یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبرحمان بابا (ر)، زاهد او...../ ساده حیدرخېل

رحمان بابا (ر)، زاهد او…../ ساده حیدرخېل

   د پښتو شاعرۍ له کلاسيکې دورې نه رانيولې تراوسه زښتو ډېرو شاعرانو له شيخ، زاهد او ملا سره د هنر په وسيله لفظي شخړې ترسره کړې، په اصطلاح جَګَړې يې ورسره وهلې چې تر ډېره د  دوی ترمنځ د شخړو موضوعوګانې سره بېلې دي. خو د ځينو تر منځ  نېږدېوالی او ورتوالی هم شته.

 په اوسني پېر کې د دغو شاعرانو سرلاری غني خان دی. او حمزه بابا هم ورپسې دی. غني خان خو خبره تر کنځلو پورې رسولې خو په دې برخه کې زموږ موضوع د رحمان بابا شاعري ده نو له هغو نورو غلي راتېرېږو.

د بابا په شاعرۍ کې د زاهد،شيخ،عالم او ….‎ په اړه يوه ښايسته برخه شعرونه شته چې له مفهومه يې له دوی سره د بابا عملي او عقيدوي اختلاف څرګندېږي. داچې د دغې اختلاف لاملونه څه دي؟ له بابا به يې واورو:

ښه دی مالره دا فيض د شرابو

چې پرې ووينځم دا دَلق /ارزق/ فام

موږ په خپله ټولنه کې شيخان زاهدان وينو چې د دوی ډېری برخه د غرور، تکبر، لويۍ او د ځان خوښونې په اروايي ناروغيو ککړ دي. ښايي د دې لامل د دوی پوهه وي چې په ټولنه کې کمه او له دوی سره يو څه ډېره ده.

هر څه  چې له يو چا سره نه وي بل يې په لرلو وياړي. خو ډېری وختونه دغه وياړ د نابودۍ سبب ځکه ګرځي چې د پورتنيو نارغيو په بڼه راڅرګندېږي او بالاخره له سم دم انسان څخه شيطان جوړ شي. ولې څوک چې په رحمت کې وي يعنې شاکر او متواضع وي هغه نا.

 البته د هرې ناروغۍ لپاره يونه يو ډول درملنه هم شته داچې دغه ناروغۍ څه ډول درملنې لري؟ دا به هم د بابا له شعره کې زده کړو!

د پورتنی شعر په دويمه مسره کې د/ارزق/ کلمه ناسمه راغلې، ممکن دکاتب تېروتنه وي.اصل بڼه يې /اَزْرَقْ / ده. عربي صفتي کلمه ده چې د نيله،اسماني او زرغون ډوله رنګونو مانا ورکوي. / فام/ دري روستاړی دی. له /ازرق/ سره چې وتړل شي نو د دري او عربي مرکب صفت به ترې جوړشي چې مانا به يې نيله ډوله يا اسمان ډوله يعنې اسمان رنګه شي.

په دغه مسره کې يو بل لغت /دَلْقْ / دی. د چپنې يا د زاهدانو د لباس ماناګانې شيندي. د /دلق/ او /ازرق فام/  په يوځای کولو سره د دغې جملې ( دلق ازرق فام )  مانا اسماني ډوله لباس ده. اسمان يا اسماني رنګ په شعرکې د  لويۍ او غرور سمبوليکې ماناوې لري خو کله کله د قسمت په مانا هم استعمالېږي.

لکه څنګه چې د بابا په شاعرۍ کې د ريا او د رياکارو زاهدانو، شيخانواو په ځينو مواردو کې له تصوفه منکرو زاهدانو ښه پوره غندنه شوې، دلته هم د زاهدانو د لباس (دلق) سره داسمان رنګه (ازرق فام) ترکيب يوځاي کول زاهدانو او دروېشانو ته د غرور او تکبر کنايه ده.

 رحمان بابا(رح) په پاسني شعرکې فرمايي: زما لپاره د دغو او د دا ډول نورو ناروغويو درمل د الله تعالی د محبت برکت (دشرابو فيض) ډېر ښه دی چې د غرور،لويۍ، تکبر،ريا او د ځان خوښونې په خيرو ککړ د دروېشۍ لباس مې ورباندې ووينځم.

شيخ وشيخي ورد و وظيفه و ذکر فکر

زه وساقي جام وباده چنګ و ترانه:

/چنګ/ په پهلوي فارسي کې رباب ته ورته د ساز د يوې آلې نوم دی چې /۴۶/ تارونه لري او د لاس په ګوته وهل کېږي. /وِرْدْ/ عربي نوم دی چې د ذکر، دعا او د قرآن مجيد د يوې برخې د مکرر تلاوت ماناوې  شيندي.

لسان اللغيب د شيخانو زاهدانو په اړه وايي: شيخ په داسې حال کې چې باطني ناروغ دی نور يې هر څه هېر کړې بس يواځې د ځان په غم کې په شيخۍ، ورد، وظيفه او ذکر فکر کې بوخت دی. د دې اپوټه زه له ساقي ( کامل پير ) سره يم چې د الله تعالی له  مينې (باده) ډک زړه (جام)، له کمالي رازونو ډک شوقي ذوق (چنګ) او د الله تعالی د محبت لپاره آيين يا قانون ( ترانه ) لري چې د دې ټولو شيانو په وسيله يې خلکو ته عام او مريدانو ته خاص خير رسېږي. خو ښاغلی شيخ د دغو شيانو (تصوف) سره چندان جوړ نه دی. دوی ها کوي زه دا. او په ورپسې بيت کې دغې موضوع ته لا وضاحت ورکوي:

زه و زاهدانو ته حيران يم دوی و ماته

ديوانه بده خندد و ده به ديوانه

زه د دوی ناروغو کړنو او دوی زما مستانه او مجذوبانه کړنو ته حيران دي. بس هغه متل دی چې لېونی په کلي او کلی په لېوني پورې خاندي.

دکامل پير ( مطرب ) په وسيله د الله تعالی لخوا د بلنې (رباب) پيل، د الله تعالی د رازونياز خوږې خبرې او اثرات ( سازونه، نغمې ) د مينې دستور (ترانه)، له مينې څخه ډکې ويرونې ( د لښتيوآواز ) په تول پوره خبرې ( شعر )،سوچه مينه، د مينې جوش ( نوبهار )او د قرآن تلاوت ( د کتاب شُغل ) دا ټول هغه څه دي چې زما مينه نوره هم پسې زياتوي ان تردې پورې چې لېونی (مجذوب ) مې کړي نو له دغو شيانو څخه پرهېز څنګه کېدای شي؟ پرهېزګاران ( ناصحان ) که په دغو شيانو الله تعالی قادر کړي پرهېز به يې خپل مالوم شي البته که څه تاثير يې ورباندې ونه کړ نو انسان مزاجه به نه وي:

هر مطرب چې غوږي تاو کا د رباب

په دا تاو کې زما زړه کاندي کباب

چې سامع يې په نغمه په ترانه شم

ديوانه شم ګريوان څيري مست خراب

هم يې تار هم يې ګفتار هسې اثر کا

چې هېڅوک يې نه طاقت لري نه تاب

يو يې ساز بل يې آواز وي د لښتيو

دريم شعر پرې اغاز کړي انتخاب

څلورم يې يو ساقي د څنګه کښېني

چې مخی يې نه افتاب وي نه مهتاب

دا څلو واړه فتنې په څلور کونجه

او پنځم يې صراحي د مۍ ناب

شپږم وقت د نوبهار اووم ځواني وي

اتم شعل د کتاب نهم رباب

چې دا همره آفتونه سره ټول شي

ترو څوک څه رنګ ځنې کاندي اجتناب

چې دا هسې دلبران پرې اثر نه کا

يا به ديو يا به ديوار وي يا دواب

راڅرګند به شي پرهېز د پرهېزګارو

که قادرشي په شاهدوپه شراب.

 د پورته شيانو په وسيله د الله تعالی په مينه کې له ټولو ظاهري صفاتو او تعيناتو څخه پورته کېدل او محوا کېدل (رندي) او د زاهدانو وچ او رياکار زُهد په خوند او رنګ، په تاثيراتو او حالاتو کې دومره توپيرسره لري لکه د مينه ناکو پيغلو او ځوانانو توپير له بې وزلو او خوارنفسو کونډو يتيمانو سره:

لږ تفاوت نه دی د رندۍ د زاهدۍ

چیرته زلمي جونه چرته کونډې يتيمان.

 رحمان بابا چې د خپل ولس ديني ناپوهي او د دين په نوم يې د زاهد چالاکي، فرېب، دوکه او تېروېستل  وليدل نو چيغه يې کړه:

دين يې دام وي د دنيا په لار کې ايښی

پرې را اړوي وحشيان د مخلوقات.

په ورځ پند و نصيحت وايي وبل ته

په شپه ناست وې د مغان په خرابات.

