یکشنبه, مې 5, 2024
Homeروغتیاکه د وینې له کمښته کړېږی، خرما وخورئ

که د وینې له کمښته کړېږی، خرما وخورئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي
نن سبا د وینې کمښت هغه ستونزه ده چې ډېری کسان ورسره لاس او ګرېوان دي، خو له نېکه مرغه، لکه دنورو ستونزو ددې ستونزې لپاره هم حل لاره شته. ډېر څه شته چې دا ستونزه له منځه وړلی شي، تر ټولو اسانه او ارزانه لار یې د خرما خوراک دی.
په خرما کې شته اوسپنه د وینې د کمښت او مګنېزیم یې د سرطان مخه نیسي، دا چې په خرما کې د فاسفورس کچه هم لوړه ده، نو ګټه یې د هغو کسانو لپاره ډېره ده چې فکري کارونه کوي.
د تغذیې د برخې متخصصین او روغتیاپالان وایي، که خرما یوازې او یا هم له لبنیاتو او بادامو سره وخوړل شي، د هغو لپاره چې روژه نیسي، فکري او یا هم دروند فزیکي کار کوي، ښه او مقوي خواړه حسابېږي.
په خرما کې شته فیبر د وینې غوړ له منځه وړي، قند، موسیلاژ او پکتیکي مواد یې د سینې په نرمولو او د ټوخي په له منځه وړو کې مرسته کوي. خرما د انسان جنسي قوت زیاتوي او په معده کې اضافي اسید له منځه وړي.
دا چې خلک خرما له ډېرې پخوا زمانې د قوي خوړو په توګه کاروي، په سنتي طب کې یې هم ډېرې ګټې په ګوته شوې دي چې په دې وروستیو کې له علمي پلوه هم تائید شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب