تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۲۵ مه) د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر انتوني بلینکن، د افغانستان په جګړه کې د پاکستان رول ته په اشارې ویلي، له اسلاماباد سره د واشنګټن تړاو او همکارۍ ته اړتیا د دې سبب شوې وه چې امریکا د پاکستان د واک په جوړښت کې د پوځ پر نفوذ جدي نیوکې ونه کړي.
بلینکن د هند په نوي ډیلي کې د «هندوستان ټایمز» ورځپاڼې په کوربهتوب یوې غونډې ته ویلي، امریکا د افغانستان د جګړې په ترڅ کې د پوځي تجهیزاتو د لېږد او د پاکستان له هوايي حریم څخه د کار اخیستو لپاره د اسلاماباد همکارۍ ته اړتیا لرله.
د هغه په وینا، پر پاکستان دغه اړتیا د دې سبب شوې وه چې واشنګټن د دغه هېواد په سیاسي جوړښت کې د پوځ له نفوذ او رول سره په احتیاط چلند وکړي او په دې اړه له جدي نیوکو ډډه وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر زیاته کړې، اوس چې په پاکستان ته د امریکا اړتیا کمه شوې، د واشنګټن لپاره فرصت برابر شوی چې د دغه هېواد په اړه خپله تګلاره له سره وارزوي او په پاکستان کې د سیاسي اصلاحاتو ملاتړ وکړي.
بلینکن د امریکا لپاره د هند اړیکې د پاکستان پرتله په نړیواله کچه مهمې بللې او د واشنګټن او نوي ډیلي ترمنځ یې د ټکنالوژۍ په برخه کې پر همکاریو ټینګار کړی دی.
ده د هند او پاکستان د برتله کولو په ترڅ کې وویل «هند نړیوال قدرت دی، موږ ورسره اړیکو ته لېواله یوو او په دې کار کوو، په ځینو برخو کې اختلاف لرو خو په ګډه کار کوو. له پاکستان سره مو اړیکې سیمه ییزې دي او د سیمې په کچه ورسره کار کوو چې یو اساسي مورد یې له تروریزم سره مبارزه ده.»
هغه د مصنوعي ځیرکتیا د پرمختګ په اړه هم ویلي چې دغه ټکنالوژي به د حکومتونو پر وړاندې نوې ننګونې رامنځته کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر له ایران سره جګړه هم غیرضروري بللې او د ژوند د لګښتونو لوړېدل او سوداګریزې تعرفې یې د امریکا پر خلکو د اقتصادي فشارونو د مهمو عواملو په توګه یاد کړي دي.
پاکستان د افغانستان د جګړې په لړ کې د امریکايي او ناټو ځواکونو د پوځي تجهیزاتو او اکمالاتو د لېږد یوه مهمه لاره وه. د اسلاماباد همکاري، په ځانګړي ډول د دغه هېواد ځمکنۍ لارې او هوايي حریم، د امریکا د پوځي عملیاتو لپاره مهم وو.