شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبله ولسي ادب سره د پخوانو شاعرانو چلن

له ولسي ادب سره د پخوانو شاعرانو چلن

دوکتور‌ اجمل ښکلی

معاصر ادب ته د پخواني پر وړاندې پرانيستی ادب وايي(غضنفر، ۱۳۹۶، ۳۵۳). د پخواني ادب مانا ماقبل؛ خو د اوسني مابعد ده(کدکني،۱۳۹۲، ۲۶۳) . په معاصر ادب کې هر شاعر هڅه کوي، چې تر بل مختلفه او نوې خبره وکړي؛ خو پخوانيو د دې برعکس د دودپالنې شعوري هڅه کوله. همدا لامل دی، چې د ټولو ترمنځ د منځپانګې له مخې مشترک ټکي مومو، بلکې پر محدودو او ګاونډو(متناسبو) موضوعاتو شاعري د هغه وخت ځانګړنه وه او له دې محدودو موضوعاتو پرته نورو موضوعاتو شاعرانه ارزښت نه درلوده؛ خو اوسنی شاعر د ژوند يوه ډېره وړه پېښه هم چې عاطفي ارزښت ورته ولري، د شعر کولو وړ ګڼي. 

اوسني ادب د خپلې پرانيستې ځانګړنې له مخې که له يوې خوا د نړۍ معاصرو بدلونونو او نويو ټولنيزو ستونزو ته مخ ورواړاوه، له بلې خوا يې د ولسي ادب له شفافې چينې اوبه وڅښلې؛ خو پخوانو يوازې ولسي شاعرۍ ته اعتنا نه کوله، بلکې مبتذله يې ګڼله. 

د خوشال او عبدالقادر خان په شاعرۍ کې د ولسي شاعرۍ اغېز وينو؛ خو هغه دومره کم دی، چې په يادولو نه ارزي او يا يې آن له بې اهميتۍ نه دوی د سرچينې يادونه اړينه نه ده ګڼلې.

له ولسي ادب سره د پخواني ليکني ادب د پرېکون څو مهم لامله وو: 

يو؛ پخوا به خلکو د علم په زده کړې پسې ډېر لرې سفرونه کول او ډېرې سختې به يې ګاللې، ځکه نو علم يو امتياز و او چې چا به دا امتياز درلوده، په ټولنه کې يې د تقدس تر حده درناوی کېده (د  درناوي دا کلچر اوس هم موږ ته پاتې دی، چې کله ناکله ترې ټولنيزې ستونزې هم راولاړېږي). له دې درناوي نه محدود عالم پوړ استفاده کوله او ځان ورته تر عوامو له هره پلوه غوره برېښېده. دې کار دا ذهنيت عام کړ، چې ټولنه خالي ده او عوام نامهذب دي، نو عالم بايد له ټولنې د زده کړې توقع و نه لري، برعکس دی بايد ټولنې ته د خپل علم  له خزانې څه ورکړي. مطلب ورکړه، يو اړخيزه وه. يوازې عالم ټولنې ته ګټه رسوله. 

دوه؛ په دې يوه اړخيزه اړيکه کې د عالم مخ يوازې خپلې علمي لړۍ او د شاعر ورته ليکنيو شعري دود(روايت) ته وه. زموږ بحث يوازې پر شعر دی. د شاعر هڅه دا وه، چې خپل شاعرانه روايتونه وپالي. لوی شاعر هغه و، چې د ګډ ماډل دقيق تقليد وکړای شي. ښايي د شعري ماډل پالنه د هغه مهال د ولاړې ټولنې د عمومي فرهنګ د سلفپرستۍ يوه برخه وبولو، چې شاعر پکې د فرهنګي تحول ادراک نه لاره او فکر يې کاوه، چې ښه زمانه پخوا وه او ښه شاعران پخواني وو.

درې: پخوانو د نالوستو عوامو پوهې ته اهميت نه ورکاوه او د دوی فرهنګ او شاعري يې مبتذله ګڼله؛ نو بهتره يې دا ګڼله، چې د دوی له شاعرۍ نه استفاده و نه کړي. 

اوس د دې دوو لاملونو له مخې د پخواني ليکني او ولسي ادب پر توپيرونو په اسانه پوهېدای شو: 

پخوانی ليکنی ادب د منځپانګې له مخې له ولسي ادب سره په عشقي موضوعاتو او واعظانه خبرو کې ورته والی لري؛ خو ولسي شاعري تر ليکنۍ شاعرۍ واقعي ژوند او خپل فرهنګ ته ډېره نېژدې ده. په ولسي شعر کې د ټولنيزو نورمونو او ارزښتونو پر وړاندې د بغاوت نارې هم شته. ليکني ادبيات بيا د واقعيت او خپلې ټولنې پرځای خپل روايت ته ډېر ژمن دي. آن د محبوبې ماډل هم چې زياترو پښتنو شاعرانو وړاندې کړی، د پارسي د شاعرانه روايت زېږنده دی او د ټولو شاعرانو محبوبه د ورته ځانګړنو څښتنه ده؛ خو په ولسي ادب کې د خپل چاپېريال حسن او محبوبه او عشقي مجبوريتونه وينو.  په ليکني ادب کې د فرد د مطيع کولو شديد تمايل وينو. زياتره اخلاقي شعرونه پر خپله برخه د خوښ اوسېدو ، اسلافو د فرمانبردارۍ او ټولنيز جبر د منلو ټينګار کېږي. 

د پخواني ليکني ادب ځينې کليدي کلمې چې له موږ سره د پخواني فرهنګ او ادب د تړليو دروازو په پرانيسته کې مرسته کوي، هم په ولسي ادب کې نشته. ليکني ادب دا له خپل ليکني روايت نه اخيستي. په دې کلمو کې د قاف غر ختن، ترکې، فلک او د ليکني ادب داسې نورې بلها کلمې دي، چې پراخه څېړنې ته اړتيا لري. البته په ولسي ادب کې د ښاپېريو او دېوانو شتون د دې افسانو د نړيوالتوب له مخې دي. زموږ په ولسي شاعرۍ کې قاف نشته؛ خو په ولسي نثرونو په تېره په نکلونو کې د قاف غر راتګ له يوې خوا د لوستي پوړ له پوهې نه د نکلونو استفاده او له بلې خوا د ښاپېريو او دېوانو د شتون زېږنده کېدای شي.

په ليکنيو ادبياتو کې د دې کلمو نشت راته د ولسي او ليکني ادب ترمنځ پرېکون ښيي؛ خو يو بل څيز ته مو هم رابولي، چې په ولسي ادب کې د طبيعت او ژوند په اړه وړاندې شوی معرفت د ليکني ادب له معرفت سره ډېر توپير لري، ځکه چې ولسي ادب تر ډېره زموږ د خپل ملي کلچر او ملي روايت تابع دی. د ښاپېريو، دېوانو کيسې، زموږ کږنې او انګېرنې چې زموږ ولسي ادب ترې ډک دی، زموږ د آريايي اسطورو پاتې شونې او اجزا دي، چې تراوسه يې زموږ په ادب کې څرکونه موجود دي او که له دې زاويې نه زموږ د ولسي ادب مطالعه وشي، ډېر څه به پکې ومومو. 

خو زموږ ليکنی ادب زموږ د مذهبي روايت او سامي، بلکې د منځني ختيځ د کلچرونو تابع ښکاري. مثلا: فلک چې د اسورو بابل له فرهنګه سامي او بيا د اسلام په راتګ نورو فرهنګونو ته تللی، زموږ په ولسي ادب کې نشته، ځکه چې ولس په اتو افلاکو(له يوه خالي سره نهو) کې د بېلابېلو ستورو د حرکتونو هغومره منسجمه پوهه نه درلوده، خو په ليکني فرهنګ کې فلک د يوه بشپړ نظام په توګه موجود و او د علم نجوم دا پوهه چې څرنګه په اسورو بابل کې د مذهبي عقيدې له مخې رامنځته شوه، همداسې يې زموږ فقهې او اسلامي تصوف ته هم لار وکړه. په اسلامي تصوف کې له عقول عالم نه د مادي عالم تر کثرته پورې د وحدت سفر له بابلي علم نجوم پرته د پوهاوي وړ نه دي. 

پخواني لوستي پوړ فلک يو واقعيت ګاڼه، چې پر ځمکه او په ځمکه کې د موجود انسان پر ژوند اغېز لري او د هغه د ارادې پرخلاف پکې مداخله کوي؛ خو د جيوسنټريزم او نجوم له دې سيستم سره عام ولس نه و اشنا، ځکه خو يې په ولسي ادب کې څرک نه وينو. 

همداسې ختن له پارسي ليکني ادب نه راپاتې کلمه ده، چې آن هغو پښتنو شاعرانو هم ختن، د ختن هوسۍ او ترکې ستايلې، چې په غالب احتمال يې نه ختن ليدلی و او نه يې د ختن د هوسيو د مښکو بوی پوزې معطرې کړې وې؛ خو څرنګه چې دا د ليکني ادب روايت و او روايت نازولی و؛ نو ځکه يې پاللی دی، چې ځان د لويو شاعرانو په کتار کې راولي.

د ليکني ادب کليدې کلمې يوازې کلمې نه دي، بلکې مفاهيم دي، چې د ماناوو او سيستم جال ترې راتاو دی، چې له يوه پلوه له موږ سره د پخواني کلچر په پېژندلو کې مرسته کوي او له بل پلوه مو د ولسي او ليکني ادب توپير ته رابولي، چې دا توپير بيا د ولسي او ليکني ادب په پوهاوي کې ارزښتمن ثابتېږي. 

د فورمونو له مخې هم د ولسي او پخواني ليکني ادب ترمنځ توپيرونه وينو. د ادبي مورخانو په اند، د پښتو ولسي ژانرونه د لرغونو اوزانو او ديواني شاعرۍ له امتزاج نه راپيدا شوې(هېوادمل، ۱۳۸۹۳)؛ خو بيا هم له ديواني شاعرۍ سره توپيرونه لري.

د وزن په برخه کې پارسيانو د عربي وزن لپاره خپل وزنونه پرېښودل؛ خو څرنګه چې د پښتو ژبنی نظام مختلف و؛ نو خپل وزني ځانګړنې يې وساتلې؛ خو بيا هم د وزن له پلوه په دېواني شاعرۍ کې د څپو نظم ډېر مهم دی او دې د پخوانۍ ديواني او ولسي شاعرۍ ترمنځ توپير پيدا کړی. آن د ځينو فورمونو لکه چاربيتو، بګتيو، لنډيو او نورو معلومو فورمونو کې ځينې درې رکني بحرونه هم لري؛ خو په ديواني شاعرۍ کې بشپړ رکن بالعموم څلور څپيز وي. 

زموږ خبره تر ډېره په شاعرۍ وه. له ولسي نکلونو سره د پخوانيو چلن له شاعرۍ مختلف و. د خوشال کورنۍ د پښتو ولسي کيسې او نکلونه ځينې نکلونه لکه د ادم خان درخانۍ (صدر خان، ۱۹۸۹) او…راټولې کړې او دا يې هم د ليکني ادب د روايت له مخې وکړل، ځکه چې عربو خپل ليلا مجنون او پارسيانو خپلې ولسي کيسي په نظم ليکلې وي؛ نو پښتنو شاعرانو هم دا دود وپاله، چې ځان له پارسيانو سره سيال کړي؛ خو په دې ژباړو او نظمونو کې هم زياتره د عربي او پارسي نکلونه دي. د منځپانګې له زاويې زموږ نکلونو که څه هم وخت په وخت نوي ټولنيز بدلونونه منلي؛ خو لرغونې ځانګړنې يې هم ساتلې دي. د دې نکلونو او حماسو په اتلوليو کې د ښځو فعال نقش، د پيغور او پښتنيو ارزښتونو څرکونه راته وايي، چې دا بايد د خپل قومي تاريخ په تناظر کې مطالعه کړو، نه د ليکنيو ادبياتو د بدلون له مخې.

پر پخواني ادب د پوهېدو لپاره اړ يو چې د پخواني فرهنګ پر ځينو کليدي کلمو پوه شو او دا کار مو هڅوي، چې له پخواني ليکني ادبه کليدي کلمې راوباسو او په يوه تشريحي قاموس کې يې راټولې کړو.

په وروستيو پېړيو کې چې لويديز تسلط ختيځو هېوادونو ته راغی، اړتيا پيدا شوه، چې د دې ځای د ولسونو له کلچر سره ځان اشنا کړي؛ نو د ختيځپوهنې په چوکاټ کې د خلکو فوکلور او ادب راټول شو. په پښتو کې په نولسمه پېړۍ کې جيمز ډارمسټټر د پښتو د شفاهي ادب نمونې په خپل مشهور اثر(د پښتونخوا د شعر هار و بهار) کې خوندې کړې. (هېوادمل، ۱۳۸۹، ۳) او بيا دا سفر راروټي، هيوز او نورو ګڼو ختيځپوهانو وپاله او په پښتو کې د منشي احمد جان غوندې خلکو ته دا دنده وسپارل شوه. 

د ختيځپوهانو له خوا په بېلابېلو برخو کې څېړنو ځايي خلک هم وهڅول، چې خپل فوکلور راټول کړي او له دې سره خلک د فوکلور پر ارزښت پوه شو؛ خو څرنګه چې دا هڅې د سياسي موخو له مخې کېدې؛ نو د ولس پوهه د لويديځ د ماډرنيزم په سترګو کې د پاتې قبايلو پوهه وه. د دې تعبير له مخې، په هغو ټولنو کې چې سواد پکې عام نه وي، د ليکليو ادبياتو پر ځای د شفاهي ادبياتو د ايجاد زمينې ډېرې وي. 

خو څومره چې شلمه پېړۍ زړېده، د ماډرنيزم دوړې د فوکلور او ولسي ادب له مخه پاکېدې او شاعران هڅېدل، چې په خپلو پنځونو کې د ولس پوهې ته هم ځای ورکړي. له فوکلوري څېړنو پيل شوی دا سفر په ليکنۍ شاعرۍ کې راښکاره شو، ځکه نو اوسني شاعران د پخوانو پرخلاف له ولسي ادب نه د خپل شعر په بډاينه کې استفاده کوي. 

ماخذونه: 

  • خټک، صدر خان. ۱۹۸۹. ادم خان او درخانۍ. درېيم چاپ. د محمد نواز طاير په زيار. پېښور: پښتو اکېډمي پېښور پوهنتون
  • کدکني، محمد رجا شفيعي. ۱۳۹۲. موسيقی شعر. تهران: نشر آګه
  • غضنفر، اسدالله. ۱۳۹۶. جادوګر هنر. دويم چاپ. جلال آباد: مومند خپرندويه ټولنه
  • هېوادمل، زلمی. ۱۳۸۹. د پښتو ادبياتو تاريخ. پېښور: دانش خپرندويه ټولنه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب