جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+هی هی وطن (ناول) – محمدظاهر ارڅک

هی هی وطن (ناول) – محمدظاهر ارڅک

د طوفان په وړاندي؛ تورانه هيله

د حکومت په وړاندي دوې ډلي طالبان او حزبيان ډېر سخت جنګېدل. د اور لمبې ورځ تر بلي زياتېدلې. ټول پوهېدل، چي بهرنۍ جګړه ده، قربانيان ئې افغانان دي. مګر تر ټولو بد حالت لا دا وو، چي ټوله پوهېدل، چي پردۍ جګړه ده. مګر بيا هم هيڅوک نه درېدل او هره ورځ جګړې شدت اخيستی. د دې جګړې شا ته د ډېرو ګټي او د ډېرو سياستونه وه.

بالاخره د سولي په نامه د رواني پروژې يو بل پړاو پيل سو او د ريشخند او خندا خبره خو هلته سوه، چي يو پخوانی مشر، چي د داخلي جنګو او د جنګېدونکو دواړو مخالفينو ډلو په وړاندي لسګونه کاله جنګېدلى کس د دې شوراء مشر سو. هغه وخت چي طالبان سقوطېدل، دې کس له بي بي سي سره په محاسبه کي ويلي وه، چي غت غت بمونه واچوئ. او په داخلي جګړو کي ئې د حزب له مشر سره په جګړه کي کابل ويرانه کړی وو.

دغه شوراء ته په لومړۍ مياشت کي پنځه سوه ميليونه ډالر پيسې ورکړل سوې. دا پيسې د دوی د يوه کال بوديجه وه. هغوی د دې دمخه چي پر سوله کار وکړي، د خپلو موټرونو پر زرې کولو او د کورونو اخيستلو مصرف سول او د سولي عالي شوراء تياره لنګه غوا سوه.

سوله به د بې‌طرفه دريم‌ګړي له لوري کېده، خو دلته سوله هم د امريکا پروژه سوه، د حزب او طالبانو د پخلا کولو له پاره. مګر د سولي هيڅ اراده نه وه. کنې په پنځه سوه ميليونه دا جګړه خپله پای ته رسېدل، مګر دوی سوله نه غوښتل، ځکه مخالفين جنګېدل. د امريکا حکومت په وړانديز، مګر حکومت په خپل چوکاټ کي د امريکا په پيسو شورا جوړه کړه او مشر ئې تر ټولو جنګي او مخالف کس سو. وروسته شورا په بانډارخانه بدله سوه او په حکومت کي به چي څوک بې دندي سو، يا به ئې بل ځای پيدا او پناه نه درلودل، نو د سولي د عالي شوراء غړی به سو. معاش، سترخان، ګارډان او زرې موټر به سو. نو هغو سوله ولي کړې وای؟ که ئې سوله کول، لنګه غوا ئې حلالول. بيا به دوی شيدې له کومه کولای؟

يوه ورځ د سولي عالي شوراء رئيس په خپل دفتر کي ډېر په قهر ناست وو، ول: پنځه سوه ميليونه ډالر مصرف سوي، پنځوس نفرو سوله نه ده کړې.

د دارالانشاء رئيس ئې را وغوښتی، ول: عاجل د دې يوه چاره وکړئ. خبره لويه سوه.

بله ورځ د امنيت لوی رئيس احضار کړل سو. د سولي عالي شوراء رئيس خپل تشويش څرګند کړی. د امنيت رئيس، چي د سولي عالي شوراء د ډلي کس وو، وخندل. ول: ته ری مه وهه، زما ئې چاره زده ده.

وروسته ئې خپل ياور ته وويل، چي پنځه سوه خاص کسان دي معلوم که. په هفته کي دي پنځوس راځي، مخونه دي پټوي او ځانونه دي د مخالفينو په توګه جوړوي او د سولي سره دي يوځای کيږي.

د سولي د عالي شورا تندی وغوړېدی. ول: دغسي تکړه سه.

بيا نو د حکومت دغه ډرامه شروع سوه. هره شپه په خبرونو کي دوه خبره حتمي راتلل: يو دا چي شاوخوا سل جنګيالي وژل سوي وه او نږدې سل تنه هره ورځ تسليمېدل. يوه ويښ خبريال يوه ورځ په ټولنيزو رسنيو کي ليکلي وه، چي د افغانستان د سولي عالي شورا سره د يوځای سوو او د حکومت له لوري د وژل سوو شمېر د افغانستان تر نفوس وا وښتی. سبا ته هم هغه ژورناليست له مخالفينو سره د اړيکو په تور بندي سو.

