دوشنبه, نوومبر 25, 2024
Homeخبرونهد بشري حقونو سازمانونو په ایران کې د اعدامونو پر زیاتوالي اندېښنه...

د بشري حقونو سازمانونو په ایران کې د اعدامونو پر زیاتوالي اندېښنه وښوده

تاند (جمعه، د لیندۍ/ قوس ۲ مه) په داسي حال کې چې د بشري حقونو د څار سازمان وايي چې د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکي له اعدامونو څخه په ځانګړي ډول د قومي لږکیو او سیاسي مخالفانو د بیرولو او ځپلو لپاره د وسیلې په توګه کار اخلي، د هرانا په نوم د بشري حقونو یوې بلې ټولنې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ایران یوازې په تېر عقرب کې لږترلږه ۱۳۳ تنه اعدام کړي دي.

دې سازمان په خپل میاشتني راپور کې ویلي چې دا کسان تېره میاشت د ایران په زندانونو کې اعدام شوي دي.

د دې شمېرو له مخې، د ایران اسلامي جمهوري دولت په منځني ډول هره ورځ له څلورو زیات کسان اعدام کړي دي.

دا لا نه ده معلومه چې په اعدام شویو کسانو کې څومره یې ایراني اقلیتونه او څومره بهرنیان دي.

تر دې وړاندې، د چهارشنبې په ورځ د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په ایران کې د قومي اقلیتونو، سیاسي فعالانو او بهرنیو اتباعو د اعدامونو د حکمونو زیاتوالي ته په اشارې په یوه بیان کې وویل چې د دغو کسانو په اعدامونو د عدالت د تامین د قوانینو پراخه سرغړونه شوې ده.

له بلې خوا هرانا په خپله ویبپاڼه کې په عقرب میاشت کې په ایران کې د بشري حقونو د مختلفو سرغړونو په اړه معلومات ورکړي دي.

په دې سرغړونو کې د بندیانو حقونه، د بیان ازادي، د زده‌کړو حق، د ماشومانو حقونه، کورني تاوتریخوالي، د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی، روغتیايي او چاپېریالي مسایل، د کارګرانو حقونه او قضایي او نظامي تاوتریخوالي شامل دي.

د هرانا په راپور کې ویل شوي چې په دې میاشت کې د کورني تاوتریخوالي له امله د ۱۲ ښځو د وژنې پېښې او ۱۵ نورې د بشري حقونو د سرغړونې پېښې ثبت شوي دي.

سربېره پر دې، په راپور کې د ماشومانو د حقونو په برخه کې ۱۰۳ پېښې ثبت شوي چې په کې د ماشومانو وژل کېدل، جنسي ځورونې او ځان وژنې شاملې دي.

د زده‌کوونکو او ملي لږکیو د حقونو په برخه کې هم د نیونو، غونډو او د زده‌کوونکو د مسمومېدو پېښې ثبت شوې دي، چې دا د دې سازمان په وینا په ایران کې د بشري حقونو د وضعیت د بحراني حالت څرګندونه کوي.

په همدې حال کې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي سږ کال په ایران کې ۴۹ افغانان اعدام شوي چې د هغو په منځ کې یوازې ۱۳ تېره میاشت (عقرب) اعدام شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب