یکشنبه, نوومبر 9, 2025
Home+د نقد یو نوی هویت!؟ | نعمت الله صدیقي

د نقد یو نوی هویت!؟ | نعمت الله صدیقي

د نقد او کره کتنې د هویت یا پېژاند په اړه که تاسې ټول هغه پخواني یا په لږ و ډېر بدلون سره دا نوي مفاهیم او ماناوې هم ورسره رایوځای کړئ، چې دا وخت زموږ د ادبي مباحثو او نصاب برخه دي؛ نو زما باور دی، چې په بېخي کمه استثنا به د هغه نوي نقد، میتود او برداشت له مفاهیمو او ماناوو سره مخ شئ، چې حد اقل د نن دور یا عصر د نقد پېژاندنې مهمې او اهمې غوښتنې دي.

 

په دې ماناوو او تعریفونو کې به اول همغه کلیشې وي؛ چې مثلاً «کره او کوټه معلول، انتقاد او نېواکه یا سم او ناسم بېلولو ته یې کره کتنه یا نقد وايي» دا باید هغسې او هغه باید هغسې وي، په بله مانا په اصل تعریف به یې شک درته پیدا شي، ځکه تاکید ډېر کله د شک یا د نشتون په وجه تکرار ته لاره کوي، بله دا چې اوس د بین العلومي تمایل په اساس اصطلاحات له خپلو لغوي ماناوو ډېر پورته د ګڼو نورو ماناوو لېږد، ځایونې او وړتیاوې هم پیدا کوي. زموږ د زړو تعریفو یو بل عیب دا دی، چې د تعریف پر ځای به لیکوال یو دم په همغه «باید او باید» داسې مخاطبې پېل کړي، چې د نقد د تعریف پر ځای به وړاندیزونه او نصیحتونه لولې.

 

یوه بله خبره دا هم ده، چې موږ نقد په هغسې پېژاند او تعریف نه دی اخیستی، لکه څنګه چې یې د نړۍ نورې ژبې او ادبیات د خپلې عملي ګټې او استفادې وړ ګرځوي. له بدمرغه موږ له نقد او کرکتنې په دواړو برخو کې د خپل اجتماعي خوي او چلن غوندې یو محافظه کاره او رسمي شی جوړ کړی دی، چې بس ذکر او یادونه یې په رسمیاتو او يا په عملي هغه خوا کې یې د ستاینې لپاره کوو او یا یې په محافظه کارۍ یو بل پرې په شا ټپولو او تښتولو لپاره کوو.
نعمت الله صدیقي
عرض دا دی، چې ادبي نقد په معاصر ادبي سیاق او سباق کې د ادبي نظریو او تیوریو د مباحثو او اصطلاحاتو هغه علم او تر څه حده فن دی، چې یو ادبي متن یوازې پرې تشریح، تفسیر یا د کره او ناکره چاره نه ترسره کوي؛ بلکې د همغه ادبي پنځونې یا متن په اړه مهمې، اساسي، فني او مانیزې پوښتنې راولاړوي، سوچ او فکر ته لار پیدا کوي او له هغې د نورو نورو ماناوو او مباحثو یو لهر یا لکه بې مخه او روانې اوبه داسې یوه مخه او بڼه اخلي؛ خو پوښتنه دا ده، چې ایا دغه ادبي نظریات او ادبي تیورۍ چې موږ یې د معاصر نقد اساس بولو هم د همداسې سوچ، فکر او پوښتنې ملاتړي او تمایل ته یې ژمن دي؟ کنه د یوې مخصوصې نظریې او مکتبونو پلوي او تمایل عاموي؟

 

