Homeخبرونهد امریکا په تاریخ کې په لومړي ځل د استازو جرګې ته...

د امریکا په تاریخ کې په لومړي ځل د استازو جرګې ته تر ۱۰۰ ډېرې ډیموکراتې ښځې غوره شوي

تاند (جمعه، د لړم/ عقرب ۱۵ مه) د امریکا په تاریخ کې په لومړي ځل د استازو جرګې ته د دیموکرات ګوند تر ۱۰۰ ډېرې ښځینه غړې بریالۍ شوې او په دې توګه یې یو نوی تاریخي ریکارډ جوړ کړی دی.

د ۲۰۲۶ کال د نوومبر د درېیمې د منځمهالو انتخاباتو د پایلو له مخې، د امریکا د کانګرس په استازو جرګه کې د دیموکرات ګوند د ښځینه غړو شمېر په لومړي وار له ۱۰۰ واوښت.

د هغوی په منځ کې یوه یوه افغانه/ افغان الاصله عایشه وهاب هم شامله ده چې اصلاً د کندهار ده. عایشه وهاب لومړنۍ افغان اصله ده چې د امریکا د کانګریس د استازو جرګې ته لار مومي. دا تر دې وړاندې د کلیفورنیا د یوې چوکۍ له خالي کېدو وروسته د استازو جرګې ته بریالۍ شوې وه خو هغه مهال د درو میاشتو لپاره وه.

په وروستیو انتخاباتو کې د نیویارک ایالت الکساندریا اوکاسیو کورټېز، د میشیګان ایالت رشیده طلیب او د مینیسوټا ایالت الهان عمر هم بریالۍ شوې دي.

همداراز، په جورجیا ایالت کې کېشا لانس باټمز د امریکا په تاریخ کې لومړنۍ تورپوستې ښځه شوه چې د دغه ایالت د والي په توګه وټاکل شوه. په ټکساس کې جینا هینوسا لومړنۍ لاتیني الاصله ښځه ده چې د والي څوکۍ یې ګټلې ده.

د نیو مکسیکو ایالت ډیب هالېنډ هم د امریکا په تاریخ کې لومړنۍ بومي امریکایۍ ښځه شوه چې د یوه ایالت د والي په توګه وټاکل شوه.

د دیموکرات ګوند د ښځو د استازولۍ ډلې (Democratic Women’s Caucus) په وینا، له ۲۰۱۶ کال راهیسې د استازو جرګې ته د دیموکرات ښځو په استازولۍ کې له ۶۰ سلنې ډېر زیاتوالی راغلی دی.

د امریکا د کانګریس د نوومبر د درېیمې نېټې انتخابات دیموکرات ګوند وګټل. ډېری شنونکی د دې علت د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پالیسۍ ګڼي.

د امریکا د استازو جرګه ۴۳۵ غړي لري او هر دوه کاله وروسته یې انتخابات ترسره کېږي خو سنا جرګه دوه، چې ۱۰۰ غړي لري، ۶ کلنه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کندهار زمریان| غني حسن

د سریزي په توګه: د کندهار د ملا صاحب د سرای څخه یو کوشنی موټریز کاروان د کندهار هوايي ډګر پر لوري روانېږي، ځي او...