پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeټولنیزارواپوهنه«د امیګدالا غلبه»؛ کله چې احساسات د انسان واګې په لاس کې...

«د امیګدالا غلبه»؛ کله چې احساسات د انسان واګې په لاس کې واخلي

تاند- امیګدالا (amygdala) د خطر په وړاندې، له شعوري مداخلې پرته له مداخلې پرته، د «جنګ یا تېښتې» غبرګون فعالوي.
«د امیګدالا غلبه» هغه حالت ته ویل کېږي چې پکې فوري احساساتي غبرګونونه پر منطقي تفکر برلاسي شي. امیګدالا چې د مغز د لیمبیک سیستم *(limbic system) برخه ده، د وېرې، غوسې او اضطراب په څېر احساساتو د پروسس مسؤلیت لري.

کله چې انسان له ګواښ یا خطر سره مخامخ شي، امیګدالا بې له دې چې شعوري فکر پکې شامل وي، د «جنګ یا تېښتې» غبرګون چالانوي. دا میکانیزم د انسان په لومړنیو دورو کې د بقا لپاره اړین و، خو په نننۍ نړۍ کې چې ګواښونه زیاتره رواني او ټولنیز وي، همدا میکانیزم کولای شي د بې‌ځایه، غیرمنطقي او حتی د پښېمانۍ وړ غبرګونونو سبب شي.

د امیګدالا پر وړاندې، د مغز د مخکیني برخې (فرنټل لوبونه) موقعیت لري چې د شعوري پرېکړو، قضاوت، پلان جوړونې او د چلند د کنټرول مرکز بلل کېږي. د سپک یا منځني فشار پر مهال، دا برخه کولای شي احساساتي غبرګون کنټرول کړي او متوازنه ځواب وړاندې کړي. خو د سخت فشار پر وخت، امیګدالا عملاً کنټرول په لاس کې اخلي او منطقي تفکر ته لاسرسی محدودوي. پایله یې داسې چلندونه وي چې وروسته د شرم یا پښېمانۍ سبب کېږي.

له بیولوژیکي پلوه، د امیګدالا غلبه د ادرنالین او کورتیزول په څېر هورمونونو له خوشې کېدو سره مله وي. دا مواد د زړه درزا چټکوي، ساه اخیستل تېزوي، د وینې قند زیاتوي او بدن د چټک غبرګون لپاره چمتو کوي. د لاسونو خولې کېدل، رېږدېدل، د زړه درزا، او د ګرمښت احساس عموماً د همدې بهیر برخه وي. دا غبرګونونه خپل‌سره دي، خو په بشپړ ډول له کنټروله وتلي نه دي.

له دې حالت څخه د وتلو لار دا ده چې د پوهاوي او تمرین په وسیله یو ځل بیا د مغز مخکینۍ برخې فعاله شي. د محرکاتو پېژندل، بدني نښو ته پام کول، او شعوري مکث کول لومړني ګامونه دي. ورو او ژوره ساه اخیستل د احساساتي غبرګون شدت کموي او د تعادل په بېرته راوستلو کې مرسته کوي. کله چې د احساساتو لومړنۍ څپه راکمه شي، نو بیا د وضعیت ارزونه او منطقي ځواب غوره کول ممکن کېږي.

د ذهن‌پوهاوي (Mindfulness) منظم تمرین ډېر مهم رول لري. پر اوسنۍ شېبې پر تمرکز سره، انسان زده کوي چې احساسات وویني، خو د هغوی اسیر نه شي. په تدریج سره، دا مهارت مرسته کوي چې کنټرول د امیګدالا له ناڅاپي غبرګونونو بېرته واخیستل شي او د ناڅاپي تصمیم پر ځای شعوري پرېکړې وشي.


* The limbic system is a group of interconnected brain structures that help regulate your emotions and behavior. The structures (also known as components or parts) of the limbic system work together with other brain regions by processing your memory, thoughts and motivations, then tell your body how to respond.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...