یکشنبه, مې 5, 2024
Homeداسې هم شتهیوه بریتانیايي د کالیزې سوعاتونه په ۴۴ پونډه وپلورل

یوه بریتانیايي د کالیزې سوعاتونه په ۴۴ پونډه وپلورل

تاند(جهار شنبه، د سنبلې ۱۹) یوه بریتانیايي د خپل ویسکي کلیکسون په ۴۴ زره پونډه (۵۷۳۶۳ ډالره) وپلوره.

ده ته به پلار هر کال د زوکړې د کالیزې په مناسبت یو ویسکي ورکاوه او له هغه څخه یې کلیکسون جوړ کړی و.

ده دا کلیکسون په دې خاطر پلورلی چې ځان ته کور واخلي.

د سي این بي سي د راپور له مخې، ۲۸ کلن متیو رابسن، چې د انګلیستان د جنوب په سومریست کې اوسي، وايي چې پلار به هر کال د کالیزې په ورځ یو بوتل ویسکي د سوعات په توګه ورکاوه او ده ټول له ځان سره ساتلي وو.

متیو او پلار یې

د ده پلار پیټ رابسن دا لړۍ د خپل مشر زوی له زېږېدو وروسته پیل کړې وه. پلار یې خپلې لور ته هم هر کال یو بوتل ویسکي د زوکړې په مناسبت د سوغات په توګه ورکړی دی.

پیټ رابسن وايي چې خپل زوی متیو رابسن ته یې په تېرو ۲۸ کلونو کې د ویسکي د ۲۸ بوتلونو په رانیولو ۵ زره پونډه لګولي دي.

متیو رابسن خپل ۲۸ بوتلونه په ۴۰ زره پونډه خرڅلاو ته وړاندې کړي وو خو په ۴۴ زره پونډه وپلورل شول.

هغه ویسکي چې متیو ته خپل پلار ورکړي مکالان (Macallan) نومېږي او د هر بوتل بیه یې شاوخوا ۳۰۰ پونډه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب