ماشومې په کوچنیو لاسونو تور بُرس نیولی و. منګولې یې داسې تورې وې لکه همدا اوس چې یې په مړه خېټه ګورګورې خوړلې وي.
پارک کې د یوې سمټي څوکۍ مخې ته ودریده. پر څوکۍ یو سړی له خپلو ماشومانو سره ناست و او هر ماشوم په خوراک بوخت و.
نجلۍ، د یوې همزولې پر پښو تورو نازکو څپلیو ته په ځیر ځیر وکتل او بیا یې خپلو پښو ته ،چې د ګوتو منځونو یې له خټو ډک و، و کتلې.
همزولې ته یې ویل: څپلۍ دې رنګ کړم؟ څومره ښایسته څپلۍ دې پښو کړي. که زما پلار ژوندی وای ما هم همداسې اخیستې او هره ورځ به مې رنګولې.
کیسه ګۍ
د غويي ۲مه، کابل