تاند (شنبه، د لړم/ عقرب ۲۳ مه) موږ هره ورځ څو ځله ساعت ته ګورو او په انګلیسي کې د وخت ویلو پر مهال د یوه، دوو یا درېیو بجو له شمېرې سره د «او کلاک» (O’clock) کلمه هم کاروو؛ لکه «ون او کلاک» یا «سیون او کلاک». خو ایا کله مو فکر کړی چې د وخت ویلو لپاره ولې دا کلمه کارول کېږي؟
د دې ظاهراً عادي کلمې تر شا د انګلیسي ژبې څو پېړۍ پخوانی تاریخ پروت دی، چې د ساعتونو له لومړنیو بڼو او د وخت معلومولو له پخوانیو لارو سره تړاو لري. پوښتنه دا ده چې د ساعت د شمېرې تر څنګ د «او کلاک» د کارولو دود له کومه پیل شوی او اصلي معنا یې څه ده؟
«او کلاک» له کومو کلمو جوړ شوی؟
د میشیګان پوهنتون د انګلیسي ژبې پروفیسره اېن کرزن وايي، «او کلاک» په اصل کې د انګلیسي ژبې د «آف د کلاک» (Of the clock) لنډه بڼه ده، چې معنا یې «د ساعت له مخې» ده.
نن ښايي دا پوښتنه عجیبه ښکاره شي چې د وخت ویلو لپاره ولې ساعت ته اشاره کېده؛ خو په پخوا زمانو کې د وخت معلومول د نن په څېر اسانه نه و. تر هغه مخکې چې میخانیکي ساعتونه عام شي، خلکو د لمر د موقعیت او سیوري له مخې د وخت اټکل کاوه. کله ناکله به د کلیسا زنګونو هم خلک د ورځې له بېلابېلو وختونو خبرول.
په څوارلسمه پېړۍ کې، کله چې په اروپا کې د عامه ودانیو پر سر د وخت ښودلو ساعتونه ولګول شول، د وخت معلومولو یوه نوې وسیله رامنځته شوه. په هغه وخت کې به د ساعت د زنګونو په غږېدو خلکو ته وخت معلومېده.
له همدې امله د «آف د کلاک» اصطلاح د ساعت له مخې د وخت ښودلو لپاره کارېده او ورو ورو لنډه شوه او په «او کلاک» بدله شوه.
د بېلګې په توګه، پخوا به یو کس د درې بجو د ښودلو لپاره ویل: «تري آف د کلاک» (Three of the clock)، یعنې د ساعت له مخې درې بجې دي. دا عبارت د وخت په تېرېدو لنډ شو او اوسنۍ بڼه یې خپله کړه.
دا اصطلاح څومره پخوانۍ ده؟
د انګلیسي ژبې د تاریخ څېړونکي وايي، د «آف د کلاک» پخوانۍ بڼه د څوارلسمې پېړۍ په وروستیو کې کارول کېده. د تاریخي لغتونو په ځینو لیکلو اسنادو کې د ۱۳۸۹ کال په یوه ثبت کې هم د «آف د کلاکې» (Of the clokke) بڼه موندل شوې ده.
وروسته د دې کلمې لیکدود او تلفظ څو ځله بدل شو، تر دې چې بالاخره په اوسنۍ بڼه، یعنې «او کلاک»، دود شوه.
په دې توګه، دا اصطلاح یوازې د څو کلمو یوځای کېدل نه دي، بلکې د هغه وخت یوه نښه ده چې د ساعت له مخې د وخت ښودل یو نوی دود و.
پخوا به خلکو د وخت پوښتنه څنګه کوله؟
د دې کلمې د تاریخ یوه بله په زړه پورې برخه دا ده چې پخوا خلکو د وخت پوښتلو لپاره داسې جملې هم کارولې چې نن سبا غیرمعمولې ښکاري.
د پروفیسرې اېن کرزن په وینا، پخوا به خلکو داسې پوښتنې کولې: «واټ از او کلاک؟» (What is o’clock?) یا «واټ او کلاک از اېټ؟» (What o’clock is it?)؛ خو نن سبا ډېری خلک د وخت پوښتلو لپاره «واټ ټایم از اېټ؟» (What time is it?) وايي.
د انګلیسي ژبې دا پخوانۍ جملې ښيي چې ژبه او د خبرو کولو دودونه د وخت په تېرېدو څنګه بدلېږي.
په زړه پورې دا ده چې د وخت د معلومولو د نویو لارو له رامنځته کېدو سره سره، «او کلاک» لا هم په انګلیسي ژبه کې کارول کېږي. وجه یې دا ده چې په ژبه کې ډېرې کلمې او اصطلاحات د خپلې لومړنۍ اړتیا له ختمېدو وروسته هم دود پاتې کېږي.
خو په انګلیسي کې «او کلاک» عموماً د پوره ساعت لپاره کارول کېږي، نه د دقیقو ښودلو لپاره. د بېلګې په توګه، اووه بجې «سیون او کلاک» ویل کېږي، خو د اوو بجو او دېرشو دقیقو لپاره «سیون تِرټي» (Seven thirty) ویل ډېر عام او سم دود دی.
په دې توګه، د «او کلاک» کلمه چې موږ یې په ورځنیو خبرو کې کاروو، یوازې د وخت ویلو یوه بڼه نه ده، بلکې د انګلیسي ژبې له پخواني تاریخ سره، چې څو پېړۍ مخینه لري، تړلې یوه په زړه پورې اصطلاح ده.