Home+زما معصومې نوریې |عبدالباري جهاني

زما معصومې نوریې |عبدالباري جهاني

دوې ورځي مخکي د طالبانو حکومت په کابل کي، د نوریې په نوم، یوه ښکلې پېغله ګویا ګرفتاره کړه. هغې د خپلي کونډي مور اودریو یتیمو ماشومو خویندو لپاره د ډوډۍ پیدا کولو په منظور د نارینه زلمي په څېر ځان جوړ کړی او په یوه ریستورانت کي یې خواري غریبي کوله، څو د طالبانو د حجاب د قانون په اساس مجرمه نه سي اوبې وزله کور یې له یوازیني ګټندوی څخه بې برخې نه سي. د طالبانو حکومت د دې پر ځای چي شرمېدلی وای. د دې معصومي نجلۍ غم یې خوړلی وای او خپلو ظالمانه پالیسیو ته یې توجه کړې وای له دې معصومي سره داسي تحقیقاتي مرکه کوله تا به ویل چي یو لوی جنایتکار یې نیولی دی.  طالبانو له یوې خوا د حجاب د رعایت کولو په منظور له وطن څخه د ښخو لپاره زندان جوړ کړی دی خو له بلي خوا یې دا معصومه نجلۍ په ټلویزیون کي په ټولي نړۍ لیدله او بې حیا طالب به هر ګړۍ ورته ویل چي ماته مخامخ وګوره. که څه هم چي دې معصومې خو له وچه مجبوریته له ځان څخه هلک جوړ کړی و خو زه د دې غیرت ته سلام ورلېږم او افتخار کوم چي د افغان غیور ملت ته منسوب یم او ځان په افغان پېژنم.

                             زما معصومې نوریې

نوریې که را نیژدې وای زما به لور وای زما به مږور وای

ستا پلو به ولي سپک وای د چړي مخ ته به خپور وای

ستا به پلار ستا به نیکه وای ستا پالنه به مي کړلای

ما به ستا ملالې وینې په غزلو کي ستایلای

ما به هر سهار مکتب ته له خوبونو پاڅولای

زما به ښکلې توتکۍ وای راته ګډه به په شور وای

ستا پلو به ولي سپک وای د چړي مخ ته به خپور وای

نوریې الله دي مل سه وطن ډک دی د لېوانو

ستا په څېر دي ډیري ښکلي زنداني د ملایانو

یا سبا یا بله ورځ به په نکاح سې د شیخانو

کشکي دلته پیدا نه وای ستا قسمت لیکلی نور وای

ستا پلو به ولي سپک وای د چړي مخ ته به خپور وای

نوریې غیرت دي جار سم کشکي ته ښکلې زلمی وای

له مُلا به وای بېغمه له شیخانو به پردی وای

نګهبان به وای د خویندو د مور سر ته به ټیکری وای

نو به ولي د ناکسو د حیا درته پېغور وای

ستا پلو به ولي سپک وای د چړي مخ ته به خپور وای

که دا مېنه د «الفت» وای که وای کور د «حبیبیانو»

که جونګړه د حیا وای یا قلا د ملالیانو

که ریشتیا مو وطن خپل وای حاکمان وای له خپلوانو

ستا به ولي مېنه توره ستا به ولي غم په کور وای

ستا پلو به ولي سپک وای د چړي مخ ته به خپور وای

نوریې دومره ډاډه یم دا حالات به نه پاتیږي

زه یې وینم په سینو کي د کسات ویني خوټکیږي

د ظالم عمر لنډی دی دا تیارې به رڼا کیږي

خو ملالي چي دا نن دي هم ټاټوبی پر خپل کور وای

ستا پلو به ولي سپک وای د چړي مخ ته به خپور وای

نوریې غیرت دي جار سم روح مي ستا سره اوسیږي

ستا زهیري سترګي وینم زما تر زړه ویني څڅیږي

زه به مړ ته به ژوندۍ یې دا تاریک زندان ماتیږي

ژوند خو ستا څخه کړم لیري چي پر خپل وطن مي ګور وای

ستا پلو به ولي سپک وای د چړي مخ ته به خپور وای

نوریې که خپل پاچا وای که مو خپل لښکر لرلای

خپل بلال خپل مو منبر وای خپل آذان مو اورېدلای

زما قلم به ستا له غمه ولي ویني ژړېدلای

یا خو کشکي شاعر نه وای یا په دوو سترګو شمکور وای

ستا پلو به ولي سپک وای د چړي مخ ته به خپور وای.

د ۲۰۲۶ کاال د فبروري نهمه،ویرجینیا.

6 COMMENTS

  1. الله دې ډيرعمر درکړي جهاني صاحب ، زما د زړه مراندې موهم ددې غمجن شعرپه لوستلو ولړزولي دحقیقت دويلو جرئت هرڅوک نه لري .کاشکي ستاسو لوروای ستاسو په خبره پوړنی به يې دومره سپک نه وای پلار چې ژوندی وي لور شهزادګۍ وي په تيره بيا لوستي پلار.

  2. یوه مور به څومره مجبوره وي چې خپله ځوانه لور د ته وهڅوې چې له ځانه هلک جوړ کړې لاړه شې په رستوراان کې کار وکري او خپلې کوندې مور او وړو ماشومانونه ډوډې پيدا کړې. نوريه جاني به په ځان څومره راوانې تکلیف منلي وي چې له د لار خپلي کورني نه غذا پيدا کړي.
    که تالب لږ انساني او اسلامي عاطفه درلودلاۍ نوريي جاني ته بايد انعام ورکړی چي شاباسونه په داسي شخصيت او تربيه چي خپل پيغلتوب دکونډي مور او د وړو ماشومانو د تغذيي لباره کربانه وي. تالبه مکتب خو د بري بند کړ اوس ديوه ګوله ډوډی پیدا کول هم پر نجونوبند کړ.
    تالبه دا ستا اسلام نه ده دا تالبي فاشيزم ده چي ته په مسلمان اولس کاروې.

  3. د نوریې د ویډیو په لیدو مې ورته احساسات درلودل خو کاش کې مې د باري صاحب په څیر د ملغرلو د اوبدلو توان درلودی چې زړه مې د ورته اشعارو په لیکلو یو څه سپک کړای وای. قلم دې تل له رنګ او برکت ډک لره او خدای دې د نوریې د زړه ټول ارمانونه په ژوند کې پوره کړي او له چټلو سړیو څخه په امان کې لري.

  4. تا ته او ستا قلم او جرات ته زما سلام دي.ستا سره زه د زړه مينه لرم .يو وار غواړم چه تا دنژدي ووينم.عمر دي ډير سه

  5. د ښاغلی جهانی صاحب د ښکلی او دردوونکی نظم څخه په مننی سره، د هغی ورځی راهیسی چی زما نالوستی خو بااحساسه میرمنی د نورئې جانی ویډیو لیدلی ده زه د هغې ( خپلی میرمنی ) د خښم د حرارت د درجی د لوړیدو له بیری یو غاب یا دیګ دوه ځلی مینځم او کور دوه ځله جارو کوم.
    زما میرمنی پدې دوې ورځی سل ګیبابایټه سپکی او ښیراوی د ټول طالب ادرس ته حواله کړی دی نه یوازی طالب ته بلکه د طالب خلقی او افغان ملتی او شعله ای او غرب ځپلو ټولو خواخوږو ته.
    امّا نړیوال او غربی تفرعن ته یوه طعنه:
    په ایران کی هم په اصطلاح اسلامی جمهوریت حاکم دی او په افغانستان کی هم شریعی! حکومت حاکم دی.
    په ایران کی مدنی او حتی سیاسی آزادی ډیره ده خو په افغانستان کی ډیره محدوده ده.
    غربی استعمارګران د طالب پلاس د افغان وولس د مدنی حقوقو د ځپلو په وړاندی پټه خوله دی خو د ایران د حکومت په وړاندی د جنګ په حال کی دی.

  6. رښتیا هم جهانی صاحب خپل شفقت ،احساس د مسئولیت او جهاد افضل اعلان کړی ، رسول الله ص فرمایلی : من لم یرحم صغیرنا و لم یؤقر کبیرنا فلیس منا .
    بل ځای فرمایی : من اصبح و لم یهتم بامور المسلمین فلیس بمسلم
    اسلام د شفقت ،اخلاق او عزت دین دی او د انسانیت معراج ،معلم د بشریت ټولو ته عملا ښودلی ،خلفاوو رض په پوره امانتداری سره امت ته رسولی ،انسانی عالی مدارج یی ټولو ته سر مشق د ژوند ګرځیدلی ،هلته خلیفه د شپی د مدینی کوڅو ته راوتو ، د یتیم او مسکین فریاد یی اوریدو ،خپله ډوډۍ به یی ورکوله ،اخلاق ،خبره او کردار یی قرآن وو
    خو اوس ؛ امراء په نوریه و امثالهم خبر ندی او کله چي خبر شی کالحمر لغته وهی ( ځکه د خره مینه لغته وی) ددې پر ځای چي احساس د مسؤلیت وکړی ،توهین ،تحقیر او تعذیب کی یی فکر کوی .
    آیا دا اسلام دی ؟ نه قطعا انسانیت ندی، وحشت،درندګی او تحقیر د اراذلو کار دی ،دا انسانیت شرموی ،تنفر تشدیدوی او د لیوانو هجوم په رمی ته ورته دی ،اسلام دومره غریب ندی ،مسلمان دومره ارذل او بد اخلاقه نه وی ، تاریخی وږی ،محروم او تحقیر شوی چي حاکم شی هغی ته ورته شی چي وایی : خدای دِ خره ته ښکر نه ورکوی ،
    هو، رسول الله ص فرمایلی :کله چي کار اهل ته یی و نسپارل شی نو فانتظروا الساعه .صدق رسول الله ص
    همدا اوس زندانونه او نور ډیر مراکز په مراکز فحشا بدل شوی ؛د عدالت کرسۍ د بی عدالتی تفدانی ګرځیدلی او د تحصیلات عالی وزارت نه د ندیم کلۍ او مدرسه .
    فاعتبروا یا اولی الابصار!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

خدای پاماني| عزیزالله انیس 

     نن مې له ملګري سره د خدای پاماني شپه وه. خوب نه راته. خپل غټ کوټ مې واغوست. پرته له دې چې کوم...