غزل د شاعرۍ تر ټولو نازک صنف دى. د دغه صنف پالل رياضت،مهارت او استعداد غواړي. د غزل مخ ډېر نازک دى. معمولي بې احتياطي يې هم ټپي کوي او هرڅه چې ټپي شي بد رنګه کېږي او چې کوم شى ښکلا له لاسه ورکړي نو مينوال يې هم کمېږي.
دا نن چې، د پښتو شاعرۍ مينه وال په کمېدو دي، يو لامل يې دادى چې ټول زور په غزل دى او بيا دغه صنف د هغه چا لاس ته هم لويدلي چې، د پاللو رياضت يې نه وي کړى او مهارت يې نه لري.
لکه څنګه چې، د انسانانو شکلونه بدل دي، خيالونه او فکرونه يې هم بدل دي. انسانان فطرتاً له نوي شي سره مينه لري او هر څوک چې، خپل خيال او فکر په ښه توګه وړاندې کړي هغه نوى، وي او نوي شيان خلک خوښوي.
موږ ځکه اوس له شاعرۍ په مړيدو يوو چې، تکراري خيالونه او فکرونه لولو، او هر تکراري شى بېخونده وي.
فردوسي هوښيار و، هغه توره نه وه وهلې نو په شاعرۍ کې يې( شاهنامه) هم د خپلې تورې کيسې نه کولى ، رستم، زال … او نور پهلوانان يې يادول.
خو خوشحال توره وهلې وه، نو په شعر کې يې که د خپلې تورې صفت کاوه بد نه لګېده.
روښانيان د وجودي نظريې پلويان وو، د هغوي ټول شعرونه په همدې څرخېدل، که څه هم دغه بحث يو دروند او پيچلى دى خو چې، شاعران يې عملا صوفيان وو، تجربې يې خپلې وې نو بد نه لګېدل.
که د دغې فلسفې شاعرانو ويل:
د دويۍ خبرې مه کوه مطربه! په نغمه کې يو- يو وايه نو دو، دو
خو رحمان بابا چې يو وخت د شهودي فلسفي پلوي و، نو همدا فلسفه يې ځاى نيم ، ښه وړاندې کوله، ځکه په دې برخه کې يې مشاهدې خپلې وې.
هغه ويل :
دا همه واړه حجاب دى چې ليده شي نور د حسن بالاتر دى تر حجاب
دغه دواړه درندې او پېچلې نظريې په شعرونو کې ځکه بدې نه لګېدې، چې د شاعرانو د خپلو مشاهدو په اساس وې.
په اوسني دور کې، د پښتو شاعري ځکه په بېخونده کېدو ده،چې د ډېرى شاعرانو تجربې خپلې نه دي، تصويرونه، خيالونه يې سوليدلي دي او يا يې په ښه توګه وړاندې کړي نه دي.
زما مطلب ټول شاعران نه دي، داسې هم شته چې هر څه يې خپل دي او په ښه توګه يې وړاندې کړي دي، او دا په خلکو ګران هم دي.
خو دغه شاعران د ګوتو په شمار دي او د ګوتو په شمار دغو شاعرانو کې يو هم ځوان شاعر سعدالله فطرت دى.
فطرت، که ادب د ژوند لپاره وقفوي نو هم خوږ وي او که ادب د ادب لپاره نو هم، دا ځکه چې د فطرت خيالونه خپل دي، د بيان لپاره يې مهارت او استعداد لري او څوک چې دا توکي لري نو تخليق يې ښکلى وي.
فطرت، د ولس په منځ کې اوسېدلى. هغه د ولس په روان خبر دى، هغه په دې پوهېږي چې که دې ولس ته نصيحت هم کوې نو بد پرې لګېږي، خو فطرت کې دا کمال شته چې نصيحت په داسې انداز کې وکړي چې ولس بيدار کړي او بيداري کې د ټولو ګټه ده.
ولولئ!:
دا خلک هره ورځ کوشش کوي چې ورځ ختمه کړيدا خلک خامخا لري د تورې شپې ضرورت
او چې کله يې په داسې ناره دوى بيدار کړل، نو بيا يې يو بل شي ته هم متوجه کوي او خپله نيمګړتيا ورته په ګوته کوي:ساده ولس دى په هرچا پسې ځي هر چېرته ځيکه ترې لښکر جوړوي يا وي د جلسې ضرورتيا:
زما ولس د جنګ د شخړې حل ته جګړه وايي
زما ولس په دغه نظريې دى لا هغسې
وروستيو بيتونو کې قوي انتقاد دى، خو ولس يې ورسره مني، ځکه د فطرت په ژبه دى او دا داسې ژبه ده چې په الفاظو حاکمه ده او داسې يې کاروي چې بوج نه وي او بد نه ښکاري.
که څه هم فطرت، په دې خبر دى او اعتراف کوي:
چې غواړمه ترڅو د انسانيت د پاره خير
نامه به تر هغې پورې د شر راپسې وي
خو همت نه بايلي، دغه بد صفت زغمي خو د ولس له بيدارۍ نه لاس نه اخلي او په زغرده ورته وايي :
ساده ولس دى په هرچا پسې ځي هر چېرته ځيکه ترې لښکر جوړوي يا وي د جلسې ضرورتفطرت، د ډلو ټپلو په دور کې پيدا شوى. هغه په دې هم خبر دى چې، که دغه دور کې څوک په کومه ډله او چاينل کې نه وي نو د سر خير يې نشته او وايي :
دغه مظلوم په دې خبره خلکو وواژه چې
ده ويل له چا سره نه بد لرم نه ښه لرمه
خو هغه، دغه خطر مني او په همداسې يوه دور کې يې له ډلو ټپلو ځان لرې ساتلى او د ګوندي افکارو په ځاى يې هيومانسټي افکار خپل کړي او همدې افکارو يې هنر ښکلى کړى دى او داسې هنر په خلکو ګران وي
هغه وايي :
پردي غم ته پردى نه وايمه ځکهچې انسان يمه سينه کې مې زړګى دى
فطرت،د ګوتو په شمار شاعرانو څخه دى،ښه فکر لري او د فکر د بيان لپاره يې دومره رياضت کړى چې الفاظ يې رام کړي دي ، خو بيا هم کمه شاعري کوي او ښه شاعري کوي او که همداسې دوام ورکړي نو د غزل د مينه والو تنده به خړوب کړي.
د حسن اختتام لپاره يې دا غزل ولولئ:
زه په قاتل باندې دعوه د قتل نه لرمه
له مانه پس به ما څوک وګټي زه څه لرمه
دغه مظلوم په دې خبره خلکو وواژه چې
ده ويل له چا سره نه بد لرم نه ښه لرمه
همدې زما د غريبۍ پرده ساتلې پټه
شکر دى خدايه چې په کور کې خو تياره لرمه
همدوى فطرته په خوږه خوږه کې وخوړمه
ما به هر چاته ويل ياران خواږه خواږه لرمه
د کب ٦مه، جلال آباد
محمد نعمان دوست