د سولي شورا همغسي په خپلو کنفرانسونو او چړچو اخته ول، تر څو بالاخره د شورا همهغه رئيس خپله هم د يوه ځانمرګي خوراک سو. د سولي عالي شورا دوهم رئيس ډېر نرم مزاجه وو. ډېر کش او کړپ ئې نه وو خوښ. په مسائلو پسي ئې ډېر سر نه ګرځوی. بالاخره هغه له همهغه آرام طبيعتۍ سره د خدای په کار سو.

داسي معلومېدل، چي لا د پروژو په تقسيم اوقات کي د سولي وخت نه دئ راغلی.

CCC

وختونه اوښتل او سوله ورکه وه. ورکه نه وه، وخت ئې نه وو. د چا چي لوبه په لاس کي وه، هغو نه غوښتل. بهانې ئې پيدا کول آسانه وه. زمين او زمان ئې په لاس کي وه. په واک کي چي وه، له هغو سره مستقيم وه او چي په وړاندي ئې وه، هغه ئې يو بل لاس په لاس کي وه. لوبه ئې خپله وه.

کله چي د نوي رئيس جمهور دوهم ځل انتخابات تر سره سول؛ ټول ومنل، چي حکومت د سولي خيال نه لري. او کله چي نوي رئيس جمهور پارلمان ته د جنګ له اعلان سره ولاړی، سولي بيخي سر وخوړی. او ټولو ويل، چي سر خوري، خو واک نه پرېږدي. کيسه بيخي بل مخ سوه.

د سولي د عالي شورا نوی رئيس او د سولي مالک چي د سولي پروژه په لاس ورغلې وه؛ د سولي پروسه ئې نوي حکومت او واکمني سوه او په دې وسيله چانس په لاس ورغلی، چي بهرنيان قانع کړي، چي سياسي رقيب ئې له دوی سره نه دئ او خپل پلان لري. بهرنيانو هم په بشپړه توګه حکومت پرېښودی او کيسه يواځي د سولي شورا ته ودرېده؛ نو د حکومت دننه او د سولي په پروسه کي ټولي غاړي په نوې پروژه کي د خپلو ګټو د خوندي کولو په خاطر د بهرنيانو او د سولي په نوم د رواني دسيسې ډول ته غورځېدل.

د سولي عالي شورا د رئيس په دفتر کي بانډار روان وو. د سولي د عالي شورا د پخواني او نوي بست په اړه بحثونه روان وه. د غوړه‌مالانو کمی نه وو. چا به نوی رئيس د نجات فرشته بلل او چا بيا د نوي افغانستان مؤسس او پخوانيو ملګرو خو ئې د اوغانيت خاتمه بلل. نوی رئيس به ډېر د جمهور رئيس په موډ کي وو.

د سولي د نوي عالي شورا څو تنه غړي، چي د ده خاص ياران ول؛ هغو ته ئې مخ کړی، ول: ستاسي تمرکز بايد يواځي پر دې وي، چي له رئيس جمهور څخه ليکلی واک واخلی، چي اختيار ئې ستاسي دئ. نور زما سره بهرنيانو منلې، چي زه د موقتي ادارې مشر يم.

د سولي وزارت معين ته ئې مخ کړی، ول: وزير ته پام کوه. که څه هم هغه د پروژو سړی دئ، له اوسه څخه موږ ته تسليم دئ، خو بيا هم باور نه سي په کېدلای. وزارت يواځي په تسهيلاتو کي مصروف کړئ.

بيا ئې خپل د دفتر ټيم ته وويل، چي د ټولنيزو رسنيو ټيم مو فعاله وساتئ. ټول تمرکز مو د پخواني ولسمشر او اوسني ولسمشر په رټلو او د حکومت په ناکامۍ وکړئ. حکومت نور خلاص دئ، يوې ټېلې ته اړتيا لري. دوی به ځي، مذاکرات به شروع کيږي او واک به ټول زما سره وي. حالات اساس دي، پام مو اوسه.

په دې وخت کي يوه پخواني قومندان وويل: دا خبري بايد لږ په احتياط وکړو. دا دېوالونه هم غوږونه لري.

د سولي رئيس وويل: خبره تر احتياط تېره ده، هر څه فاينل سوي دي. لس ورځي وروسته ما نوی رئيس جمهور وغواړی.

طوفان همغسي په غرغنډو را روان وو، خو هيچا ئې تباهي نه ليدل. ټولو فکر کاوه، چي يواځنۍ پناه ئې همدا ده او دا تر ټولو لوی مرحمت دئ، چي دوى ته به ور په برخه کېږي. هيڅوک نه وه، چي د ټولو مخ ته ودرېږي؛ چيغي کړي او ټول پاڅوي. ټول په يوه قطار کي ودروي. دا د حکومت مسئله نه و، د مملکت مسئله وه او يوه ډله نه، بلکي لسګونه ډلي اخته وې او ټول ئې غافله کړي ول او موږ ئې کرار کرار د تباهۍ لور ته ټېله کولو.

طوفان ته په غېږ ورتلونکي

جګړه او سوله دواړه لنګي غواوي وې. د جګړې دوام او د سولي تلاښ رواني پيسې وې. که جګړه درېدل، هم پيسې بندېدې او که سول کېدل؛ هم. نو ځکه نه چا جګړه درول او نه هم چا سوله کول. ټول د خپلو ګټو په لټه ول.

جګړه‌مارو حکومت نه مانه. دوی د حکومت په بدنه کي د سولي وزارت ورته جوړ کړی. دا عين د هغه چرسي خبره وه، چي د دريمي کارتې د پله پر سر يې له عامو خلکو سره جنګ وو. ول: موږ پوډريان خپل وزارت لرو. هدف ئې د مخدره توکو پر ضد وزارت وو. د سولي له وزارته سره عيني د پوډري کانه سوې وه. ټول هغه عناصر، چي له جګړې او د سولي د خبرو له تداومه اوبه کېدل جوړ سوی وو. ټوله ورځ او بوديجې يې په ولايتونو او مرکزي ځايونو کي په کنفرانسونو او ډوډيو تېرولې.

وزارت د سهامي شرکت په توګه د حکومت دننه پر ډلو او ټپلو وېشل سوی وو. وزير د رئيس جمهور د ټيم وو. يو معين د سولي د عالي شورا د رئيس وو. همداسي په ترتيب ټولي چوکۍ وېشل سوي وې او په همدې ترتيب پروژې د هر چا تر زوره پوري وېشل سوي وې. د سولي عالي شورا غړو ته زرې موټرونه اخيستل. يوه پروژه د سترخان ورکول بله پروژه د دفترونو نيول، بله پروژه د مذاکراتي ټيم ټولي اړتياوي هم همداسي پروژې وې.

د هماهنګۍ په نوم هيڅ نه وه. وزير معينانو او رئيسانو ټول کارونه د يوه او بل په بلک ميل کولو کول. ته زما دا کار وکړه، زه به ستا دا وکړم. ته زما کس مقرر کړه، زه به دا وکړم. ته دا قرارداد را امضاء کړه، زه به هغه در امضاء کړم. لنډه دا چي د سولي وزارت د سولي د مخنيوي وزارت وو.

د سولي وزير د جمهور رئيس په دفتر کي ناست وو، د خپل دفتر ګذارش ئې وړاندي کوی. جمهور رئيس سخت عصباني وو. وزير ته ئې دوه درې پوچ رد وويل. وروسته ئې وويل: ته هلته څه شي ته ناست يې؟ ستا له وزارته د جمهوري رياست پر ضد پوسټونه کېږي.

وزير وويل: صيب، زما کسان نه دي. د سولي د عالي شورا کسان دي. زه غرض نه په لرم، چي بل جنجال جوړ نه کړي.

لومړي مرستيال په قهر وويل: ادرس ئې را پيدا کړئ، زه ئې دېرش مرمۍ ولم.

دا د هغه عادت وو، هر څوک ئې دېرش مرمۍ ويشتی، خو تر پايه چا و نه ليدی، چي يوه مرمۍ دي فاير کړي.

رئيس جمهور مخ ته پروت ښيښيي مېز په لغته وواهه او په چيغه ئې وويل: زه د مسلح قواوو سراعلی قومندان يم. افغانستان يعني زه. څنګه د حکومت يو کارمند جرئت کوي، په ما پسي ښکاره ليکل وکړي.

په دې وخت کي دوهم مرستيال په سړه سينه وويل: رئيس صاحب، حالات اوښتي. بهرنيان تر حکومت د سولي خبرو او شوراء ته ډېر ارزښت ورکوي. دا کوچنۍ خبره ده، موږ بايد لويي خبري کړو. وطن غرقېدو ته روان دئ.

رئيس جمهور لږ آرام سو، خو بيا ئې هم وويل: جمهوريت يعني جمهور رئيس، جمهور رئيس يعني جمهوريت.

خو ده د جمهور رئيس پر ځای خپل نوم استفاده کړی.

وروسته ئې دواړو مرستيالانو او نورو ټولو ته وويل: د دې سولي مخه بايد ونيسو، هر ډول چي کېږي. رسنۍ هم کنټرول کړئ او تبليغاتي ټيمونه مو سم ويښ کړئ.

وطن غرقېدی او د وطن لومړۍ درجه مسؤلين په تبليغاتو او تورنولو او د يوه او بل په راچپه کولو بوخت ول. طوفان په کرږو را روان وو او دوی لګيا ول، يو بل ئې چپه کول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب