Homeخبرونه‏تحریک انصاف ګوند د پراخو لاریونونو لپاره مشورتي ناستې پیل کړي

‏تحریک انصاف ګوند د پراخو لاریونونو لپاره مشورتي ناستې پیل کړي

تاند ( سه شنبه د سلواغې ـ دلوې ۲۱مه) د پاکستان تحریک انصاف ګوند په دغه هېواد کې د پراخو ولسي لاریونونو لپاره مشورتي ناستې پیل کړې دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې دا لاریونونه به د «ازادۍ یا مرګ» تر شعار لاندې ترسره شي.

پاکستاني رسنيو راپور ورکړی چې د دغو تیاریو په لړ کې د خیبرپښتونخوا د اعلی وزیر سهیل اپریدی لپاره یو ځانګړی کانټینر هم چمتو شوی دی.

راپور زياتوي چې د کانټینر پر مخ په څرګندو تورو د «ازادۍ یا مرګ» شعار لیکل شوی دی.

اټکل کېږي چې دا ځای به د احتمالي لاریونونو پر مهال د مرکزي سټېج په توګه وکارول شي.

دا چمتووالی په داسې حال کې روان دی چې، پاکستاني پوځ د نا امنۍ له امله وارخطا او د کنټرول لار ورکه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عارف و نه هم احمدظاهر فراموش نمی شوند| پوهاند دودیال

( به مناسبت وفات عارف هنرمند نامدار ایران و یک اقتراح) شادروان احمد ظاهر و عارف کیا هردو دوستداران زیادی داشتند. هردو تقریباً در یک...