Homeخبرونهامنیت شورا ممکن د افغانستان او پاکستان د کړکېچ په اړه پرېکړه‌لیک...

امنیت شورا ممکن د افغانستان او پاکستان د کړکېچ په اړه پرېکړه‌لیک تصویب کړي

تاند (چهارشنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۱ مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه د ۲۰۲۵ کال د وروستۍ درې مېاشتنۍ ناستې جوړېدو ته چمتووالی نیسي.

تمه ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا روانه میاشت (ډسمبر) خپله دوره‌یي ناسته د افغانستان په اړه دایره کړي.

په دې غونډه کې به د یوناما سرپرسته جورجټ ګانیون، د اوچا یو جګپوړی چارواکی، او د افغانستان د مدني ټولنې یو استازی خپل جلا راپورونه وړاندې کړي.

د امنیت شورا په وینا، له عمومي ناستې وروسته به د شورا غړي یوه غیرعلني یا د بندو دروازو تر شا ناسته هم ولري، څو د افغانستان وروستي امنیتي، سیاسي او بشري وضعیت وارزوي.

د طالبانو او پاکستان د وروستیو کړکېچونو په اړه احتمالي پرېکړه لیک

د شورا د اعلان پر اساس، امکان شته چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو رامنځته شویو ترینګلتیاوو په اړه یو پرېکړه لیک هم تصویب شي.

دغه پرېکړه لیک ممکن د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړي، دواړه لوري له نورو پوځي اقداماتو څخه منع کړي، او د اختلافاتو د حل لپاره د ډیپلوماتیکو لارو کارولو ته وهڅوي.

د طالبانو د کړنو د ارزونې لپاره غیررسمي غونډه

شورا ویلي چې د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو له دفتر او یوناما سره د یو غیررسمي بحث احتمال هم شته، چې د طالبانو د کړنو پر وړاندې د غبرګون ممکنه لارې وڅېړل شي.

دغسې غونډه کولی شي د سیاسي مشارکت د نوې نقشې، د دوحې راتلونکو خبرو، او د خصوصي سکتور او د مخدره موادو پر ضد د کاري ډلو د فعالیتونو په اړه تازه معلومات شریک کړي.

د ۱۹۸۸ تحریمونو د بیاکتنې امکان

د امنیت شورا په اعلامیه کې ویل شوي چې غړي کېدای شي د افغانستان د ۱۹۸۸م کال د بندیزونو نظام هم بیا وارزوي— دا بندیزونه له هغه وخت راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، یوازې یو ځل تعدیل شوي دي.
دا بندیزونه په اصل کې د طالبانو د مشرتابه او القاعده شبکې د غړو پرضد وضع شوي وو.

د بندیزونو نوي ارزونه کولی شي له امنیت شورا سره مرسته وکړي چې دا روښانه کړي چې ایا دغه نظام د بدلون، پراخېدو او یا تازه کېدو اړتیا لري که نه.

د امنیت شورا درې میاشتنۍ ناستې؛ له ۲۰۲۱ وروسته د افغانستان وضعیت ته یوه مهمه کتنه

د امنیت شورا دا منظمې درې میاشتنۍ غونډې له ۲۰۲۱ وروسته د افغانستان د وضعیت د ارزونې له مهمو نړیوالو لارو څخه شمېرل کېږي.

په دغو ناستو کې عموماً د بشري حقونو وضعیت، د ترهګرو ډلو فعالیتونه، روان بشري بحران، او د افغانستان سیمه‌ییزې اړیکې ارزول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو هیر شوی لیک | آصف بهاند

«گله لیوال گله!» ما د لېوال صاحب «لام او ایلینو» منظومه په ۲۰۱۱ ام کال چې څنگه ترلاسه کړه، نو یوه کاپي مې ترې واخیسته...