پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+ د لیپیت - ایشتار قانون | پوهاند نصرالله ستانکزی

 د لیپیت – ایشتار قانون | پوهاند نصرالله ستانکزی

 د لرغونو قوانینو لنډه پیژندنه 

   (۲ )

   سومري تمدن هغه لرغونی مدنیت دی چې په لومړي ځل یې د دودیزو یا عرفي قواعدو پر ځای، مدون او لیکلي قوانین وضع او‌ نافذ کړل.

  د سومري مدنیت دا اقدامات د حقوقو په تاریخ کې یو لوی پرمختگ گڼل کیږي. دوی په خپلو قوانینو کې د خپلې زمانې ټولو طبقاتو او قشرونو ته پام اړولی ؤ، او په لومړي ځل پاچا د قانون د مصدر په توگه راڅرگند شو.

  په دې لړ کې د اورنامو له قانون (چې په مخکنې لیکنه کې مو‌‌ په لنډه توگه پرې خبرې کړې دي) وروسته چې په لرغوني سومر کې؛ ‌لیکل شوی او لومړنی بشري وضعي قانون شمیرل کیږي؛ دوهم وضعي بشري قانون د لیپیت – ایشتار قانون (Lipit – Ishtar) دی چې هغه هم په سومر کې له میلاد څخه وړاندې په ۱۹۳۰ کال کې؛ د لیپیت – ایشتار په پاچاهۍ کې په خټینو لوحو کې په سومري ژبه لیکل شوی ؤ.

   د زمانو حوادثو د دې قانون ډیرې برخې له منځه  وړي؛ یوازي ۳۸ برخې یا نصوص یې په ایسین ښار (د اوسني عراق قادسیه ښار ته څیرمه) کې تر لاسه شول.

   دغه قانون درې برخې لري: سریزه، قانوني مواد او پایله.

   په سریزه کې عدالت د خدایانو په نامه یاد شوی؛ او پاچا د عدالت ساتونکی او ملاتړ و؛ او موخه یې د مظلومانو د حقونو ساتنه ښودل شوې وه.

  د دې قانون دویمه برخه چې اصلي برخه یې ده، قانوني مواد دي؛ چې په لنډو کې دغه موضوعات یې بیان کړي دي:

 –  دغلام تیښته: که چیري کوم مریېی له خپل مالک څخه وتښتي، او بل څوک هغه ته ځای ورکړي؛ غلام بیرته خپل اصلي مالک ته مسترد او پناه ورکوونکي تاوان هم ورکاوه؛

 – که چیري یو شخص بل کس ته بدني زیان ورسوي باید مالي تاوان ورکړي؛

 – که چیري یو کس د بل کس ځمکه اجاره کړي او هغه په خپل سر پریږدي؛ باید مالک ته تاوان ورکړي؛

 – که چیري کوم نارینه له یوې نجلۍ سره پرته د هغې د پلار او مور له رضایته واده وکړي، دا ډول واده د منلو نه دی او دا نارینه د هغې ښځې میړه نه گڼل کیږي؛

 – که چیري یو کس خپله میرمن طلاقه کړي؛ ټاکلی مهر باید خپلې ښځې ته ورکړي؛

 – که چیري کوم کس پر بل کس په نا حقه تور پوري کړي او هغه ثابت نه کړي؛ تورن  ته باید تاوان ورکړي؛

– که چیري یو کس د خپل گاونډي په پوله کې تغییر راولي؛ باید هغه له سره جوړ او تاوان هم ورکړي؛

– که چیري یو غلام د خپلې ازادۍ له پاره پیسې غونډې او مالک ته یې ورکړي، مالک یې باید خپل مریی آزاد کړي؛ او

– که چیري یو کس د بل کس کښت ته ضرر ورسوي؛ باید د هغه تاوان پرې کړي.

   د دې قانون درېیمه برخه د هغه پایله وه چې په کې راغلي ؤ:«که هر څوک په دغو قوانینو کې بدلون راولي؛ د لویو خدایانو لعنت دې پر هغوی وي.

  پاچاهي دې ړنگه شي؛ او نوم دې له یادونو ورک شي.»

        که چیري د دغه قانون نصوصو ته نظر وشي؛ په ډاگه لیدل کیږي چې؛ بدني جزاگانې په کې نه تر سترگو‌ کیږي او یوازې یې پر مالي جزاگانو بسنه کړې ده؛ چې دا په خپل ذات کې د دې قانون انساني ارزښت په ډاگه کوي.

  (نور بیا)

د اور -نمو قانون، د بشر تر ټولو پخوانی لیکلی قانون

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...