرګردانۍ نه وروسته یې بیا یو سویسي ښوونځی پیل کړ او وروسته بیا د زوریخ د ټکنالوژۍ فدرالي انسټیټیوټ کې شامل شو.
په ۱۸۹۰مو کلونو کې دا نامتو سړی له عادي ریکارډ سره له ښوونځي نه فاغ شو. په دوه کلونو کې یې څو ځایه دندې ترسره کړې او بیا یې د خپلې یوې پخوانۍ ټولګیوالې سره واده وکړ.
۱۹۰۵م کال کې یې اساسي پاڼې ټولې په څو میاشتو کې ولیکلې. هغه په خپله لمړي پاڼه کې لیکلي ول چې رڼا ځېنې وختونه د ذراتو په ډول هم چلند کوي چې د انرژۍ ذراتو ته یې کوانټا ویلي ول. دویمه پاڼه کې یې د تودوخې تیورۍ او اټومونو د شتون ثبوت وړاندې کړی وو. دریېمه پاڼه کې یې د الېکټرومقناطیسي تیوري او د عادي حرکت تر منځ تړون ثابت کړی وو او دا چاره یې د نسبیت د تیوري په مرسته ترسره کړې وه. په څلورمه پاڼه کې یې ښوولې وه چې کتله او انرژي د یوې مادې دوه برخې دي چې دې مادې ته یې کتلوي انرژي ویلې وه (E=mc^2).
۱۹۰۹م کال کې د زوریخ په پوهنتون کې مرستیال پروفېسور شو. په ۱۹۱۱م کال کې د پراګ جرمني پوهنتون ته لاړه. هلته یې هم د فزیک په تړاو د پاڼو نشرولو ته دوام ور کړ او په ور پسې کال کې بیا د زوریخ ټکنالوژۍ پوهنتون ته د پروفېسور په صفت ستون شو.
په ۱۹۱۴م کال کې برلین ته لاړه. هلته یې څېړنې پیل کړې او د پوهنتون استادي یې پرېښوده. د لمړۍ نړیوالې جګړې په مهال یې د جرمني بریدګر جنګي اهداف رد کړل او د پسفیک ګروپ د جوړېدو ملاتړ یې وکړ.
په ۱۹۱۵م کال کې یې د عمومي نسبیت چې د فزیک یوه مهمه تیوري ده بشپړه کړه. د فضا وخت پخواني اټکلونه یې بدل کړل، د جاذبې په تړاو د پوهاوي نوې کچې ته ورسېده او د سولې له پاره یې هم خپلو هڅو ته دوام ور کړ.
۱۹۱۸م کال کې په سیاست کې زیات ښکېل شو او د نوي پرمختلونکي ګوند ملاتړ یې وکړ. بیا یې د نسبیت عمومي تیوري د برتانوي ستور پوهانو ملاتړ ترلاسه کړ او هغه ځکه چې برتانوي ستورپوهانو درک کړه چې د جاذبې قوه رڼا قات کولی شي. له دې وروسته انسټاین د ساینس ستوری شو.
۱۹۲۱م کال کې انسټاین د خپل شهرت نه په ګټنې د جرمني جمهوري غوښتونکی حکومت مخکې کړ. د انسټاین بله ځانګړتیا صهیونېزم دی. سره له دې، چې هغه یهود وو؛ خو د خدای ج د بایبل نظریه یې رد کړې وه. سره له دې هم د دویمې نړیوالې جګړې په مهال او وروسته د یهودیت ضد تبلیغ هغه کرار کرار د یهودې ټولنې سره اشنا کړ او وروسته یې بیا د صهیونېزم په کلک ملاتړي بدل کړ. یو ځل بیا دې بدنامۍ هغه د خپلو خبرو کولو نه را و نه شو ګرځولای. د هغه تیوریانې د بریدونو لاندې ونیول شوې او نږدې وه، چې د انسټاین ضد سازمان را منځ ته شي. حتی یو وخت یو تن دې ته هڅول شوی وو، چې انسټاین ووژني. خو انسټاین فلېګماټیک یا غلی شخصیت درلوده. کله چې د هغه خلاف هغه کتاب نشر شو چې نوم یې (د انسټاین ضد ۱۰۰ لیکوال) وو، انسټاین داسې ځواب ور کړ (که زه ناسم وای؛ نو بیا مې مخالفت کې یو تن هم بس وو). بیا یې سفرونه پیل کړل، د سوداګرۍ نړیوال کنفرانس کې یې ګډون وکړ او د بیت المقدس د یهودي پوهنتون له پاره د پیسو ټولولو په موخه امریکا ته لاړه. ور پسې کال کې یې د نوبل جایزه ترلاسه کړه.
۱۹۲۴م کال کې یې د نوې کوانټم تیورۍ پرمختګ له پاره کار وکړ. هغه هڅه وکړه چې د برېښنامقناطیسیت تیوري له جاذبې سره یو ځای کړي. په ۱۹۲۹م کال کې د یوې فیلډ تیوري اعلان وکړ؛ خو په دې وخت کې یې حسابونو د تجربو سره اړخ و نه لګاوه. خو دا یواځې پیل وو.
په ۱۹۳۳م کال کې هټلر واک ته ورسېده. دې وخت کې انسټاین په امریکا کې وو او ویې ویل، چې هغه به جرمني ته واپس لاړ نه شي.
کله چې د نازي ملېشو د هغه په کور برید وکړ او بانکي حساب یې ور وتاړه؛ نو د برلین یوې ورځپاڼې د خپلې لیکنې په سرلیک کې لیکلي وو (له انسټاین نه ښه زېری-هغه بېرته واپس نه راځي). خو د نازي پوځ د ګواښونو له امله انسټاین خپله عدم تشدد (Pacifism) نظریه رد کړه او ناڅاپه د ډار راپورته شو، چې جرمني ساینس پوه اټوم بم جوړوي. د هغه وړاندیز دا وو، چې امریکا باید خپله دا ډول بم جوړ کړي. خو حتی د لمړي اټومي بم نه وړاندې هغه عامو خلکو ته د دې بم په اړه خبرداري ور کړل او په نړیواله کچه یې د اټومي وسلو د کنټرول وړاندیز هم وکړ. بیا د پرېنسټن پوهنتون د لوړې کچې زده کړو سره یو ځای شو. له سخت پسیفېزم نه یې مخ وګرځولو او د نړۍ سیاسي رهبرانو ته یې خبرداری ور کړ چې د جرمني بریدونو ته دې ځان ټینګ کړي.
په ۱۹۵۲م کال کې له انسټاین نه وغوښتل شول چې د اسرایلو د هېواد دویم ولسمشر شي. د دې له پاره هغه ته ګڼ لاملونه لکه د ملګرو ملتونو ملاتړ، نړیوال حکومت، اټومي بې وسلې کول او ملکي ازادۍ وړاندې شوې. هغه دا وړاندیز رد کړ او ویې ویل، چې هغه د سیاست په اړه ډېر بې تجربې دی. خو شاید د دې چارې اصلي لامل بل څه وي ځکه وروسته بیا هغه ولیکل (ما له پاره معادلې ډېرې مهمې دي ځکه چې سیاست د اوسمهال چاره ده او معادلې تل پاتې دي).
په ۱۹۵۵م کال کې یې د یوې فیلډ تیوري پسې څېړنې پیل کړې. او وروسته بیا د اسرایلو له پاره د وینا له لیکلو او د جنګ ضد یوې نړیوالې پروژې ته له ځواب ور کولو وړاندې مړ شو.
زمونږ یوې ډلې ځوانانو په وروستیو کې حتا په ډېره بې شرمانه ډول د دې ستر ساینس پوه پسې رېشخند پیل کړی دی. ما ویل راځئ یوه لیکنه کې دا ستر شخصیت در وپېژنم او که وشول ځونان یې له سپکاوي نه لاس واخلي.
مونږ څه داسې خلک یو چې حتا د نورو له لوري خپل د خلاصه کیداني د ملا پسې یوه خبره نه شو زغملی؛ خو د نورې نړۍ د پوهانو او د ساینس د مخکښانو پسې په ډېره سپین سترګۍ سپکاوی کوو.
انشټین (د معاصر فزيک پلار) د نوبل ګټونکی
ترتيب او ټولونه: احسان الله سمون
انشټين په «اولم» کې وزېږېد، مګر مور او پلار يې له اولم څخه ميونيخ ته لاړل، نوموړي په رياضياتو کې فوق العاده استعداد درلود چې په ۱۹۰۰ زېږديز کال کې يې خپل تحصيلات د سويس په زوریخ پوهنتون کې سرته ورسول، دی د سويس د اختراع ګانو د ثبت په اداره کې د يوو ساده کارکوونکي په صفت وګمارل شو، نوموړي په يوه مقاله کې ثبوت کړه، چې د فلزاتو پر مخ لکه پوتاشيم، ټونګسټون او نور کله چې نور پر هغوی وځلېږي، نو له خپل ځانه الکترونونه خپروي او دې الکټرونونو ته يې فوتو الکترون وويل چې په همدې اساس يې په ۱۹۲۱ زېږديز کال د نوبل جایزه وګټله.
ويل کيږي ده یوه بله مقاله وليکله، چې د نسبت تيوري پورې مربوطه وه.
داسې هم ويل کيږي، چې په نوموړې مقاله پوهېدل دومره مشکل وو، چې ۱۲ کسانو کولی شول موضوع درک کړي.
همدارنګه د مادې او انرژۍ په باره کې يې يوه مقاله وليکله، چې که يوه توده ماده په انرژۍ تبديل شي، دومره انرژي به حاصل شي، چې د ۷ ميليون ټن ډينامنټ د انفجار په نتيجه کې د توليد شوې انرژي سره برابره وي، ددې نظريې نتیجه د اټوم بم وو، نوموړی په ۷۷ کلنۍ کې سخت ناروغ او د خوب په حالت کې مړ شو.
دلته د انشټین ځينې نظريې په لاندې ډول را وړو:
۱_ فضا منحني ده.
۲_ د دوو نقطو تر منځ لنډه فاصله مستقيمه نه ده.
۳_ فضا پرته له سرحد څخه محدوده ده.
۴_ د لمر شعاع منحني ده.
۵_ زمان نسبي دی، نشو کولی په هر ځای کې يې په دقيق ډول اندازه کړو.
۶_ فضا د شکل په لحاظ کروي نه ده، بلکې استوانوي ده.
۷_ زمان د مکان بعد دی، مکان د زمان بعد دی او خبر نه دي، چې پرته له يو بل نه موجود دي.
۸_ نړۍ درې بعدي ده او يو بعد يې زمان دی.
۹_ حرکت نسبي دی.
۱۰_ د نور سرعت په يوو ساعت کې ۱۸۶۰۰ ميله دی، د نور سرعت ثابت دی.
ويل کېږي البرټ انشټین يو بهترين فزيک پوه وو، د نوموړي د پوهې او کار په خاطر د Einstemium عنصر د دده په نوم نومول شوی دی.
نیوکه نه ده ستا سې لیکنه ډیره ګټه لری .پراګ دچک یا چکسلواکیا هېواد مرکز دی جرمنی کې په دې نوم پوهنتون نشته. دفزیک پلا ر نه انستاین دی او نه انشتاین دواړه المانی ژبې څخه بهردی . دانرژی فزیکدان اصلا المانی آین شټاین دی. * چې ایڼ یوه ته او *شتاین ډبرې،تیګې، کاڼی ا وسټې ته وایی .
Einstein* (آین-شټاین) دوه سېلابه نوم دی. کور مو ودان
په لومړي سر کي نېټې غلطي ليکل سوي.