Homeخبرونهامریکا خپل یو شمېر کارکوونکي تر نن ماښام په قطر کې له...

امریکا خپل یو شمېر کارکوونکي تر نن ماښام په قطر کې له العديد پوځي اډې باسي

تاند ( چهارشنبه د مرغومي ـ جدي ۲۴مه) ‏د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، امریکا خپلو یو شمېر کارکوونکو ته امر کړی چې تر نن چهارشنبې ماښام په قطر کې له العديد پوځي اډې ووځي.

د دې پرېکړې په اړه درېیو ډیپلوماتانو رویټرز ته معلومات ورکړي دي.

راپور کې راغلي چې، دا اقدام د واشنګټن له هغو تازه خبرداریو وروسته شوی، چې پکې یې د ایران د روانو لاریونونو د ملاتړ لپاره د احتمالي مداخلې خبره کړې ده.

په ورته وخت کې د ایران له لوري هم ګواښ شوی چې، که پر ایران برید وشي، نو په سیمه کې به د امریکا پوځي اډې په نښه کړي.

په دوحه کې د امریکا سفارت تر اوسه په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم د یاد اقدام په تړاو د رویټرز خبري آژانس پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

د یادونې ده، چې العديد هوايي اډه د منځني ختیځ تر ټولو ستره امریکايي پوځي اډه ده، چې شاوخوا لس زره امریکايي سرتېري پکې دي.

چارواکو ویلي، دا اقدام د امنیتي وضعیت د بدلون په چوکاټ کې شوی، خو تر اوسه د بشپړې تخلیې رسمي اعلان نه دی شوی.

1 COMMENT

  1. کله چې د سعودی له لوری امریکا ته وویل شو چې نشي کولی د سعودی له خاوری په ایران برید وکړی نو اوس په سعودی کې خپل نظامی آډه پخپل حال پریښي ترڅو ایران په سعودی برید وکړی دا چې قطر ایران هیواد د امریکا د نظامی آډي معلومات ورنکړی نو ځکه یی دا نظامی کسان وویستل
    بله دا چې امریکا په عراق کې دوه ، سعودی، سوریه، قطر، اماراتو او په پاکستان کې یوه یوه نظامی آډه لری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...