سه شنبه, فبروري 10, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ازبکستان ولسمشر په ترانس افغان رېللاره کې د خپل هیواد د...

د ازبکستان ولسمشر په ترانس افغان رېللاره کې د خپل هیواد د ګډون فرمان لاسلیک کړ

تاند(سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۱ مه) د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د ترانس افغان رېللارې په پروژه کې د ازبکستان د ګډون فرمان لاسلیک کړی او د دې سیمه‌ییزې پروژې د امکان‌سنجۍ مطالعې/ فزیبلیټي سټډي د چوکاټ قرارداد یې تایید کړی دی.

ازبکستان د دې پروژې اجرا کېدو ته سخت لېوال دی.

د اینټرفاکس خبري اژانس او د ازبکستان د رسنیو د راپور له مخې، دا موافقه یو درې‌اړخیز سند دی چې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۱۷مه لاسلیک شوې وه او اوس د تاشکند له رسمي تصویب وروسته د عملي کېدو پړاو ته داخل شوې ده.

یاده موافقه د ازبکستان د ترانسپورت وزارت، د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان د ټولګټو وزارت او د پاکستان د رېللارو وزارت ترمنځ لاسلیک شوې ده. د موافقې موخه په ګډه د امکان‌سنجۍ مطالعې چمتو کول دي، څو د نایب‌آباد او خرلاڅۍ ترمنځ د رېللارې د جوړولو امکان و ارزول شي.

دا مسیر د افغانستان د عمومي رېللارې د لویې پروژې یوه مهمه برخه بلل کېږي.

د صادر شوي فرمان له مخې، د ازبکستان د ترانسپورت وزارت د دې موافقې د پلي کېدو مسوول بنسټ ټاکل شوی دی. همداراز، د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه شوې چې د کورنیو حقوقي پړاوونو د بشپړېدو په اړه افغانستان او پاکستاني لوري ته رسمي خبر ورکړي، څو فرمان په بشپړ ډول عملي شي.

د وړاندیز شوې نقشې له مخې، د رېللارې مسیر به د ازبکستان له ترمذ ښاره پیلېږي، د نایب‌آباد، میدانښار او لوګر له لارې به تېرېږي او په پای کې به د خیبرپښتونخوا خرلاڅي سیمې ته رسېږي.

د دې پروژې اساسي هدف دا ښودل شوی چې د افغانستان له لارې د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ یو نوی ترانزیټي دهلېز رامنځته شي.

د دې درې اړخیزې پروژې د امکان‌سنجۍ مطالعه د نړیوالو ترانسپورتي دهلېزونو د پراختیا د دفتر له لوري ترسره کېږي. دغه دفتر د ازبکستان د رېللارې د ادارې تر څار لاندې فعالیت کوي او په ۲۰۲۳ کال کې په تاشکند کې جوړ شوی دی. یاد دفتر د همغږۍ لپاره په کابل او اسلام‌اباد کې هم څانګې لري.

د افغانستان د عمومي رېللارو پروژه لومړی ځل په ۲۰۱۸ کال کې مطرح شوې وه. هغه مهال اټکل کېده چې دا پروژه به په کال کې تر ۲۰ میلیونه ټنه پورې بار انتقال کړي او د جوړېدو لومړنی لګښت یې شاوخوا پنځه میلیارده ډالر وي.

خو تازه ارزونې ښيي چې د پروژې لګښت زیات شوی دی. د پاکستان د رېللارو یا رېلوې وزارت د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې اعلان وکړ چې د دې پروژې د جوړولو لګښت ۸.۲ میلیارد ډالرو ته رسېږي، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۳ کال په مني کې دا لګښت نژدې اووه میلیارد ډالره اټکل شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شرم له سپي» د عبدالمالک بېکسیار «چکـرنامه»

پوهندوی آصف بهاند د ۲۰۲۶ ام کال د جنورۍ پر ۲۴مه، د ډنمارک په کوپنهاگن کې د گڼ‌شمېر افغان‌فرهنگیانو په گډون د بیکسار د دریو...