Homeخبرونهدوبۍ د ۲۴ قیراط سرو زرو تر ټولو اوږده لاره جوړوي

دوبۍ د ۲۴ قیراط سرو زرو تر ټولو اوږده لاره جوړوي

تاند (چهارشنبه، د لړم/ عقرب ۶ مه) د دوبۍ د سرو زرو مېنې (ګولډ ډسټرېکټ) اعلان کړی چې په نړۍ کې د ۲۴ قیراط سرو زرو تر ټولو اوږده لاره به جوړه کړي او په راتلونکو دوو میاشتو کې به د خلکو پر مخ پرانیستل شي.

د ګلف ټوډې د راپور له مخې، ټاکل شوې دا پروژه د ۲۰۲۶ کال تر پای مخکې بشپړه شي او د دوبۍ د سیاحتي جاذبو په نوملړ کې به یو نوی او ځانګړی ځای ورزیات کړي.

د دوبۍ د سرو زرو مېنې د سوداګریزې برخې مشر راشد الحرمودي ویلي، چې دغه لاره به په راتلونکو دوو میاشتو کې د خلکو پر مخ پرانیستل شي. د نوموړي په وینا، د پروژې موخه دا ده چې لیدونکو ته یوه ځانګړې تجربه وړاندې کړي او په نړیواله کچه د سرو زرو د سوداګرۍ او سیاحت د مرکز په توګه د دوبۍ دریځ لا پیاوړی کړي.

دا لاره د دوبۍ د سرو زرو سیمې د پراخو پرمختیايي پلانونو یوه برخه ده، چې هدف یې په یوه ځای کې د سرو زرو سوداګري، د ګاڼو پلور او سیاحتي اسانتیاوې سره یوځای کول دي.

دا سیمه د دوبۍ په «دیره» کې موقعیت لري او د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې پرانیستل شوې ده. په دې سیمه کې د سرو زرو او ګاڼو پلور، د سرو زرو د لوټو سوداګري، عمده پلور او د پانګونې اړوند کاروبارونه راټول شوي دي.

د دوبۍ د رسنیو د دفتر د معلوماتو له مخې، په دې سیمه کې له زرو ډېر سوداګر فعالیت کوي، چې د سرو زرو، ګاڼو، عطرو، سینګار توکو او د ژوند د بېلابېلو اړتیاوو د محصولاتو په برخو کې کاروبارونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

وچه پاڼه| آرين تسل

وړه او شنه پاڼه غلې وه. تر څنګ یې لویې پاڼې ته وکتل او ویې ویل: — ولې خفه یې؟ غټې پاڼې ځان راټول کړ؛ داسې...