Homeخبرونهمسوولان: ننګرهار کې د طبعي پېښو له امله ۱۵۲ زیانمن کورونه رغول...

مسوولان: ننګرهار کې د طبعي پېښو له امله ۱۵۲ زیانمن کورونه رغول کېږي

تاند(چهارشنبه د مرغومي ـ جدي ۲۴مه) ‏د ننګرهار رسنیو مرکز نن چهارشنبه خبر ورکړی، چې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې په هڅو ۱۵۲ زیانمن شوي کورونه بیا رغول کیږي.

د طالبان د یاد رسنیز مرکز خپاره شویو مالوماتو کې راغلي، د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د ویجاړ شويو کورونو په بېرته جوړېدو څه باندې ۵۰۰ کسان لګیا دي.

سرچېنې دا نه دي ویلي، چې دغه کورونه د کومې پېښې له امله تخریب شوي خو یادونه یې کړې، چې د پېښو پر وړاندې چمتووالي ادارې او د یاد ولایت اقتصاد ریاست په هڅو رغول کیږي.

د دې کورونو لګښت د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام له لوري ورکول کیږي.

د ننګرهار په شمېر ولسوالیو کې تېرکال بارانونو او سیلابونو خلک سخت زیانمن او په زیات شمېر کورونع یې هم ونړول.

دغه راز څو میاشتې وړاندې زلزلې په یو شمېر ولسوالیو کې کورونه ویجاړ کړي چې، رغولو ته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...