تاند (چهارشنبه د تلې ـ میزان ۳۰مه) د روغتیا نړېوال سازمان خبرداری ورکړی، چې یو اعشاریه اووه میلیارده ډالره بودیجې ته اړتیا لري څو خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
یاد سازمان زیاته کړې، که یې ملاتړ ونه شي د پولیو هڅې یې له ګواښ سره مخ کیږي.
د یاد سازمان مشر د پولیو د له منځه وړلو په اړه وايي، د بودیجې کمښت او بهرنی تمویل وروسته له هغې کم رنګی شو، چې ټرمپ بیا واک ته له رسېدو سره د ملاتړو بنسټونو پر وړاندې اقداماتو ته مخه کړه.
پولیو یوه جدي ناروغي ده، چې د انسان بدن په ځانګړي توګه پر عصبي سیستم بد اغېز پرېباسي چې تر لویانو ډېر ماشومان پرې اخته کېږي.
د مالوماتو له مخې دغه ناروغي د نړۍ په نورو هېوادونو کې محوه شوې او یوازې افغانستان او پاکستان هغه هېوادونه دي چې، له دې ګواښ سره مخ دي.