موږ چې واړه وو،
موږ به لوبې کړلې
زموږه لوبې وې د نورو ازار
موږ به د نورو ځورولو څخه خوند اخيستو
موږ به ړانده څخه لکړه غلا کړه
چې چيرته ولويږي،
نسکور شي،
موږ پرې ښه وخاندو
چې کوم سوالګر به راغى
موږ به یې ګوډي(۱) کې،
ډبرې پټې واچولې
چې دی یې وویني، خواشینی شي
موږ ښه وخاندو
زموږ عادت شو چې د بل په خپګان،
خوښ واوسو
موږ به په لارو کې کډي جوړول
چې لاروى پکې نسکور شي
موږ پرې ښه وخاندو
پردي خو څه، تره مو هم بد ایساوه
ځکه خدری(۲) و، هغه
پلار به ویل:
– تربور اول دښمن دی
موږ مینه نه پیژنده
یوازې کرکه مو په زړونو کې وه
له وروره کرکه
له تره کرکه
له تربوره کرکه
غریب مو سیال نه باله
نایي، ترکاڼ او اهنګر مو هیڅ انسان نه باله
چې چا به نوې جامې واغوستې،
په موږ باندې به اور پورې شو
چې ولي پاک ګرځي بل
د بدنیتۍ عادت له موږ سره ملګری شو تل
چې لږ رالوى شوو او مکتب ته ولاړو
تعلیم پر موږ باندې اثر ونه کړ
موږه د علم پر ځای کرکې زده کړې
معلم مو بد ایسیده
ځکه هغه به نصیحت کاوه تل
داسې خبرې چې موږ کله اوریدلې نه وې
درس به مو نه زده کاوه
معلم به شنې لښتې راوغوښتلې
موږ به یې ووهلو
زموږ عقدې به هم دوه درې چنده شوې
موږه هم ځان تر معلم کم نه ګاڼه
موږ به هم لښتې،
په کمزوري همصنفي ماتې کړې
په موږ کې هغه قهرمان و
چې تخته ماته کړي
بل به سيالي کړه تباشير بې غلا کړل
موږ به تفریح کې د مکتب ګلونه ټول وشکول
موږه تعلیم هم لا بدل نه کړو هیڅ
موږ له بدلون، موږ پرمختګه څخه کرکه کوو
موږه له ځانه له جهان خپه یو
موږ عجیبه خلک یو
موږ د کینو منځ کې رالوی شوو داسې
چې نه مو مینه، نه مو ژوند وپیژاند
لا مو په زړونو کې بلا کرکې پرتې دي،
ورکې شوې نه دي
او اوس دوى غواړي
چې موږ مينه وکړو
او خپل وطن آباد کړو؟!!!
20/ 10/ 1391
کابل- ارګ
(1) ګوډی په کلیو کې د هغو سوالګرو کڅوړې وې چې اوړه او نور شیان به یې پکې راټولول.
(2) خدری: پښتو متل ته اشاره ده چې وایي: تره که ښه وای خدری به ښه و.
علم گل سحر