(مغان: جمع اورپرست)

++++++++

چې په ورځ د شيخۍ لافې کړې رحمانه

په شپه مۍ له مۍ فروشه غواړې ولې؟

ده په زاهدانو کې عارفانه خلوص چې هر څه يواځې او يواځې د الله تعالی د رضا په خاطر ترسره کوي ونه مونداو د دوی بندګي چې د جنت لپاره يې کوي د نفسي غوښتنو پايله  ورته وبرېښېده. کله چې دوی يواځې د نفس لپاره هوسايي او هوسا ځاي غواړي نو د يار لپاره د نفس يا سر قرباني نه شي ورکولی:

ځکه زاهد زهد کا د يو جنت لپاره

سرښېندلی نه شي په اور بل د جانانه.

بابا د يو ولي په څېر د دوی له ريا نه ډک عبادتونه ويني چې د خدای لپاره نه بلکې د خلکو او ځان لپاره يې د عادت او رسم له مخې ترسره کوي.

يعنې د دوی عبادتونه يو رواج دی. نه پکې د زړه حضور وي او نه د الله تعالی د امر د پر ځای کولو خاطر:

د رياله زاهدۍ زما توبه ده

چې يې کاندي څوک په رسم و په عادات

++++++++

 زه رحمان له ريا زهده پناه غواړم

د ريا زهد غذاب دی هم عتاب.

بابا عالم دی. پوهېږي چې د ريا عبادت نه قبلېږي. ځکه خو له ساقي ( پير) سره په ميو ( د الله تعالی په مينه) مست ( مجذوب) خوښ دی:

د ريا تر ناقبوله عبادته

د ساقي په ميو مست وخراب خوښ يم

++++++++

هر زاهد چې د ريا په زهد نازېږي

د څربښت ګمان يې کېږي په آماس.

( آماس: پړسوب)

+++++++++

عبادت د رياکارو څه پکار نه دی

لکه غوک هسې په بحر کې مردار شو.

(غوک: غټه چنډخه)

ناصح چې د شيخ او زاهد دويم نوم دی ځان خوښوونکی ځکه دی چې څوک ووينې نو رحمان ته په نصيحت پيل وکړي او په دې شيوه خلکو ته ځان د ښه سړي په نوم ورپېژني:

چې تا وويني وماته نصيحت کا

شک پرې مه کوه بې شکه چې خودرای دی.

ناصحان يازاهدان د الله تعالی له حسنه داسې نه دي خبر لکه د الله تعالی عاشقان. که داسې خبر وی نو د عاشقانوسرونه به يې په نصيحت نه خوږولی:

کله وي چې نصيحت کاندي عاشق ته

که له حسنه دې آګاه شي زاهدان

+++++++++++

کومې مسلې چې بابا ته واعظ او ناصح بيانوي ده له هغې ډېرې زده دي خو خبره دا ده چې عشق د مسلو مسله نه ده بيا د رحمان غوندې عاشقان خو داسې دي لکه لېونيان او په لېونيو نصيحت اغېز نه کوي:

نصيحت اثر په زړه دې عاشق نه کا

ګوندې يادې زما ډېرې مسلې دي.

+++++++++++

نصيحت په عاشقانو اثر نه کا

دا محنت واړه بې ځايه بې قابوکړې.

+++++++++++

نصيحت راباندې نه کا

لکه موی همره اثر.

+++++++++++

واعظان خو وعظ کاندي باري څه کا

چې د عشق په لېونيو يې ګذر شو.

 د بابا مينه د باد غوندې پاکه اوطبعيي ده. لکه د سبا جنتي باد چې په ګلو لګېږي له ياره سره د ده مينه هم داسې طبعيي او پاکه ده نو څوک دا وس لري چې دغه باد له ګلو منع کړي؟ او دا کار داسې دی لکه ځمکې ته د ستورو راکوزول:

ته چې ما منع کوې له خپله ياره

کاشکې باد د سحر منع په بوستان کړې.

نه به ما منع کړې له خپله ياره

نه به کوز په ځمکه ستوري د اسمان کړې.

د بابا او ناصحانو موخه يوه ده خو دومره ده چې د موخې د لاس ته راوړنې په لاروچارو کې يې سره اختلاف دی يعنې ناصحان چې رحمان له کوم کاره منع کوي په هغه کې کار کې دوی له رحمانه وړاندې هم دي:

هر چا ما په نصيحت له تا جارباسي

بيا دستا په لوري درومي له ما وړاندې.

بابا ته د ناصح نصيحتونه د نصيحتونو تر پولې پاتې نه شول بلکې غورې ټرې يې هم ورسره ملګرې کړې خو بابا ورته وويل که عاشق شې بيا به داسې نه وې:

ګوره د منصور هسې په دار نه شې رحمانه

مه کړه دا د عشق خبرې مستې رندانه.

+++++++++++

که د عشق تر کمر پريوزې سر به بايلې

ته چې ما ته غاښ چيچې په نصيحت کې.

خو ناصح په نرمه خبره پوی نه شو. بابا بيا هم نرمي خوښه کړه. ورته ويې ويل چې ګور  د هر سړي  خپل دی. مينه ازلي برخه ده او د ازلي برخو له وېشه شکايت مه کوه:

ته و ماته نصيحت مه کړه ناصحه

زه دا خپل تخم  خپل ځان لره کرمه.

+++++++++

ته چې پند وايې ناصحه و رحمان ته

شکايت به د قضا کوې تر کومه.

+++++++++

بابا د سمون په خاطر ناصحانو ته د نصيحت پر ځای د دوی عمال ور په ګوته کړل او سپينې خبرې يې ورته وکړې چې ګوندې سم شي:

بدلوې په دنيا دين وايمان ولې؟

نه پوهېږې په خپل سودوپه زيان ولې؟

زړه د نفس په پيروي درڅخه لاړو

د خبيث په لاس دې ورکړو قرآن ولې؟

++++++++++

په هغو غوږو چې ذکر د خدای اورې

بيا سماع په هغو غوږ د رباب کړې

په هغو شونډو چې حمدوثنا وايې

هم هغه شونډې بيا ډوبې په شراب کړې

علم وکړې هېڅ عمل ورباندې نه کړې

لکه طفل هسې لوبې په کتاب کړې

په شپه پروت يې د مغان په ميخانه کې

او د ورځې مخ په لورې د محراب کړې

تمام عمر د دنيا په طلب ګرځې

بيا د خدادی په طالبانو ځان حساب کړې

له خالقه دې نه شرم نه حجاب وي

له رحمانه ګوښه ونيسې حجاب کړې

++++++++

د جاهل زهدپه زهد حساب نه دی

لکه مال په خمرو خرڅ د خمرخوار شو.

( خمر: شراب )

مشقت د نادانانو واړه پوچ دی

لکه بې بارانه ابر تش غبار شو.

علميت د بې عملو عالمانو

لکه ګنج د کتابونو په خره بارشو.

+++++++++

نيک عمل د د عالمانو نيک فرزند دی

خدای څوک مه کړه شراب خوروقمارباز

چې فرزند يې شرابخور وقمارباز شي

نور يې کاڼي شي د پلار په خونه ساز

 بابا ناصحانو ته په ځواب کې ډېر څه وويل. خو ناصح چې کله نورو ته نصيحت کوي زړه يې غواړي چې د ده هره خبره سملاسي ومنل شي او عمل ورباندې وشي. ولې خپله ناصح بيا د بل نصيحتونو ته غوږ نه

ږدي. ښايي ددې لامل دا وي چې ځان ورته سم بريښي او چا ته چې ځان سل سلنه سم بريښي هغه ناسم وي. دا چې ناصح نصيحت نه اوري نو بابا اړ کېږي چې وروستۍ خبرې ورته وکړي او له ډېرې غوسې نه د ده بدو ويناو ته د نيوکې او تمسخر په ډول ښه ووايي:

اومه کله دي پاخه وايي واعظ

هر چې وايي واړه ښه وايي واعظ.

ترپايه

++++++++

عاشقان د ناصحانو پروا نه کا

مست هاتي د مهوتانو پروا نه کا.

( مهوتان: جمع پيلبه )

++++++++

لکه څنګه چې په حديثو مبارکو کې د ښو عالمانو ستاينه او د بدو غندنه شوې د بابا ديوان هم که د بدو عالمانو غندنه کوي خو د ښو ستاينه يې هم نه ده هېره کړې. نه يواځې ستاينه کوي بلکې د حق عالمانو د نېږدوالي تاثيرات او ګټې داسې بيانوي:

په صحبت د علماو به سره زر شې

که ته کاڼی وې يا لوټه د صحرا.

ياداچې:

عالمان دي روښنايي د دنيا

عالمان دي د تمام جهان پېشوا.

ترپايه

په همدې ترتيب د بې ريا، بې تکبره او مخلصو دروېشانو کرامات هم داسې بيانوي:

که نظرکا څوک په کار د دروېشانو

خود به وويني وقار د دروېشانو.

تر پايه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب