Homeخبرونهکرکټ؛ د افغانستان دوه بري په نصیب شول

کرکټ؛ د افغانستان دوه بري په نصیب شول

تاند (سې شنبه، د لړم/ عقرب ۵ مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې، نن په شارجه کې زیمبابوې ته په شل اوره سیالي کې په ۳۷ منډو ماتې ورکړه.

تر دې مخکې نن (سې شنبه) د افغانستان تر نولس کلونو کشرې لوبډلې د ۲۸۷ منډو په توپیر د عمان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د ملي لوبډلې او زیمبابوې د سیالۍ په پیل کې افغانستان بیټنګ وکړ او ۱۷۷ منډې یې وکړې. د افغانستان پیلګرو لوبغاړو ښه لوبه ونه کړای شوه. ګوربز ۱۸، ابراهیم ځدراڼ ۵، صدیق اتل او محمداکرم ۴ منډې وکړې. خو ورپسې نورو لوبغاړو لکه شاهدالله ۴۶ او اعجاز احمد احمدزي په ۲۲ توپونو ۵۲ منډې وکړې. راشدخان یوازې په ۱۰ توپونو ۳۰ منډې وکړې.

د راشد خان او اعجاز احمد ښه بیټنګ له افغانستان سره ډېره مرسته وکړه.

په توپ اچونه (باولینګ) کې بیا فاروقي درې مهم لوبغاړي وسوځول. راشدخان، عمرزي، او مجیب الرحمان هر یوه دوه – دوه لوبغاړي وسوځول.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او زیمبابوې بله شل اوره سیالي د اکتوبر په ۲۹ مه (پنجشنبه) په شارجه کې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د «زاړه میرزایان او زلمي لیکوال» کتاب ته یوه کتنه

د کتاب نوم: زاړه میرزایان او زلمي لیکوال لیکوال: ملوک رغون خپرندوی: د افغانستان ملي تحریک، فرهنګي څانګه د چاپ کال: ۱۳۹۴ لمریز کال ـ ۲۰۱۵ میلادي...