واقیعت خو همدا دی، چې د معاصرو ادبي تیوریو او ادبي تصوراتو هیڅ کوم مکتب او نظریات دا نه تاییدوي، چې یو ادبي پنځونه یا متن په خارجي ابعادو او یا له متنه په بهر یوه مانا، یوه مفهوم او یوې نظریې ولاړ دی، بلکې ټوله ادبي تیوري او ځانګړنې یې د متن په اړه دا زوړ تصور رد کوي، چې ګنې د متن سپړنه خو همدا تفسیر او تشریح یا زموږ په عام عرف یې همدا سم او ناسم دي. ټولې تیورۍ د متن د مانا په نه حتمي والي یا نه قطعیت او طرز خبره کوي؛ خو د متن قاطع مانا کول یوه خبره ده او له یوه متن مانا استخراج کول او د طرز هغه یې بله خبره ده. همدا ډول که د نوي ادبي نقد په تیوریو په یوه پنځونه کې د ژبې یا لساني انحراف موضوع ده او یا که د یوه متن ادبیت او د ډي کنسټرکشن د «رغښتونو د ماتولو» خبره ده، دا هم همدې فکري جمود د ماتېدنې په مانا دي او متن ته مانیز وسعت یا پراخوالی ورکول دي.

 

ممکن یو څوک ووایي، چې د پورته ادبي تیوریو په اساس که تخلیقي متون سپړو؛ نو دا خو هم غربي یا زموږ نه دي او مانا یې هم زموږ نشي کېدای او په دې کې مانا یا موضوع ورکه ده؛ دا همغه سطحي فکر او خبره ده چې د سراسري غرب دوښمنۍ په وجه نه زموږ ادب له غرب ځپنې خلاص شو او نه دا د معاصرو ادبي تیوریو او نقدنو اصل تعریف او پېژاند دی، دا وروستۍ علت او وجه یې اساسي ځکه ده، چې د ادبي نقد نوې او معاصرې تیورۍ که د مانا خبره کوي؛ نو مقصد ېې خپله یا کومه مشخصه او ځانګړې مانا نه وي او نه یې په «ما او تا» مني؛ بلکې هر متن د هر لوستونکي د پرانیستي مانا لپاره یو پرانیستی مانیز متن بولي او ته د خپلې خپلې خبرې او مانا د استخراج یا راویستنې پوره پوره حق لرې، هیڅوک «زه یا ته» دا حق نه لرو، چې د یوه متن یوه مانا هغه که «ستا وي یا زما» پر یو او بل یې تحمیل یا وتپو. دا هغه ځای دی، چې ادبي تیوري د فکر او موضوع له توره هم پرې خلاصېدای شي او متن هم له محدودیت پرې راوتلی شي او هغه د فکر سوچ او پوښتنو اساس او بنسټ هم په همدغه ځای کې موندلی شو.

 

د نړۍ د تقریباً هر دور یا عصر ادبیات خصوصاً نقد چې د خپل ټولنیز درک له مخې د خپلو خلکو، فکرونو او شرایطو زېږنده وي؛ نو د سوچ، فکر او پوښتنو په اساس یې د خپلې ټولنې له شرایطو سره په فکري، تاریخي، ملي او کلتوري شعور تړل او یا د همداسې پوښتنو او فکر په اساس د نقد له لارې ادبي متونو ته ورننوتل یو نهایتاً مهم او معقول عمل او کار دی او دا کار په نقد کې همدا تمایل کولای شي، چې پورته مو د متن او تیورۍ له ادرسه هم په نښه کړ.

 

زه فکر کوم پر دغه پېژندنه او تعریف بله هغه زیاتول به پیچلتیا رامنځته کړي؛ خلاصه یې په همدې اساس یو ځل بیا په همغه خبره لنډه تکراروم، چې نقد د معاصرو ادبي تیوریو او تصوراتو په اساس هغه معقول متن سپړل دي، چې سوچ، فکر او د پوښتنو د راولاړېدلو ظرف، وړتیا او جرات ولري.

نقد او دلیل / نعمت الله صدیقي

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو انځور زر خبري | غني حسن

مقدمه: ځیني انځورونه لکه شعرونه د هنري ظرافتونو تر څنګ استعارې، کنایې او سمبولونه هم لري، چي له دې سره نو یو عالم فکري ماناوي...