پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبشعرد میوند څلي ته | خالق رشید 

د میوند څلي ته | خالق رشید 

ولوید یو ځلاند ستوری د وینو په رودونو کې

پریوت دمیوند څلې د اوښکو په لړونو کې

لوند شو د نازو پوړنی غم په کندهار پریوت

بیا یو محمود مات شو اصفهان ته په خیالونو کې

څوک چې د آرام ژوند پر بالین باندې  آرام نه شو

والوت دمسیح په څیرد خدای په آسمانونو کې

لوی لوی ارمانونه یې ټول یووړل نیمه خوا لاړوو

یوې موسکا یي اورګډاوه سم په تورو زړونو کې

مات یې ځنځیرونه کړل د خپلې ارادې په مټ

ویل یې، له آمو تراباسینه یم فکرونو کې

هوډ مې احمدي دي په قرآن مې د ا لوړلې ده

ځم به د پښتو پرلاره هسک سر جهانونو کې

څوک به مې غلام نه کړي لوی غزم لوی پرتم یمه

ومي شلول ګوره ځنځیرونه په  غاښونو کې

چاچې خرڅوله د وطن مور په  پردو باندې

ما یې خوله ورماته کړه، د لوی خدای په لورونو کې

ویاړمې افغاني دي او امید مې پښتنی  مخکې

ای افغانه ډوب یې ځان  بیدار کړه توپانونو کې

سترسیلاب د څنګ کې په څپو دی ته ویده یې لا

مه کړه د شیطان مینه دپاک پښتون خوبونوکې

لاړ شه د زمان  رمز د پوهې په زور ووینه

مه لټوه خدای دجهالت په طلسمونو کې

ته د پښتو مور په غیږکې  لوی نه یې چې دا کوې ؟

دغه دکام شرم  کارپه شر اوفسادونو کې

مه وایه چې دا وطن زما دی  خرڅومه یې

ای دتیارې زویه ځان ته وګوره میړونو کې

ماته مور ویلي  رازق جانه یوه ورځ  به مرې

ګوره چې زما پوړني  ورنه کړې باجونو کې

سور په وینو ښه یم خو نه داچې دبل امر وړم

نه غواړم چې یاد شم د پردو په پرتمونو کې  

ژاړه کندهاره یو رستم د شاهنامې د ې لاړ

ړنګ شو د سیستان مورچل  زابل په فریادونو کې

« غم به دې له چا چا هیرکم  وا ها » راته ووایه (* )

ای دمیوند ویاړه د زمان انه الحقونو کې

سره  په وینو رنګ به  دې د قبر جنډه پورته وي

ناست به وې سردارد شهادت په جنتونو کې

ویاړ دې په وطن و د املت دې تنها پرینښود

پریږه چې سندره شې په پیغلو ارمانونو کې

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(* )  «غم به دې له چا چا هیرکم وا، ها »  تاریخي ماده ده چې د ارواښاد شهید جنرال عبدالرازق د مړینې کال  (۱۳۹۷) ترې راوځي .

خالق رشید

د ۲۰۱۸ کال داکتوبر  ۱۹

نهروپوهنتون – نوی ډیلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب