شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبلنډه کیسههوا | اجمل پسرلی

هوا | اجمل پسرلی

د زړې ودانۍ د ونو د ډډ پوست سپين ښکاریده، پورته د کارغه کغا شوه. کلونه وشول چې د دې کور د ودانۍ لاندې برخو نم اخیستي، اوس یې له پورته هم پلاستر بیل شوي، د غولي د دیوالونو رنګ بیخي الوتی.  یو ځل چا ویل چې مړی پکې شوی، دعوه اي دی، بل ځل چا ویل چې څښتن یې شتمن دی پروا یې نه لري. جورج یې ترڅنګ اوسي، ده راته ویلي و:

«پیسې باران او واورې ته خوړینې شوې»

د ده مطلب دا و که پر دې کور لږ لاس ووهل شي په کرایه خو به ولاړ شي. جورج دا هم ویلي و:

«که بخت یاري وکړي او پیسې پيدا کړي دا کوراخلي له خپل کور سره به یې یوځای کړي بیا به یې کور جنت شي»

جورج اوس په خپله په روغتون کې بستر دی. د جورج د وره زنګ مې ټینګ کړ. زوی یې راته وویل چې پلار یې ډاکټرانو ځواب کړی دی. په زړه کې راګرځیدل چې کاشکي خو یې په ژوند دغه ارمان پوره شوی وای چې دا زوړ کور یې اخیستی وای. زوی یې د کوڅې ور خلاص پریښود. ما په شیوه کوڅه کې پر لویدلو پاڼو ورو ورو ګام واخیست.

 اوسپینزه دروازه شمال کلکه کلکه له دیوال سره ووهله، مخ مې ور واړاوه. د دنګې لغړې ونې په سر کې مې ځالې ته پام شو ما ویل اوس به راولویږي، اوس به راولویږي، خو شمال له زاړه کوره پاڼې په هوا کړې.

پراګ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب