پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد هیښتيا (تعجب) ژبنيز توکي| سيلانی

د هیښتيا (تعجب) ژبنيز توکي| سيلانی

موږ پۀ خپلو ورځنيو محاورو کې لۀ داسې ژبنيزو توکو سره مخ کېږو چې کومې ځانګړې نومونې ورته پۀ خپله ژبه کې نلرو، مګر ياد ژبنيز توکي زموږ پۀ خبرو اتر و او ليکوالۍ کې دومره اړينې دي، چې موږ نشو کولی پرته لۀ نوموړو توکو خپل احساسات، هيلې، غوښتنې، خفګان، خوښي، حيرانتيا او دې ته ورته نورو روحي حالات مقابل کس يا لوستونکو ته پۀسمه توګه څرګند کړو.نوموړو ژبنیزو توکوتوکو ته پۀانګليسي ژبه کې (Interjection)، پۀ ترکی ژبه کې (ünlem)، پۀپارسی ژبه کې کلمات ندا يا حروف ندا او پښتو ژبه کې ورته د هېښتیا یا تعجب ژبنيز توکي کارولی شو.
د هېښتیا ژبنیز توکي هغه توکي دي چې د هغو پۀمرسته موږ کولی شو پۀ خپلو ليکنو او محاورو کې خپل احساسات، غوښتې او وړانديزونه او دې ته ورته نور حالات لوستونکو او ليدونکو ته وړاندې کړو. ياد ژبنيز توکي ځينې ډولونه لري چې پۀلاندې توګه يې تاسو ته در پېژنم:
لومړی: پۀ ژبه کې هغه بې قاعدې توکي دي چې پۀطبيعي توګه د انسانانو پۀخبرو اترو کې را منځته کيږي او کومه ژبنۍ ځانګړنه او قواعد نۀ لري. دا ډول توکی د نړۍ پۀ ډېری ژبو کې شته او کارول کيږی. دا توکي پۀ ژبه کې د احساساتو( غم، غوصه، خوښۍ، عواطف، حیرانتيا او نور حالات)، تاکيد، ځند او دې ډول نورو کړنو لۀ پاره کارول کيږي. لکه: اوه! لاس مې ژوبل شو. آه! هوا څومره توده ده. اوففف! و سوځېدم. ويش! غریبۍ ستا د لاسه لۀوطنه ورک شوم. واو! څۀ ښکلی موسم دی. هی هی! ځواني وه، لاړه تېره شوه. احمده! خط دې وليکۀ؟ هو. امممم. دې ته ورته نور ډېر طبيعي د هېښتيا توکي لرو چې پۀخپلو محاورو ترې ګټه اخلو.
دا ژبنیزتوکی پۀ حقيقت داسې توکي نۀ دي چې کوم ډول ځانګړي قواعد او جوړښت ولري، بلکې دا هغه اوازونه دي چې پۀ ليکنې بڼه پۀ یوازې ځان کومه ځانګړې معنا نۀ لري، خو پۀ محاورو او ليکنو کې د انساني احساساتو د څرګندولو لۀپاره کارول کيږي.
دويم : هغه د کلام توکي يا کلمې چې پۀ ترکيبي بڼه رامنځته کيږي او موږ يې پۀخپلو محاورو او ليکنو کې د خپلو احساساتو د څرګندولو اوغوښتنو لۀپاره کارو، لکه: ډېر عالي!،  تکړه شه !،  څومره ښۀ!،  ښۀ وخت! ، ښۀ چانس!، برياوې!، ښۀ صحت!، مننه!…
يادونه: پۀ ترکيبي هېښونکو توکو کې د کلام توکي ( ستاينوم، نومځری، قيد، نوم …) د هېښونکو توکو پۀتوګه کارولی شو، لکه: عالي! ستاينوم، ډېر عالي! قيد، څومره ښه ! نومځری…
ستاسو نقد و نظر لیکنې ته ارزښت ورکوي.
اخذليکونه
1. Oxford English grammar course advanced, by: Michael swan and Catherine Walter
2. Cambridge grammar of English, by: Ronald carter and Michael McCarthy

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب