جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد امریکا د ملي ګارد پر غړیو پر حملې تورن افغان ځان...

د امریکا د ملي ګارد پر غړیو پر حملې تورن افغان ځان بېګناه وباله

تاند (چهارشنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۲ مه) هغه سړي، چې سپینې ماڼۍ ته نژدې د ملي ګارد پر دوو غړو د ډزو په تور نیول شوی، د لومړۍ درجې قتل او برید په تورونو کې ځان بېګناه وباله.

۲۹ کلن افغان رحمان‌الله لکڼوال، چې په پېښه کې ټپي شوی هم دی، د سې‌شنبې په ورځ له روغتون څخه د ویډیو له لارې په محکمې کې د قاضي پوښتنو ته ځواب ووایه.

د هغه وکیل د نوموړي پر ځای د بېګناهۍ غوښتنه ثبت کړه.

د نوومبر په ۲۶مه سپینې ماڼۍ ته څېرمه د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو په ډزو کې ۲۰ کلنه سارا بیکسټروم وژل شوې او ۲۴ کلن انډریو وولف ټپي شوی دی.

د واشنګټن ډي سي یوه قاضي لکڼوال د بند له ضمانت پرته په توقیف کې وساته او د پېښې د «سختې وېروونکې بڼې» یادونه یې وکړه.

څارنوالانو وویل چې لکڼوال د برید لپاره له واشنګټن ایالت څخه د متحدو ایالتونو پلازمېنې ته سفر کړی و.
هغه په دې پېښه کې ټپي شوی او تر اوسه په روغتون کې بستر دی.

لکڼوال د افغانستان په جګړه کې د سي آی اې تر ملاتړ لاندې ځانګړې ملګري ځواک غړی پاتې شوی او له ۲۰۲۱ کال څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د بیا میشتېدو پروګرام له لارې امریکا ته داخل شوی و.

سیاسي انتقادونه او د ټرمپ دریځ

لکڼوال ته د ټرمپ د ادارې په وخت کې، د ۲۰۲۵ کال په اپریل کې پناه‌ ورکړل شوی وه؛ خو چارواکو امریکا ته د هغه د راتګ پړه د پخواني ولسمشر جو بایډن پر حکومت ور اچولې او ویلي یې دي چې په ۲۰۲۱ کې په الوتکو کې د افغانانو په انتقال کې د نوموړې اداره په «کمزوري ارزونې» تورنه ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل چې حکومت یې له دې پېښې وروسته د پناه ورکولو پرېکړې «د اوږدې مودې» لپاره ځنډوي.

ټرمپ، چې له پخوا څخه د کډوالو له منلو سره موافق نه و، په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي:
«موږ داسې خلک نه غواړو.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب