تاند (چهارشنبه، د مرغومي/ جدې ۲۴مه) د ایران د حکومت یوه چارواکي تایید کړه چې په روانو اعتراضونو کې شاوخوا ۲ زره تنه وژل شوي دي.
له بلې خوا د ایرانیانو د بشري حقونو یوه ډله، هرانا، چې له بهره د ایران حالات تعقیبوي، ادعا کوي چې د ایران په وروستیو اعتراضونو کې ۲ زره ۵۷۱ تنه وژل شوي دي.
د دې ډلې په وینا په وژل شویو کې ۱۴۷ تنه حکومتي کسان هم شامل دي.
یوه ایراني چارواکي «رویټرز» خبري اژانس ته ویلي چې د اعتراضونو په ترڅ کې «شاوخوا ۲۰۰۰ کسان»، چې پکې امنیتي ځواکونه هم شامل دي، وژل شوي دي.
دغه چارواکي ادعا کړې چې د وژل شویو شمېر د زیاتېدو لامل «ترهګر» دي.
د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز عبدالرحیم موسوي نن سهار په یوه پیغام کې ادعا کړې چې امریکا او اسرائیل معترضان راپارولي دي.
هغه ټینګار کړی چې ایران به «له خپلواکي، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ګټو څخه تېر نه شي» او خبرداری یې ورکړی چې «د بهرنیو قدرتونو روزل شوو کسانو» ته به میدان پرېنږدي.
له بلې خوا، د ایران د حکومت ویاندې فاطمې مهاجراني نن ویلي: «هغهو ترهګرو چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او اسرائیل له ملاتړ څخه برخمن دي، د خلکو سولهییز اعتراضونه په وینو ولړل.»
مهاجراني زیاته کړې: «لکه څنګه چې د مذاکراتو مېز بمباري شو، همدارنګه زموږ مدني اعتراض هم له تروریستي برید سره مخامخ شو.»
له تېرو درېیو اوونیو راهیسی په ایران کې پراخ اعتراضونه روان دي؛ دا اعتراضونه د خراب اقتصادي وضعیت او د ژوند د لګښتونو د فشار په غبرګون کې پیل شوي دي. دا اعتراضونه که څه هم ټوټه ټوټه، خو په دوامداره توګه د بېلابېلو ټولنیزو قشرونو په ګډون روان دي.
د انټرنېټ د څار نړیوالې ادارې «نېټبلاکس» نن سهار اعلان وکړ چې په ایران کې د سراسري انټرنیټ د پرې کېدو له پیل څخه تر اوسه ۱۰۸ ساعته تېر شوي دي، او دې اقدام ایراني وګړي له بهر نړۍ او حتی له یو بل څخه جلا کړي دي.
د ایران پر سر د امریکا د ولسمشر او د هغه د مرستیال اختلاف
د امریکايي چارواکو ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي پر ایران پوځي برید وکړي، خو کېدای شي د هېواد دننه د میداني بدلونونو او له خپلو سلاکارانو سره د روانو سلا مشورو له مخې پر خپل دریځ بیاکتنه وکړي.
«وال سټریټ ژورنال» ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ، د مرغومي (جدی) ۲۲مه، د دغو چارواکو له قوله راپور ورکړی چې تر غور لاندې سناریوګانو کې یوه دا ده چې لومړی برید وشي او وروسته له تهران سره د اتومي مسئلې په اړه جدي خبرې اترې پیل شي.
په همدې حال کې باخبره سرچینو ویلي چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس هڅه کوي ټرمپ دې ته وهڅوي چې تر هر ډول برید مخکې له ایران سره دپلوماتیکه لاره خپله کړي، خو سره له دې هم هغه د پوځي انتخاب کارول ناممکن نه ګڼي، ځکه چې ایران د امریکا لپاره یو مستقیم ګواښ بلل کېږي.