پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبشعرد پيښتون ژغورنې غورځنګ ته د سندۍ شاعرې شعر

د پيښتون ژغورنې غورځنګ ته د سندۍ شاعرې شعر

د پاکستان د اردو او سيندۍ ژبو سیندۍ توکمې لیکوالې او شاعرې نورالھدی شاہ لاندېنی ازاد نظم د ھغو پښتنو لپارہ لیکلی چې د پاکستان پہ جنڰ ځپلو سیمو کې د امنیتي ادارو لہ خوا پر پوستو ځورول کېږ‎ي۔ د همدې برخورد پر ضد پښتنو پاڅون کړ‎ی دی چې د منظور پښتین پہ مشرۍ د پښتون ژغورني غورځنګ تر نوم لاندې يې زیات شھرت موندلی دی۔
نورالھدی شاہ ھم لہ دې غورځنڰہ پہ الھام اخیستو سرہ پہ اردو ژبہ دغہ نظم کښلۍ دی چې پښتو ژباړ‎ہ يې وړ‎اندې کوو۔
شاعرہ: نورالھدی شاہ
ژباړن: عبدالحی کاکړ
عنوان:  تلاشي (د یوہ پښتون بچي پہ نوم)
مورې!
زہ مدرسې تہ نہ ځم
ھغوی مې تل پہ لارہ کې تلاشي کوي
پہ جامو کې مې بارود لټوي
پہ خېټہ او شا مې لاسونہ مږ‎ي
ھرہ ورځ ورتہ وایم چې پہ خېټہ نھر یم
ډېرې ورځې کېږ‎ي چې پہ کور کې مې ډوډۍ نہ دہ پخہ شوې
ځکہ چې
پلار مې د امنیتی پوستې پورې غاړ‎ې تہ نہ شي تللای
چې لاړ‎ شي او  اوړ‎ہ راوړ‎ي
ما لہ مور څخہ پوښتنہ ھم کړ‎ې وہ
اې مورې!
پہ بارودو بہ زما خېټہ ډکہ شي؟
خو پر پوستہ ولاړ‎ عسکر
زما پہ ژبہ نہ پوھېږ‎ي
زہ د ھغوي پہ ژبہ نہ پوھېږ‎م
زہ فکر کوم ھغوي کاڼہ دي
ھغوي فکر کوي زہ ګونګ یم
زہ ورتہ وایم چې ما مہ تلاشي کوی
شرمېږ‎م چې کلہ زما پہ بدن لاسونہ وھی
داسې احساسوم
لکہ چې تاسو ما د خپل ځان مخ تہ بربنډوی
خو ھغوي داسې راتہ وګوري
لکہ چې زما ژبہ غوڅہ وي
داسې ورتہ بریښي
لکہ چې زہ ګونګ یم او تش غږ‎ونہ راباسم
یا خو بیا ھغوي پخپلہ کاڼہ دي
مورې!
زہ نور مدرسې تہ نہ ځم
پاک خدای تہ ووایہ
زما کورتہ دې راشي
او د قران پاک درس راکړ‎ي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب