جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبژبه او لیکدودخپلوان په څه نامه وبولو؟/ استاد محمدمعصوم هوتک

خپلوان په څه نامه وبولو؟/ استاد محمدمعصوم هوتک

تېره ورځ مي (۱) په تاندویبپاڼه کي د ښاغلي منلي صاحب خوندوره لیکنه ولوستله چي د” خپل مي یې خونه دي پېژنم ….” ترسرلیک لاندي خپره سوې وه . له لیکني څخه داسي ښکارېدله چي دد غي موضوع د طرح کولونوښتگر ښاغلي ومان نیازی دئ . ما د ښاغلي نیازي لیکنه نه ده لوستلې . منلي صاحب پردغه مشخصه موضوع باندي ښه تفصیلي خبري کړي دي . پښتوپه همدغه رازلیکنوبډایه کېږي، لهجې ئې دهمدغه شان لیکنوله لاري سره نزدې کېږي اومعیاري ژبي ته درسېدلو کوڅې ته هم همدغه لاروتلې ده .

په دغه لیکنه کي دخپلوانوله پاره پښتونومونه په یوه جدول کي سره اوډل سوي دي اوپه پای کي ئې داجمله پرزیاته سوې ده چي وایي ” له دوستانواواستادانوڅخه د ومان په اقتداهیله کوم چي داجدول د امکان ترحده بشپړکړي،روښانه یې کړي اونقدپرې وکړي چي دپښتنو دخپلویویوعلمي انځورپیداکړو”.

دې غوښتني ماته جرئت راکړچي په دې برخه کي خپل اورېدلي او لوستلي له دغوښاغلواونورودرنولوستونکوسره شریکي کړم .

۱ ــ دپلاراومور(والدینو) مورته د”نیا” پرڅنگ “انا” هم وایي . نازوانا او زرغونه انا زموږ دتاریخ ویاړلي پښتنې مشراني دي . د”انا” کلمه دپښتوکلاسیک ادب ملاتړهم لري . خوشحال خان وایي :

که د واړوپښتنوراته تسلیم دئ

خوبیاهم دسباکۍ اناخښتک یم

په جدول کي بایدد”نیا” ترڅنگ “انا” هم ولیکل سي . په ژبه کي دیوه مفهوم له پاره متعددي کلمې دژبي دبډایۍ معنالري.

۲ ــ دپلارخورته پښتانه “امه” وایي. زموږملاطبیعتولیکوالواو میرزایانودپښتو”امه” له عربي “عمه” سره یوشان بللې ده . په پښتو او نوروهندواروپایي ژبوکي دغه رازتصادفات نورهم سته . دانگرېزي ژبي ( meaning) اوعربي ژبي (معنی) دیوه مفهوم له پاره په تصادفي توگه ورته شکلونه موندلي دي. موږته معلومه ده چي عربي اوانگرېزي په دووجلاجلاژبنیوکورنیوپوري اړه لري . دکلماتودغه رازورته والی تصادفي دئ . یابه دارازضرورت وي چي موږئې دمنځ ته راتگ په علت نه پوهېږو. خبره چي هرڅه وي، وي به، خودپښتو”امه” اود عربي”عمه” یوله بله تصادفي ورته والی لري . د”امه” نورمشتقات په اریایي ژبوکي سته . دانگرېزي ژبي (اَمي، اَما، ممي) اودپښتو(امۍ) ئې په مثالونوکي راوړلای سو. که دپلارخورته “امه” اودمورخورته “ترور” ولیکو، دابه موپه ژبه کي دمکرروکلماتودمخنیوي پر لور یوگام وي.

۳ ــ په جدول کي دپلار ورور ته ” تره، کاکا” لیکل سوی دئ . که پرڅنگ باندي “اکا” هم ورسره ولیکل سي، ښه به وي. خوراډېرپښتانه (تره) ته (اکا) وایي.

۴ ــ په جدول کي دپلار تره (اکا)ته “ترله” لیکل سوی دئ چي غالبابه چاپی تېروتنه وي. زماپه لهجه کي دپلاراوموراکاگانو(ترونو) ته هم (نیکه) ویل کېږي اویائې په تشریحي نامه (دپلاراکا) یا(دموراکا) بولي . په جدول کي چي دمور د تره خانه په ( @@@) ډکه سوې ده، کولای سود(نیکه) یا(دمورداکا) په نوموئې ډکه کړو.

۵ ــ زموږپه لیکنوکي اوس د(میرمن) عامه کلمه دماندینې (ماینې) له پاره کاریږي . زمانظرداسي دئ چي که دغه عامه کلمه د(ښځي = woman) دعام نامه له پاره راوړو او د(میرمن = wife) له پاره (ماندینه) ولیکو، د پښتوپه خیرتمامیږي. ماندینه د پښتنوپه خورا لوی جمعیت کي ژوندی نوم دئ.

۶ ــ په جدول کي د ورورمیرمن ” وریندار” بلل سوې ده . دغه ویی زماپه لهجه کي دتانیث (هـ) لري اود(ورېنداره) په شکل ویل کېږي . دجمع بڼه ئې ( ورېندارگاني) اومغیره شکل ئې (ورېنداري)دي. ماته معلومه ده چي دپښتوپه ختیځه لهجه کي دغه ویی د(وریندار) په شکل ویل کېږي اودپخوانیوگرامرپوهانوپه اصطلاح سِماعي مونث دئ. خوکه داکلمه دسماعي ښځینه توب څخه د(هـ) په زیاتولوسره راوتلای سي، بایدچي وئې منو. که ئې په منلوکي ستونزه وي، نوبیادي په جدول کي دواړه شکله ( ورېندار، ورېنداره) ولیکل سي.

۷ ــ پښتانه د زوی ماندینې ته (نږور،مږور) دواړه وایي . دنون اومیم د کارېدلوبل مثال (نښلول، مښلول) دئ. که په جدول کي (مږور) هم پرزیاته سي، بده به نه وي.د(مږور) جمع (مږندي) ده.

۸ ــ په جدول کي دخورزوی ته “خوریه” لیکل سوی دئ. مادختیځی لهجې له ویونکوڅخه (خوریین) اورېدلی دئ . زماپه لهجه کي ئې (خوریی) بولي . د( ay) لاحقه په لمسی، کړوسی، کودی، پردی، بنزی، لېورزی،پرکټی اونوروکي مشترکه لاحقه ده . دغه لاحقه، نه پوهېږم د(خوریی) په کلمه کي ولي ځینولهجوله لاسه ورکړې ده . راژوندۍ کول ئې دپښتوگرامري قاعدوله انسجام سره مرسته کولای سي. په دې معناچي د(خوریه، خوریین) پرځای دي (خوریی) ومنل سي. که ئې بیاهم په منلوکي ستونزه وي، نودواړه شکله دي په جدول کي راوړل سي.

۹ ــ پښتنې ښخی د مېړه خورته (ندرور) اود لېوره (د مېړه د ورور ماندینې) ته (یور) وایي . جمع ئې په ترتیب سره (ندرندي) او(یوڼي) دي. دغه نومونه په جدول کي نسته. که ورشامل سي،ښه به وي.

 دغه څوټکی مي سمدلاسه ذهن ته راغلل اوستاسي سره مي شریک کړل. که نورراپه یادېدل، په راتلونکي کي به ئې درسره شریک کړم( انشاءالله).

اوکویل ــ کاناډا

۲۶مه دجون ۲۰۱۱م

———————————

(۱) د استاد هوتک دا لیکنه د ۲۰۱۱ کال د جون په ۲۶ مه په تاند کې خپره شوې وه. (تاند)

د استاد ځینې نورې لیکنې:

د علیخان دېوان بېلابېل چاپونه، جناب پوهاند ډاکتر زیار…

میوندۍ ملالې ته منسوبه لنډۍ

دېوان کاظم کان شیدا 

په پښتونخوا کې د میرزاخان انصاري…

په پښتونخوا کې ….

تاریخ مرصع

دېوان د سکندر خان خټک

د منلي صاحب په تایید….

د حافظ الپوري دېوان

د علیخان دېوان بېلابېل چاپونه

غریب المنصف

میوندۍ ملالې ته منسوبه لنډۍ

د توشیح ادبي صنعت په ختیځ او لوېدیځ کې

معیاري پښتو ته یوه کتنه ،

3 COMMENTS

  1. مونږ د تره لور ته ترله د تره زوی ته د تره زوی د پلار خور ته ترور د مور خور ته توړۍ او د هغوی زامنو ته ترورزیان او لورانو ته ترورزی او تروزیانی وایو
    د مور ورور ته ماما زوی ته یی مامازی لور ته یی مامازۍ د ورور میرمن ته ورینداره ، زوی ته یی وراره لور ته یی وریره وایو.

  2. هوتک صاحب سلام
    ژوندى فرهنګ او معلومات دي زموږ د تولنې يوه ستره برخه ده او زموږ ټولنه ورته ضرورت لري ستا د نورو عالمانه ليکنو په هيله

  3. سلامونه زه د استاد معصوم هوتك د دغه خبرو څه لږه زياتونه كوم كه تاسو ئې مناسب ګڼئ نو ورسره ئې جمع كړئ
    زه يوسفزے يم او زمونږ په سېمه دغه نامې او رشتې داسې يادولے شيزه د استاد مّصوم صيب په دغه ترتېب ځم او هم د هغې سره دې اوئلے شي
    ١.د پلار خور ته مونږ ’ترور ”وايو ځېنې سېمو كښې ورته ”پوپو” هم وائي
    د مور خور ته مونږ ”ترور” وايو چې ځېنې سېمو كښې ورته ” ماسي” وائي
    ٢ د ترهج لور ته ”ترله” وئيلے شي او د تره زوي ته ”تربور” او هم دغه ټكے تربور د دةمن دپاره هم وئيلے كېږي اوس لږ لږ متروك شوے هم دے.او دښمنۍ ته ”تربور ولي” وئيلے شي
    ٥.مېرمن د اټكے د ځېنې زنانه نامو سره د ادب دپاره پكارولے شي ولې زيات پوهان ئې د انګريزي ټكي” Mrs.” يعنې بېګم ،ماندېدنې يا ښځې دپاره وائي او لېكياو دا د ښاغلي مونث هم ګڼل كېږي
    ٦.د ورور ښځې ته ”ورندار’’ يا ” ورېندار” وئيلے شي.جمع يې ” ورندارانې” يا ”ورېندارانې” وئلے شي
    ٧.دزوي ښځې يا مادېنې ته ”نږور” او جمع ”نږيندې” يا ”اينږور ” او جمع ”اينږيندې” وئيلے شي
    ٨.د خور زوے ”خوريے” او دخؤر لور”خورزۀ” بللے شي
    ٩.دخاوند خور ته” ندرور” يا ايندرور” وئيلے شي او جمع ئې” ندرورانې ” يا” ايندرورانې” ده
    ١٠.د مېړه د رور ښځې ته ” يور” وئيلے شي او جمع ئې ”يورانې” وئيلے شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب