جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+علامه رشاد؛ چې اوس هم لار راښیي/ نعمت الله صدیقي

علامه رشاد؛ چې اوس هم لار راښیي/ نعمت الله صدیقي

پوره یوویشت کاله وړاندې د ۲۰۰۴ م کال د دسمبر په اول پوهاند علامه استاد عبدالشکور رشاد هغه وخت له موږ کوچېدلی و، چې دی او وطن دواړه یې له یوه اوږده ناورینه د نورو ډېرو لویو او سترو غمیزو ته پر لار او یون وو.

 

استاد چې د خپل ۸۳ کلن ژوند په اوږدو کې زموږ د ادب، فرهنګ، سیاست، استادۍ او په خاصه توګه د لیک، تخلیق، تحقیق او متون پېژندنې، لیکنې او سمونې کومه قریحه، میتود او ځانګړنې لرلې، هغه په خپله د یوه ډېر عظیم او لوی شخصیت د کاري وړتیاوو او له معجزو کمې ځانګړتیاوې نه دي؛ خو څومره چې استاد ته زموږ د عصر اړتیا وه، له بدمرغه چې زموږ نصیبه په کې هغسې نه وه. دای زما په شمول اوس له ده ورسته په رسمي استادۍ کې زموږ د درېیم نسل بېخي یوازې یوه خوله او فکر فاصله لري، استاد غني غني زموږ د ننګرهار پوهنتون د کلاسیکو متونو د لوست او شرحې استاد وو او ده په کابل پوهنتون کې له استاد رشاده د شاګردۍ افتخار لاره، زه تر همدا ننه هم د استاد غني پر متون پېژندنه او پوهېدنه فکر کوم او د فصاحت او پوهېدنې یوازینی علت یې همدا د استاد رشاد د شاګردۍ کرامت بولم؛ خو له ښه مرغه استاد رشاد اوس هم له موږ سره د خپلو افاقي علومو او روښانفکره نظریاتو په واسطه په کتابونو او لیکنو کې شته او خپله هغه لار راښيي، چې ده او د ده د وطن او او ملت یوازینی د نجات او ساتنې او ژغورنې لار ده.

 

د استاد رشاد د علم او نبوغ یوازې یو اړخ او لوری نه دی، چې موږ دې یې په یوه اړخ پرې حساب وکړای شو، بلکې د هغه د اثارو او لیکنو په استناد معلومېږي چې دای په یو وخت په ګڼو علومو داسې پوهېدونکی عالم و، چې د تعبیر، تشریح او تفسیر نوي لوري یې ورسره موندلي دي، ما یې وروستي دوه اثاره د «خوشال فرهنګ او د سریزو شپول (خورې ورې مقالې)» د همداسې بین العلوميت د ځانګړنو او خصوصیاتو له مخې په دې ورستیو کې ولوستل.

 

په شلمه پیړۍ کې زموږ د عالمانو او علومو یا د علم یو پټ او ناڅرګنده یا په اصطلاح د علاماتوب یو بارز معیار هم په ګڼو پوهو سمه برلاسي او پوهېدونه وه، چې دا د نن په څېر هر څوک په کې ډېر عالمان نشوای راوتلی او نه دا د هر چا د وس او توان برخه کېدای شوه؛ بلکې اصل یې د څو څانګیزتوب ترڅنګ دقت هم و، استاد رشاد همغه وخت د همداسې علومو په منځ د علم جغرافیه پوهنې، ادبپوهنې، تاريخپوهنې، دیني، فکري او سیاسي مطالعاتو او علمپوهنې هغه عالم و، چې په دې ټولو برخو کې یې دقت او کیفیت دواړه ټولمنلي او مشهور وو، د استاد غني په قوله د کتاب او لیکنې لپاره به یې که بسم الله ارحمن الرحیم هم لیکله، د سم او ښه احتیاط لپاره به یې حتی هر وار قران شریف ورته لېده؛ ځکه خو استاد د ماخذونو او دقت په برخه کې دقیق او امین استاد ګڼل کېږي.

 

د استاد رشاد د بین العلومیت یا د علومو د څانګیزتوب ترڅنګ د هغه د عمومي علمي بحر او پوهې په اړه یې استاد غني ویل، چې موږ ته یې یوه ورځ کوم لفظ تعریف کاوه، چې د هغه لفظ پر ځای د لفظ د لغوي او اصطلاحي تعریفونو پر پېژندنې ورګډ شو، چې حتی څو ورځې لیکچر یې پر لغوي او څو ورځې یې پر اصطلاح پېژندنې راسره تېرې کړې او بیا هم موضوع د ده په ژبه «مختصره» راټوله وه.

 

د استاد له لیکنو او اثارو دا هم معلومېږي، چې دای د نن په څیر د لیکوالو او پوهانو غوندې د ډېرو کتابونو او یوازې د سپینو صفحو د تورولو عالم او لیکوال بېخي نه و؛ بلکې په کمو لیکنو او کتابونو د ډېرو درنو علومو او پیغامونو د کیفیت او معیار عالم او لیکوال و.

 

یو شی چې د استاد د شخصیت ډېر مهم اړخ و، هغه بېخي د ده د علومو په څېر زموږ د عصر او نسل جدي ضرورت او تر بل هر وخت یې نن ډېره اړتیا ورته لرو، هغه د ده فکري او سیاسي اعتدال او لاره وه، استاد په فکري لحاظ د مشروطیت د غورځنګ تسلسل و او د ویښ زلمیانو د غورځنګ فعال عالم او روښانفکره و، تر اخره په خپل فکر او لاره ولاړه او روان پاتې شو، هیڅ د وخت توپانونو او سیلیو یې مخه ونشوه نېوای او نه یې د وخت له قدرتونو او ثروتونو سره په خپلې ملي او فکري ژمنتیا کوم مصلحت او معاملو ته غاړه کېښوده؛ ځکه خو دای د ژمنو روښانفکرانو پر سرلارو کې راځي او روښانفکره مورال او روحیه هم ترې زده کېږي.

 

د استاد روښانفکري بېخي هغه وخت د کتو وه، کله چې د ده په وفات په ۲۰۰۴ م د وخت واکمن نظام او حکومت څو ورځې ماتم اعلان کړ او بېرغ نېمه کښی شو او د هغه وخت د حکومت مخالفینو د «ااا» هم خپله میشتنۍ څرک مجله او اعلامیه د ده پر مړینه غمجنه خپره کړه. دا حتی زموږ په څو لسیزو کې د دولتونو او مخالفینو ترمنځ یو استثنایي موارد او تصادف و، چې د استاد رشاد غوندې پر یوه ملي او روښانفکره شخصیت واقع شوی و.

 

همدغه څه یو ځل بیا استاد علامه رشاد په ۲۱ تلین د خپل وطن خلکو، عالمانو او د علومو زدکړیالو او سیاسونو ته وریادوي، چې که علم، پوه او تدبر روایت کوئ، نو د ده له شخصیت په الهام یې د ده په اثارو، لیکنو او فکري او سیاسي لارو کې شته او که مو خپله کړه؛ نو دا به د خپل وخت او عصر یو استثنایي پېل او پای وي.

 

د علامه استاد عبدالشکور رشاد روح دې خوشحال او منور وي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب