پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبته خو رښتيا وايې قلم ښكلى دى / جاويد اوربل

ته خو رښتيا وايې قلم ښكلى دى / جاويد اوربل

سيدشاه سعود په خپلې سريزې كې ليكي يو چا ويلي چې كتابونه داسې دي  لكه كورونه ، سړي په كې اوسيږي . حتمي ده چې داسې كورونو كې اوسيدل به د بېل خوند و رنګ څخه برخمن وي . زه خپله هم د غزلونو په كتابونو كې ځان ته كورونه ، كلي او ښارونه جوړوم . يو له هغو غزل ډكو كتابونو څخه  د مصطفى سالك توري ستوري هم دى چې ما په كې ځانته كور جوړ كړ.

غزل مې د رندانه ذوق انتخاب دى او هره هغه لاره چې تر تغزليته رسيږي خوښيږي مي. توري ستوري زما د ذوق په معيار برابره ټولګه ده ، ما په همدې ټولګې كې ژوند وكړ او په سفر ور سره ووتلم . د شاعر يو تعريف او ځانګړنه دا وي چې د لاشعور  په سيند كې ډوب شوي كيفيتونه، اهنګونه او تصويرونه پيدا او د تغزل په تار يې سره وپيي . د سالك دا ټولګه د همدې ځانګړنې در لودونكې هم ده.

دوستانو مخ ته مې درته وويل چې په دې غزل خونو كې مې ژوند كړى دى ،  اوس دهغه ژوند يوه كيسه درته وړاندې كوم .

سالك صيب وايي :

زه د هغې نجلۍ لالى پاته يم

ملګرو ځكه خو زلمى پاته يم

دا شعر كه له يوې خوا د مينې په ارزښت خبرې راته كوي نو ماته يې د يوې تيرې كيسې ياد هم تازه كړ، زما پر خيالونو يې  لاس را تير كړ او ويدې بلاوي يې په اصطلاح را ويښې كړې .

بيا يې را ياد كړ د ګلونو باران

بيا مې په مخ كې ستاسو بام راغى

د يادونو د راياديدو سره يې يو تصوير هم سترګو ته راوست ، زه هم پښه نيولى شوم ، يو كيفيت جوړ شو او ددې سره چې انتظار كوم چې نور به څه پيښيږي خو يوه شي ته هم انديښمن شوم هغه د شاعر حالت ته ، هو كه څوك بيا بام ته را ونه خيژي او يا هم ولاړه نه وي نو دا لاروى شاعر به څنګه پر يادونو لړلى له دې كوڅې تيريږي؟

د شاعر سره مې خواخوږي پيدا شوه او د ځان يو حالت هم راته ياد شو چې همداسې يو وخت تير شوى وم .

ستره شوه په كور يې كړه د ګور يې كړه

اوس به نو زموږ كلي ته نه راځي

تر اوسه  د شاعر سره مې چې څومره خواخوږي پيدا شوې وه ، د هغې نجلۍ سره مې هم پيدا شوه . كلى جوړ شو ، د هغې د كلي څنګ ته  زموږ كلى هم وي خو هغه نوره نه راځي . د سړي پر ځان  زړه وسوزي خو پر هغې زيات ، ځكه كور او ګور او پيښور درې واړه يو دي .

ښه نو نوره دې غزل كې ياده نه كړم

داسې مه وايه په دې كې دې تاوان دى

دلته د پټې ليدنې يو تصوير او كيفيت دى ، مه مې يادوه چې خلك خبريږي او تاته تاوان جوړيږي .

ځكه دا خو د ځان غم كې نه ده  داسې هم وايي

پر لاره ځم ټوله شرنګيږم

ستا د تهمت ځنځير په غاړه ګرځومه

سالك صيب وايي

څه دې په زړګي كې دي

سترګو دې رڼا وكړه

د يوې بلې كيسې شروع وشي او سړى تمه تمه شي چې بله خبره هم جوړه ده خو ويل کېږي نه .

سترګو مې ډيره نوراني كړې جينۍ

اوس به د خلكو درپسې شي سترګې

د سترګو پر سترګو څو شيبې پرلپسې خبرې نورې كيسې جوړې كړي .

ته لونګين په سينه وزنګوې

زما غزل ته يې اثر راشي

دلته د جينې حسن ته سړى څو شيبې تم شي چې هر نظر يې د نوي شعر د پيدا کېدو خيالونه خوروي .

د سپرلي باده خوشبويي يوازې ګل كې نه ده

ته د هغې د در و بامه بې خبره ښكارې

ددې صفتونو زور په دې ډير دى چې تر مخه مخامخ خبره وه او ننداره ولاړه وه خو اوس د يوې چا خبره کېږي چې دلته نشته او په تنهايۍ كې يې شاعر د ښايست صفتونه كوي . داسې هم وايي

د سرو شونډو تصور دې را سره دى

خزانونه ګرانې ځكه ګلورين دي

تر اوسه لا د جدايي فضا خوره وي خو دلته ماته شي او په ډير ماشومانه او معصومانه ډول ماته شي

بل څوك مې د زړه دروازه نه وهي

راغلې شكر خدايه خامخا ته يې

د يوه بل كيفت هوا دلته خوره شي چې سالك صيب ووايي :

زه ورته موسكى له ډيره سوزه شوم

ډيرې خوشالۍ نه ژړيده جانان

د ډيرو وختونو مسافره په خير راغلې ، د يوه او بل غاړې ته ولويږي او خپله تنهايي له زړه نه وباسي .

په دې وخت كې يې هيڅ شي ته فكر نه وي چې لږ وخت تير شي نو فكر يې شي

زما د خيال شاپيرۍ نوى ارايش كړى دى

لكه زما نوې غزله راته خوله راكوي

په ډيرو كتو يې زړه ته ويره دننه شي ، لاسونه ترې چاپير كړي چې نور څوك يې ونه ويني ، هسې نه چې په نظر يې كړي .

د نظر بازو ښكلا ستا ښكلا ته نه رسيږي

د وطن دښتې مې پريمانه سپيلني را كوي

سالك صيب همداسې د خپلې غزالي معشوقې سره په يوې لويې لارې كې روان شي او داسې چيغې وهي چې :

ماته سپيڅلتيا او تقدس لري

ما خو به تر خدايه رسوي مينه

 ملګرو مياشت وړاندې سالك صيب د پسرلي صيب د غزل بڼ په مخكتنه كې وويل : وياړم چې د ده په زمانه كې شاعري كوم . لكه څنګه چې سالك صيب پسرلي صيب سره دعمر مناسبت او د غزل مناسبت لري ، داسې زه هم  سالك صيب ته وايم : خوښ يم چې ستا په زمانه كې شاعري كوم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب