Homeخبرونهناسا غواړي پر سپوږمۍ د اور بلولو ازموینه وکړي

ناسا غواړي پر سپوږمۍ د اور بلولو ازموینه وکړي

تاند (شنبه، د لړم/ عقرب ۱۶ مه) د امریکا د فضايي څېړنو ادارې «ناسا» پلان لري چې په لومړي ځل پر سپوږمۍ د اور بلولو یوه علمي ازموینه وکړي. که دا تجربه بریالۍ شي، نو دا به لومړی ځل وي چې انسان په بله فضايي نړۍ کې اور بلوي.

د ناسا په وینا، د دې ازموینې هدف دا دی چې معلومه کړي په سپوږمۍ کې د جاذبې د کمښت له امله د اور لمبې څنګه خپرېږي او په بېړنیو حالاتو کې د اور لګېدو خطرونه څومره وي. د دې څېړنې پایلې به د سپوږمۍ، مریخ او تر دې لرې سیمو ته د انسانانو د راتلونکو فضايي سفرونو د خوندیتوب لپاره وکارول شي.

دا ازموینه، چې «په سپوږمۍ کې د موادو د اور اخیستنې وړتیا» نومېږي او په لنډ ډول «اېف اېم ۲» بلل کېږي، د ناسا د ارټیمس پروګرام له راتلونکو ماموریتونو سره تړاو لري.

ناسا ویلي، اور د فضايي سفرونو او د انسانانو د اوږدمهاله فضايي ماموریتونو لپاره یو له سترو ګواښونو څخه دی. د دې ازموینې له لارې به معلومه شي چې بېلابېل توکي په سپوږمۍ کې څومره ژر اور اخلي او لمبې یې په څه ډول خپرېږي.

د ناسا په وینا، ځینې توکي چې پر ځمکه اور نه اخلي، ښايي په فضا کې اور واخلي؛ ځکه د سپوږمۍ په کمزورې جاذبه کې دغه توکي د ځمکې پرتله د اکسیجن په لږه کچه کې هم سوځېدای شي.

د دې پروژې مسوولې ایملي جانسن په ۲۰۲۵ کال کې په یوه پوډکاسټ کې ویلي و چې ځینې مواد د سوځېدو پر مهال کوچنیو څاڅکو ته په ورته ټوټو وېشل کېږي. د کمزورې جاذبې په چاپېریال کې دغه ټوټې د اور په کوچنیو کرو بدلېدای شي، په فضا کې خوځېدای شي او نورو توکو ته اور اچولی شي.

په سپوږمۍ کې د اور لمبې له ځمکې سره توپیر لري

د ځمکې پر مخ د جاذبې ځواک سړه او درنه هوا ښکته راکاږي او له همدې امله د اور لمبې معمولاً اوږدې وي. خو په هغو چاپېریالونو کې چې جاذبه ډېره کمه وي، لکه سپوږمۍ او نړیوال فضايي تمځای، د هوا دغه طبیعي خوځښت نه رامنځته کېږي.

د ناسا د ۲۰۲۳ کال د یوې لیکنې له مخې، په کمزورې جاذبه کې د اور لمبې عموماً ګردې یا د کرې په څېر بڼه لري.

د سپوږمۍ جاذبه د ځمکې د جاذبې شاوخوا شپږمه برخه ده؛ له همدې امله هلته د اور لمبې د ځمکې پرتله نسبتاً ګردې وي.

ازموینه به څنګه ترسره شي؟

ناسا غواړي د دې مقصد لپاره یو اتومات او پوره تړلی فلزي کپسول سپوږمۍ ته ولېږي. دغه کپسول به د سلنډر بڼه ولري.

په کپسول کې به د سوځولو لپاره څلور بېلابېلې نمونې ځای پر ځای شي چې له پنبې، فایبرګلاس او اکرالیک څخه جوړې شوې دي.

دغه کپسول به د اکسیجن د کچې د معلومولو سینسور، د برېښنايي او مقناطیسي وړانګو د اندازه کولو وسیله او کامرې ولري. کامرې به ثبت کړي چې د سپوږمۍ په کمزورې جاذبه کې اور څنګه بلېږي او څومره چټک خپرېږي.

ناسا ټینګار کړی چې دا تجربه د سپوږمۍ پر سطحه د لوی اور بلولو په معنا نه ده، بلکې ټولې ازموینې به په یوه تړلي او کنټرول شوي فلزي کپسول کې ترسره شي.

د فضايي سفرونو د خوندیتوب لپاره مهمه څېړنه

که څه هم په تېرو څو لسیزو کې پر ځمکه د کمزورې جاذبې په چاپېریال کې د اور په اړه ګڼې ازموینې شوې دي، خو د دغو څېړنو پایلو ښودلې چې د فضايي ماموریتونو د خوندیتوب لپاره لا ډېرو معلوماتو ته اړتیا ده.

د څېړنې په یوه علمي مقاله کې ویل شوي چې د سپوږمۍ په چاپېریال کې د بېلابېلو موادو د اور اخیستنې د وړتیا د معلومولو تر ټولو ښه لاره د هغو مستقیمه ازموینه ده.

د دې ماموریت له پایلو سره به د فضايي بېړیو د اورخوندیتوب په اړه د معلوماتو تشه راکمه شي او ښايي د هغو موادو د کارولو معیارونه هم بدل شي چې په فضايي بېړیو کې ترې ګټه اخیستل کېږي.

د راپور له مخې، ټاکل شوې دغه ماموریت د ۲۰۲۶ کال تر پایه سپوږمۍ ته ولېږل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د نوي نسل په روزلو کې د ادبیاتو رسالت

پوهندوی آصف بهاند د جرمني په کولن ښار کې کونړ کولتوري‌ټولني پتیلې ده چې د ۲۰۲۶ ام کال د اکتوبر پر یودیرشمه نېټه د کونړسیند...