پوهاند نصرالله ستانکزی
د لرغونو قوانینو لنډه پېژندنه
(۳)
اشنونا قانون (Law of Eshnunna) هم د بینالنهرین د تمدن له قوانینو څخه شمېرل کېږي؛ چې له میلاد څخه وړاندې ۱۹۳۰–۱۹۰۰ کلونو تر منځ په دوو خټینو لوحو کې لیکل شوی و.
په دغه قانون کې جزایي، مدني او مالي موضوعات تسجیل شوي وو.
په مالي برخه کې لاندې احکام منعکس شوي دي:
د وربشو، غنمو، مس او وړیو د بیې ټاکل او د سرغړونې په حالاتو کې تادیبي اقدامات؛
د پور په وړاندې د ځانګړې سود ټاکل؛
مریتوب: مریتوب په دغه قانون کې منل شوی و؛ که چېرې کوم مریې ته زیان رسېده او یا تښتېده، ضرر رسوونکی کس به جریمه کېده.
په جزایي برخه کې دغه احکام تر سترګو کېږي:
غلا: که چېرې کوم کس غلا کوله، باید متضرر کس ته یې څو برابره تاوان ورکړی وای؛
بدني ضرر: که کوم کس بل کس ته بدني زیان رساوه، باید لازم تاوان ورکول کېده (دیت). یعنې په دې قانون کې د قصاص احکام نه لیدل کېږي.
په مدني برخه کې دا احکام په دې قانون کې شتون درلود:
د جایدادونو اجاره: د کور او ځمکو د اجارې په هکله په دې قانون کې احکام تر سترګو کېږي؛
د حیوان له خوا ضرر: که چېرې د کوم کس حیوان بل کس وژلی وای یا یې بل ډول ضرر رساوه، د حیوان مالک به باید تاوان ورکاوه؛ او
د کورنۍ حقوق: په دې اړوند د واده، طلاق او مهر اړوند احکام شته.
په لرغونې زمانه کې دا لومړنی قانون و چې په مستقیم ډول یې د مارکېټ په چارو کې اصول او قواعد تدوین کړل، چې دا د دې قانون اهمیت نسبت پخوانیو قوانینو ته جوتوي، او حتی د ځینو حقوقپوهانو له نظره دا لومړنی اقتصادي قانون دی چې پر بازار د دولت څارنه په رسمیت پېژني.
همدارنګه په دې قانون کې لاندې ټکي د پام وړ دي:
۱- څه باندې ۴۰۰۰ کاله وړاندې دا قانون د غچ او بدل په ځای مالي جزاګانې په ګوته کوي؛
۲- د اعدام او قصاص مفاهیم په کې نه وو مسجل شوي؛ او
۳- دا قانون یوازې عوامو ته لیکل شوی و؛ یعنې دا چې قانون د پاچاهانو او چارواکو له پاره نه و او د عامه خلکو ژوند یې په پام کې و.
نو، په دې توګه ویلې شو چې بشریت لا له تیرو زمانو څخه په دې فکر کې و چې قانون کولای شي د انتقام، وینې او سزاګانو پر ځای بدیلې لارې ومومي، او عدالت پرته له وینې، غچ او بدني جزاګانو هم پلي کېدای شي.
نور بیا
لاندې تېره برخه: