پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeټولنیزد فکر د پراخولو او ښه کولو لپاره ۵ عادتونه

د فکر د پراخولو او ښه کولو لپاره ۵ عادتونه

ژباړه/ ساحل منګل

دا زموږ افکار دي، چې زموږ واقعیتونه جوړوړي، نو ښه دا ده چې د فکر د لوړولو او ښه کولو لپاره له  ځانګړو لارو چارو څخه کار واخلو. دغه لاندې پنځه عادتونه له تاسو سره مرسته کوي څو وکولای شئ فکر مو جوړ او ژوند ته مو پراختيا ورکړئ.

۱- ستاسو عادتونه ستاسو د جوړېدونکي ژوند پايله ده

که غواړئ، چې منډه وهونکی (ماراتن) شئ، بايد د ماراتن په څير د يوه ځغاستونکي خصوصيات په ځان کې پيدا کړئ. که  غواړی چې ميليونر شئ، بايد د ميليونر عادتونه په ځان کې رامنځ ته کړئ. که غواړئ، چې روغتيا ولرئ  بايد د سالمو خلکو عادتونه په ځان کې رامنځ ته کړئ. ستاسو جسمي او شخصي عادتونه بايد ستاسو له غوښتنو سره سم وي.

۲- ستاسو انتخابونه ستاسو د جوړېدونکي ژوند پايله ده

د دې لپاره چې د ځان لپاره څه جوړ کړئ، بايد تصميم ونيسئ. هغه څه چې غواړئ همدا اوس ستاسې نه دي، نه يوه اونۍ  نه يوه مياشت يا ۵ کاله وروسته. بايد داحس کړی  چې د هغه څه د لرلو چې غواړی يې څه حس لرئ او وروسته  ستاسې په ژوند کې لازم بدلون راولي بايد له پخوا مو فکر پرې کړی وي. ممکن ځينې وخت  ستاسو لپاره دا سخته وي، چې خپل ځان د آرمتيا له سيمې را بهر کړئ مګر د هغه تصوير په لرلو سره چې تاسو يې په ذهن کې لرئ، کولای شئ  د هغه تصوير پر آساس تصميمونه ونيسئ. کوښښ وکړئ، چې خپل تصاميم د منطق پر اساس وټاکئ نه په هغه اساس چې احساساتي وي.

۳- ستاسو چاپيريال ستاسو د ژوند پايله ده.

له  هغه ځای او چاپيرياله  چې تاسو پکې ژوند يا کار کوئ  راضي ياست؟ بايد د ځان لپاره داسې چاپيريال رامنځ  ته کړئ، چې ستاسو او ستاسو د هدفونو مرستندويه و اوسي. داسې چاپيريال چې ستاسو د هدف او برياليتوب په برخه کې وي، تاسو ته  داسې ځواک درکړي چې و کولای شئ خپل هدف او خپلو هيلو ته په رسيدو کې تمرکز وکړي.

آيا ستاسې  په شاوخوا کې داسې کسان  شته چې ستاسو د هيلو او ارزوګانو څخه  حمايت وکړي؟ ستاسو د علاقې وړ چاپيريال څه  ډول دی؟ هغه کسان چې ستاسو په شاوخوا کې دي د هغوی  د فکر په طرز او ډول فکر وکړئ. خپل شاوخوا مو له داسې کسانو څخه  ډک کړئ چې مثبت فکره وي او ستاسو د لوړ فکر ممثل و اوسي. که چېرې مو د ژوند په  شاوخوا کې داسې کسان وي چې همېشه اندېښمن او ډارن وي، په ياد ولرئ چې هغه وېرې او ډار واقيعت نه لري او کوښښ وکړئ له  دا ډول کسانو سره اړيکې کمې کړئ او يا په مهمو مسايلو کې شريک نه کړئ.

۴- په دوامداره  ډول مو انرژي لوړه کړئ

مونږ  په يوه داسې  پراخه نړۍ کې ژوند کوو، چې د هر چا لپاره هر څه په کافي اندازه وجود لري. هر څه  چې وغواړو او يا اړتيا ورته لرو زمونږ لپاره شته، فقط په دې شرط چې پر هغو فکر او تمرکز وکړو. تاسو نشئ کولای  په محدود ذهن لوی لوی کارونه وکړئ. هغه څه چې غواړئ بايد د هغې انتظار ولرئ او خپل ځان ته اجازه ورکړئ چې د ژوند کچه  مو لوړه کړئ، هم معنوي، هم مادي او هم احساسي.

۵-  پر (ولې) تمرکز وکړئ

دغه  شيان چې غواړئ  ولې يې غواړئ؟ خپلو هدفونو او علاقو ته ورننوځئ. کله چې  پوه شوی چې هدفونه او غوښتنې مو څه دي نو ستاسو لپاره به دا اسانه وي، چې ژوند مو په هغه  مسير روان کړئ. کله چې په نظر کې ونيسئ چې ولې دغه شی غواړئ، ستاسو وړانګې پر هغه لور تمايل کوي.

په ژوند کې ددې عادتونو په اجرا سره، دې ته  متوجه کيږئ، چې ستاسو انرژي بدلون کوي. که چېرې د دې عادتونو ترسره کول درته  په هر وخت کې سخت وي، هر ځل يو يو عادت پيل کړئ. ډاډه اوسئ،چې ژوند به مو پراخ او له  نعمتونو ډک شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب